وروستي

د رومیانو څخه استفاده انسان د ګڼو خطرناکو مرضونو څخه ژغوري

راټولونه او ژباړه: عمیر فصیح

د سبزیو او میوو څخه استفاده سره لدی چې زموږ د روغتيا لپاره ګټوره ده، خو يو شمېر نورې داسې ګټی هم لري چي له ډېرو يې مونږ خبر نه یو. سبزي او مېوې د ژوند داسې اړين توکي دي، چې موږ يې په ورځني ژوند کې هر ورځ او یا هم په اونۍ کې یو ځل استفاده کوو.

د بدن د روغتیا، د پوستکي د ښایست او د ویښتانو د ښی ودې لپاره خلک په عمومي ډول له سبزیجاتو څخه استفاده کوي، خو اوس به موږ د رومیانو د هغه حیرانوونکو ګټو په اړه تاسې ته معلومات درکړو، چې نه يواځې د زړه د ناروغیو کچه راکموي بلکې د شکر او سرطان په شدت کې هم حیرانوونکی کمی راولي. څېړونکي وایي چې رومیان د خوراکي توکو څخه ډک دي چې د ویتامن (A) ، ویتامن(C) او د فولک اسید کافی کچه په کې شتون لري، هغه چې انسان د سرطان ، شکر او د شپږو نورو خطرناکو ناروغیو څخه ژغوري.

سرطان:
په رومیانو کې موجود ویتامن (c) په بدن کې د سرطان د بکتریا په خلاف مقاومت کوي. رومیان په خپل ورځني ژوند کې د خوراک اړینه برخه ګرځول، کولی شي تر ډېر حده مونږ د سرطان د ګواښ نه وژغوري.

فشار:
په رومیانو کې د سودیم کمه کچه د وینې د لوړ فشار څخه خلک ژغوري، او په روميانو کی د پوتاشیم شتون د وينې دجريان سره مرسته کوي، چې په رګونو کې په سمه توګه حرکت وکړي.

شکر(ذیابیطس):
څېړونکي وایي هغه خلک چې د شکر په مرض اخته دي لامل يې د فایبر لرونکو توکو څخه زیاته استفاده ده، چې د هغی له لامله د دوي په وینه کی د ګلوکوزو کچه کمېږي . دوي کولی شي چې د رومیانو په استفادی سره په وینه کی موجود د ګلوکوز د کچې توازن برابر کړي.

د زړه ناروغۍ:
په رومیانو کی موجود فایبر، ویتامن(c) ، او شحمي اسید د زړه ناروغي په کنترول کی ساتي. د هائپرټینشن انستیتیوت تینیسي مدیر پروفیسور مارک هوسټن وایي چې هره ورځ د درې رومیانو په خوراک سره په بدن کې په ډېره کچه فولک اسيد راټولېږي چې د زړه د ناروغيو ګواښ تر کافی حده کموي.
همداسې یوه بله څیړنه دا ښيي چې هغه خلک چې په ورځ کې ۴زره ۶۹۹ ملي ګرامه پوتاشیم استفاده کوي د دوي په بدن کې د زړه د ناروغیو کچه تر ۴۹ سلنی را کمیږي.

د مثانی سرطان:
د ایلیونیوز پوهنتون پروفیسور جان اردمین وایي چې د رومیانو څخه د استفادی له لامله د پروستات سرطان په کچه کی کمي رامنځته کیږي. همداسی د هارورد اسکول آف پبلک هیلته له طرفه شوې څیړنی په ډاګه کړی چې د رومیانو زیاته استفاده خصوصا په ځوانانو کی د پروستات سرطان ګواښ کموي.

د کولمو سرطان:
د امریکا کینسر سوسائټی څیړنه ښيی هغه خلک چې د رومیانو څخه زیاته استفاده کوي هغوی د سرطان د مختلفو ډولونو له ګواښونو څخه خوندي وي. او په دی کې د کولمو ، مثانی، او خیټی سرطان شامل دی.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*