وروستي

د یوې مینه ناکې اړیکې د بریا لس رازونه 

ژباړن: عطا محمد میاخېل

  د نورو اړیکو په څېر، په مینه ناکه اړیکه کې هم داسې کوچني او جزئي څیزونه شته، چې ارزښتمن دي . لکه څنګه چې په ژبه باندې د یوې ناسمې کلمې راوړل یا یو ناسم لید، کولای شي یوه جوړه د اوونیو له پاره غوسه کړي، دغه راز کم ارزښته او جزئي چلندونه هم کولای شي د یوې اړیکې د دوام او بریا سبب وګرځي . یوه کوچنۍ ډالۍ، یوه ناڅاپي ستاینه او یوه شېبه جسمي اړیکه کولای شي، یوه اړیکه پیاوړې او ځواکمنه کړي .

۱ ـــ خپل خاوند ته ووایئ، چې ورسره مینه لرئ:

  سمه ده، چې د خبرو په پرتله عمل کول ډېر غوره دي، خو کله وخت خبرې د عمل په پرتله ډېر زیات اغېز لري . هرکله چې خپل احساسات په بشپړه توګه څرګندوئ :             ( درسره مینه لرم )، په ډېرې آسانۍ کولای شي، ستاسو په خاوند کې تر ټولو غوره احساس را منځته کړي او دا د دې سبب کېږي، چې هغه ورسره د مینې کولو او امنیت احساس وکړي .

۲ ـــ لږ مینه ښکاره کړئ :

  هغه چلندونه، چې د جسمي صمیمیت ښکارندوی دي، لکه : د خپل خاوند په اوږو باندې لاسونه اچول، کله چې ټلویزیون ننداره کوئ او د یوبل ترڅنګ ناست یاستئ په پښو باندې یې د خپلو لاسونو کېښودل، په لاره باندې د تګ پرمهال د هغه لاس نیول ـــ ستاسو خاوند ته تود او صمیمي احساس ور لېږدوي او ستاسو مینه او محبت هغه ته رسوي .

۳ ـــ خپل خاوند وستایئ :

  تل هغه څیزونه، چې په خپل خاوند کې مو خوښېږي، هغه ته یې ووایئ ـــ هغه څیزونه چې ترې ستاینه کوئ، هغه څیزونه، چې په تاسو کې غرور را منځته کوي، د هغه وړتیاوې او ځواکمن ټکي دي . د یوې مینه ناکې اړیکې را منځته کول، په دننني پیوند پورې تړاو نه لري، د دا ډول اړیکې د لاسته راوړلو له پاره، باید وتوانېږئ، چې هغه وهڅوئ او وې ستایئ او د ژوند په بهیر کې د هغې د ودې او پرمختګ له پاره ترې ملاتړ وکړئ . له خپل خاوند سره مرسته وکړئ، چې له خپلو وړتیاوو څخه په لوړه کچه ګټه واخلي .

۴ ـــ خپل ځان ووېشئ :

  له کومو څیزونو سره، چې مینه لرئ او له کومو سره چې مینه نه لرئ، هیلې، وېرې، لاسته راوړنې او تېروتنې یا بل هرڅه، چې په تاسو پورې تړاو لري، یوازې د ځان له پاره یې وساتئ . که چېرې کوم څه درته مهم دي، له خپل خاوند سره یې ووېشئ، له دې څخه مهمه دا چې، ستاسو دا وېش د بل هر چا په پرته له خپل خاوند سره مو ډېر زیات وي، یا دا چې اړینه ده، په هره اړیکه کې د دواړو لورو له پاره لږ شخصي فضا شتون ولري، خو خاوند مو باید تل ستاسو له پاره تر ټولو نږدې فرد وي .

۵ ـــ هر کله چې خاوند مو اړتیا درلوده باید حضور ولرئ :

  هر کله چې خاوند مو په خپل ژوند کې له یوې نامعلومې او مبهمې ستونزې سره مخامخ کېږي، لکه : د خپلې دندې له لاسه ورکول یا  یو د دوستانو مړینه یې، معلومه ده، چې باید څه وکړئ، خو د ژوند په جزئي پېښو کې هم ډېره مهمه ده، چې تل د هغه له پاره شتون ولرئ ـــ لکه : په کارځای کې یوه کوچنۍ شخړه، یوه کاري تېروتنه او ….. باید د هغه خبرو ته غوږ ونیسئ او وکولای شئ، چې د خپل خاوند آرامتیا بېرته ور وګرځوئ .

۶ ـــ ډالۍ ورکړئ :

   خپلې مېرمنې ته د ډالیو د ورکړې له فرصتونو څخه ګټه واخلئ . یو ښه کتاب، یو خوندور کیک، یوه ټوټه سره زر او یا هم یوه جوړه جامې، هر کوچنی یا ستر څیز، چې هغې ته وښایئ، چې په فکر کې یې یاستئ . د هغې له پاره یو مینه ناک یاد داشت پرېږدئ، یو مینه ناک پیغام ور ولېږئ . دا کارونه ستاسو مېرمنې ته دا ورښیي، چې تل مو په یاد ده او په فکر کې یې یاستئ .

۷ ـــ د خپل خاوند اړتیاوو او نېمګړتیاوو ته په سخاوت سره ځواب ووایئ :

  د اړیکو یو تر ټولو ستر قاتل غیر منطقي هیله ده . تاسو له یوه انسان سره واده کړی دی، نه له یوه روبوټ سره، هغه انسان، چې ډېرې نیمګړتیاوې او تېروتني لري، دا د هغه ځانګړتیاوې دي، نه د هغه ستونزې . باید زده کړئ، چې د خپل خاوند خصوصیات او ځانګړتیاوې وپېژنئ او وې ستایئ . باید هغه لکه څنګه چې ده، وې منئ . له هغه ځایه، چې زموږ کمزورتیاوې، زموږ د نا امنیو په ژور مرکز کې دي، په هېڅ وجه هڅه مه کوئ، چې د هغه تېروتنې او ستونزې له هغې کچې څخه لوړې وښایئ، په کومه کې چې دي .

۸ ـــ د یوازېتوب وخت ته لومړیتوب ورکړئ :

  هر څومره چې تاسو دواړه بوخت ژوند ولرئ، لږ تر لږه هرومرو په اوونۍ کې یوه ورځ له یو بل سره تېره کړئ، له یو بل سره نوې تجربې ولرئ، له خپلو خاطراتو څخه یو بل ته ووایئ او له یوبل سره له اوسېدو څخه خوند واخلئ .

۹ ـــ هېڅ څیز ته په کمه سترګه مه ګورئ :

  هره ورځ د خپلې مېرمنې د شتون له پاره او د زرګونو خوښیو او خوشالیو له پاره، چې ستاسو ژوند ته یې راوړې دي، ترې مننه وکړئ . په یاد ولرئ، که چېرې په خپله اړیکه کې خوشاله او نېکمرغه یاستئ، په ډاډ سره ویلي شم، چې ستاسو مېرمن به په ورځ کې زرګونه کارونه ترسره کړي، ترڅو اړیکه مو کلکه او ټینګه پاتې شي . هېڅکله دېته په کمه سترګه مه ګورئ .

۱۰ ـــ د برابرۍ په لټه کې واوسئ :

  هرومرو د اړیکې له زرین قانون څخه پیروي وکړئ : له خپلې مېرمنې سره هغه ډول چلند وکړئ، لکه څنګه چې خوښېږي مو له تاسو سره وشي . کارونه او مسؤولیتونه په خپل منځ کې ووېشئ او د غیر منطقي څیزونو هیله مه لرئ، چې خپله مو ورکړې ته یې چمتو نه یاستئ .

 

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*