وروستي

د فاتحې د سورت اسرار او فضايل

ليکنه: قاضي محمد حسن اسلامي

دا سورت مکي دی، اووه آيتونه لري د بعثت په لومړنيو شپو ورځوکې را نازل شوی دی، او دا چې د لمانځه په هر رکعت کې يې لوستل واجب دي او پرته له دې لمونځ نه صحيح کېږي نو دې خبرې ته د درنو لوستونکو پام را اړوو چې په دې سورت کې هغه اسرار او فضايل څه دي چې په هر رکعت کې يې تکرار لازمي شويدي؟

که څه هم اصل په عباداتو کې تعبد دی نه اسرار او حکمتونه لټول خو له اسرارو د ځان خبرولوڅخه نه دا چې ممانعت نشته بلکې ډېر ځله اسرار د انسان د زړه د زيات تسکين او د عمل لپاره د ترغيب باعث ګرزي، ډېرځلې داسې اسرار او فضایل وي چې انسان بايد فکر او غور پرې وکړي.

د قرآن د زياتو سورتونو او آيتونو فضايل رسولُ اللَّهِ صلَّى اللَّهُ عليهِ وسلَّم َبيان کړي دي چې کيدای شي بل مضمون پرې وليکل شي او دلته د فاتحې دسورت موضوع را اخلو.

د قرآنکريم دغه لنډ او معجز سورت د حکمتونو او اسرارو هغه سمندر دی چې تماميدل نه لري، له قدسي فيوضاتو ډک دی، له روحاني او تربيتی ملغلرو او جواهرو مالامال دی خو داسې زيرک او روحاني غواص غواړي چې په خپل تدبر او درسته مطالعه خپل عقلونه پرې رڼا او زړونه پرې منور کړي، څوک کولای شي د ذوالجلال په ټولو اسرارو او پدې سورت کې په نغښتيو مفاهيمو احاطه وکړي؟

او د هغه د اعجاز په پوهيدلو کې د کمال درجې ته ورسېږي،( الکمال لله) خو که سړي وغواړي په تدبر سره يې ووايي نو د ايمان د تقويې او د باور د پوخوالي توښه خو به ځان او ټولنې ته ترې تر لاسه کړي.

د هغه الله شکر او حمد اداء کوي چې رحمت يې د عالم په تربيه، پالنه او ساتنه کې څرګند دی.

فضايل يې د احاديثو په رڼا کې:
۱-د فاتحې سورت مکي دی او لومړنی پوره نازل شوی سورت دی، له شلو زيات نومونه لري لکه: سورة الصلاة، سبع المثاني، الحمد، فاتحةالكتاب، أم الكتاب، أم القرآن، القرآن العظيم، الشفاء، الرقية، الأساس، الوافية، الكافية، سورة السؤال، سورة المسألة، سورةالشکر، المناجاة، سورة الکنز، سورة الدعاء، سورة التفويض او سورة النور.

چې هر نوم يې له جلا جلا مفاهيمو ډک دی. وايي چې کثرت د اسماء دلالت کوي په شرف او عظمت د شان د هغه شي(مسمی)، نو دا يو عظیم او له اسرارو ډک سورت دی. راځئ ددې عظمت او يو څو فضايل يې د خوږ نبي صلَّى اللَّهُ عليهِ وسلَّم َد مبارکو اقوالو په هنداره کې وګورو:

۱-عن أَبي سَعِيدٍ رَافِعِ بن المُعَلَى رضي الله عنه قال: قَالَ لي رسولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم:
((أَلا أُعَلِمُكَ أَعظَمَ سُورَةٍ في القُرْآن قَبلَ أنْ تَخرُجَ مِنَ المَسجِدِ؟)) فَأخَذَ بِيَدِي، فَلَمَا أرَدْنَا أنْ نَخرُجَ، قُلتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، إنّكَ قُلتَ: لأُعَلِمَنّكَ أعظَمَ سُورَةٍ في القُرْآنِ؟ قَالَ: ((الحَمدُ للهِ رَبِّ العَالَمِينَ، هِيَ السّبعُ المَثَانِي وَالقُرْآنُ العَظِيمُ الَذِي أُوتِيتُهُ))رواه البخاري.

د معلی له زوی رافع ابو سعيد رضي الله عنه څخه روايت دی وايي: ماته رسول الله صلی الله عليه وسلّم وويل: ګوره تاته مخکې له دې چې له جومات څخه ووزم يو عظيم او لوی سورت ونه ښيم؟ بيا يې زه له لاسه ونيولم کله چې ما د وتلو اراده وکړه نو ورته ومې ويل: يا رسول الله تا خو ماته ويلي ؤ چې د قرآن کريم اعظم سورت درته ښيم، ويې ويل: الحمد لله ربّ العلمين(فاتحه) ده، هغه اووه آيته ده چې بار بار تکراريږي ( په لمانځه کې) او هغه ماته راکړل شوی قرآن عظيم دی.
نوراني سورت

۲-عن ابنِ عباسٍ قال: بينما جبريلُ قاعدٌ عند النبيِّ صلَّى اللهُ عليهِ وسلَّمَ . سمع نقيضًا من فوقِه . فرفع رأسَه . فقال : هذا بابٌ من السماءِ فُتِحَ اليومَ و لم يفتح قط إلا اليومَ . فنزل منهُ ملكٌ . فقال : هذا ملكٌ نزل إلى الأرضِ لم ينزل قط إلا اليومَ . فسلَّم .وقال : أبشِرْ بنوريٍنِ أوتيتهما لم يؤتهما نبيٌّ قبلك فاتحةُ الكتابِ وخواتيمُ سورةِ البقرةِ . لن تقرأَ بحرفٍ منهما إلا أُعطيتَه. (صحيح مسلم)

له ابن عباس صيب څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلّم له جبرئيل امين سره ناست ؤ چې له بره نه د يوه درز غږواوريدل شو. پورته يې وکتل وويل: دا د آسمان يوه دروازه ده چې همدا نن خلاصه شوه له دې نه مخکې کله هم نه ده پرانستل شوې، نو يوه پرښته ترې راکوزه شوه وې ويل: دا هغه پرښته ده چې له دې مخکې هېڅکله هم زمکې ته نه وه راګوزه شوې، راغله سلام يې واچاوه، وې ويل: زیری واخله د دوه نورونو چې ما تاته راوړی او له تانه مخکې هېڅ پيغمبرته نه دي ورکړل شوي هغه د فاتحې سورت دی او بل د بقرې د سورې( دوه ) آخرني آيتونه دي چا چې يو حرف هم له دې دواړو ولوست(غوښتنه يې وکړه) خوامخا به يې ورکوم
(رواه مسلم)

ددې حديث شريف مفهوم دادی چې ته کله ووايې:(اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ)يعني غواړې چې الله تعالی تاته په ژوند کې په دنيوي او اخروي امورو کې د تلو سمه لار وښيې، د سم او صحيح تصميم نيولو لار دروښيي، نو الله تعالی به مرسته وکړي، ستا غوښتنه نه ردوي او درکوي يې، او هدايت يوازې تر ديني چارو پورې خاص نه دی، کله که د مشکل سره مخ کېږي الله تعالی به د حل سمه لار در ښيي،کله چې ته دا سورت څو ځله په تدبر، غور او فکر سره لولې نو ته خپل عقل او فکر دې لورته را ګرځوې چې د حمد، ثنا او شکرانې لايق خو هغه ذات دی چې هغه ددې ټولو شيانو ربّ دی او دا عالَم پرته له هغه ( جلّ جلاله) بل ربّ نه لري، هغه ستا تر غمونو او تصوراتو ډېر لوی، لوړ او عظيم دی، رحيم دی د رحمت لورته يې توجه اړينه ده، په ژوند کې د مشکلاتو په وړاندې ګونډه وهل نه ښايي، د هغه لور ته توجه په کار ده، د رحمت د يادولو سره يې تاته يو ستر معنوي ځواک مرستې ته تيار دی، ځکه الله له تاسره دی، تاته ډېر نږدې دی ته په خپل شعور او ضمير کې دا قرب محسوسوي تاته ډاډ، تسل او جرأت درکوي، او مأيوسي او پريشاني درڅخه شړي، که هغه هر څومره ستر، سخت او مشکل درته برېښي خو کومې مرجع ته چې تا پنا وړيې هغه ډېره مطمئنه او لويه ده، او که دنيا کې فرضا څه مشکل د حل هم نه شو آخرت کې مالک الملک لرې هغه عوض درکوي، او ستا تپ او تلاش بې نتیجې نه پريږ دي. او دا ستر ډاډ دی چې ددې سورت په سيوري کې مؤمن او مدبر انسان ته حاصليدلی شي.

او کامياب انسان همغه دی چې هغه د حوادثو په توپان کې ځان ونه بايلي اود خپل ربّ لوري ته په عبادت او استعانت رجوع کوي. او د رحمان او رحيم رب په هيله ډاډه وي.همدارنګه د بقرې په آخرني آيتونو کې چې څه دعاء ده الله يې ټکي په ټکي اوري او قبلوي يې.

د ربّ ذوالجلال سره د اړيکو سورت
مسلمانه وروره! کله دې دا فکر کړی چې د خپل ربّ سره په څه ډول خپلې اړيکې او ارتباط ټينګ کړې؟ او دا اړيکې دې سوچه، سالمې او دايمې پاتې شي؟ او غواړې چې له خپل ربّ سره د خبرې اترې وشي؟ مونږ تل ددې هڅه لرو چې د مهمو خلکو سره مو اړيکې پيدا شي او بيا يې وخت تر بله ښې وپالو، څو يو څه مادي او فانې ګټې ترې ترلاسه کړو او بيا ډېر ځله هغه هم ونشي، خو زمونږ داسلامي امت سرلوړو، موکلو او عقلمنو داعيانو، مفکرينو، علماوو، زاهدانو او مجاهدو سرلښکرو به دا هڅه کوله چې په څه ډول وکولای شي چې له خپل عظيم ربّ سره يې اړیکې ټينګې او تلپاتې واوسي. او دا اړيکي په آسانه او لږ توجه او پاملرنې تر سره کيدای او نيول کيدای شي.

رسول الله صلی الله عليه وسلّم فرمايي چې الله عزوجل فرمايي: قسمت الصلاة بيني وبين عبدی…
ما دا لمونځ د خپل بنده سره په دوه برخو ويشلی دی : او بنده ته هغه څه ورکوم چې غوښتي يې وي، کله چې بنده ووايي:

الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ، الله تعالی وايي زما بنده زما حمد وويلو،کله چې بنده ووايي: الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نو الله وايي: زما بنده زما ستاينه وکړه، کله چې بنده ووايي: مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ، الله تعالی وايي : زما بنده زما عظمت او مجد ياد کړ،او کله چې بنده ووايي: إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ، الله تعالی وايي: دا زما او زما د بنده تر منځ ده او بنده لره هِغه څه دي چې غوښتي يې دي، : او کله چې بنده ووايي: اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ ،

الله تعالی وايي: دا زما د بنده لپاره دي او زما بنده ته هغه څه دي چې غوښتنه يې کړې ده .
(رواه مسلم)

د شفاء او وقايې سورت
۳-د سورت فاتحې يو نوم شافيه دی، بل يې رقيه دی يعني شفاء ورکوونکی او د دم اچولو سورت: يو عالم وايي زما دا تجربه ده چې اووه ځله يو ناروغ په فاتحه دم کړه که ښه نه شو نو بيا يې تر اويا ځلو ورسوه، الله به يې جوړ کړي، ددې سورت لوستل نه يوازې د ناروغۍ د پيښيدو وروسته ضرور دی بلکې تل بايد ولوستل شي او لوستل يې د انسان بدن کې د ناروغيو د جراثیمو د فعاليت په وړاندې دفاعي سيستم فعالوي او الله تعالی سړی له ډېرو ناروغيو ساتي، او په همدې نيت او شعور سړی دم پيل کړي چې زه په ټولو آسماني کتابو دا ناروغ دمول غواړم. ابو عبيدالله الحسن څخه يو مرسل حديث روايت دی وايي:( من قرء فاتحة الکتاب فکأنّما قرء التوراة والانجيل والزبور والقرآن) او په معانيو او مفاهيمو کې يې تدبر او غور پکار دی.

۴-خارجه بن الصلت التيمي له خپل کاکا څخه روايت کوي چې هغه ويل:( زه يو ځلې په يوه کلي تيريدم ګورم چې يو سړی يې په ځنځيرو تړلی دی ويل يې: چې دا ليونی شوی دی. دوی بيا ماته يې وويل: تاسره څه دم يا علاج نشته؟ ستا ملګري خو ډېر خير راوړی دی. ماهم شروع وکړه د فاتحې په سورت کې څو ورځې سهار او بيګا دم پرې اچولو، الله تعالی ورسره روغ کړ.

بيا هغوی ماته سل(۱۰۰) وزې او پسونه راکړل ما راوستل او رسول الله صلی الله عليه وسلّم ته مې کيسه وکړله هغه صلی الله عليه وسلّم راته وويل: خوره يې! خلک يې په باطلو دمونو خوري مونږ يې په حق دمونو خورو.)
سورت فاتحه د انسان د جسمي او روحي، مادي او معنوي برخو ټولو شفاء ده . بايد تل مونږ ځانونه او د کورنۍ غړي ماشومان او لويان پرې دم کړو. او د هرچاته پام دې لورته راواړوو.

شيطان وشړئ
۵-د هرڅه لپاره يو څه قوانين وي د شيطان شړل هم په دې نه کېږي چې مونږ ووايو زه د شيطان نه منم او د هغه فتنې په ما اثر نه لري که دا کار له زړه نه غواړو لاره يې د قرآن کريم تلاوت دی چې شيطان ترې تښتي نو راځئ شيطان له ځانه داسې وشړو چې د شړلو لاره يې وي لارې يې ګڼې دی يو هم د بقرې د سورت تلاوت دی هر کور کې چې قرآن لوستل کېږي او اوريدل کېږي شیطان له هغه کور څخه سخت په تیښته کې وي، نو مونږ د شیطان له فتنو، وسوسو او شر څخه بايد ځانونه وساتو نو قرآن کريم تلاوت راڅخه پاتې نه شي په ځانګړي توګه د بقرې سورت که بيا د هغه د اوږدوالي له کبله ټول نشو ويلی آخرني دوه آيتونه يې ولولو، او په دې وسيله د شيطان له شر څخه ځان وژغورو.

ابن مسعود صیب وايې: قال النبي صلی الله عليه وسلّم: ( من قرأ بالآيتين من آخر سورة البقرة في ليلة کفتاه)

۶-دادی رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ ته د اعظم سورت( فاتحې) په هکله داسې خبر راکوي: وايي: (والَّذي نفسي بيدِهِ ما أنزِلَتْ في التَّوراةِ ولا في الإنجيلِ ولا في الزَّبورِ ولا في الفرقانِ مثلُها وإنَّها سبعٌ منَ المثاني والقرآنُ العظيمُ الَّذي أُعطيتُهُ.
(صحيح البخاري)

په تورات، انجيل، زبور او فرقان کې تر دِي اعظم سورت نه دی نازل شوی او دا اووه آيتونه دی چې ډېر تکراريږی او هغه قرآن عظيم دی چې ماته راکړل شوی دی.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*