وروستي

د بریالي کېدو له پاره بدلون وکړئ

ژباړه : عطا محمد میاخېل

د دې له پاره، چې بریا ته ورسېږئ، باید له خپلې مخې څخه ډېر خنډونه لرې کړئ او دې چارې ته د رسېدو له پاره بدلون ته اړتیا لرئ .

د بریا له پاره مسایلو ته څنګه بدلون ورکړو ؟

رښتیا په خپل ژوند کې کوم څیزونه ومنو او کومو مسایلو ته بدلون ورکړو، ترڅو وکولای شو اوږد عمر ولرو او له ژوند څخه خوند واخلو ؟ کومو مسایلو ته کولای شو بدلون ورکړو؟

د مشهورو ناروغیو له ډلې په ځانګړې توګه د زړښت پرمهال د زړه ناروغۍ، د زړه سکته، د مغز سکته، د هډوکو ورستېدل او ماتېدل، د عقل له منځه تګ، ژور خپګان او ځینې سرطانونه دي .   د عمر په اوږدوالي او سلامتیا کې تر ټولو مهم ښکېل فردي لاملونه، وراثت دی . موږ نه شو کولای، چې له خپلو جینونو څخه وتښتو، خو د ژوند د تګ لارې په بدلون سره کولای شو، د هغوی د ځینې ډولونو د احتمالي څرګندېدو مخه ونیسو. کومې څېړنې، چې د اوکیناوا ټاپو په اوسېدونکو خلکو باندې ترسره شوي ښیي . سل کلنۍ ته د دې سیمې د ډېر عمره کسانو د رسېدلو کچه لوړه او د زړه ناروغۍ، د سرطانونو ډولونه او د اروایي فشارونو کچه ټیټه ده او دلیل یې هم متوازن او بې غوړو خوړنیز رژیم، ورزش، د ذهني تمرکز په مرسته د ژور خپګان کمښت او دعا ده، چې کولای شي د زړښت لړۍ وځنډوي . انسانان ژوندي، اروایي او ټولنیز موجودات دي . زموږ اړتیاوې یوازې په فزیکی، بیوشیمي او تغذیوي مسایلو کې نه دي خلاصه شوي . موږ ټولنیز او معنوی اړخونه هم لرو . که چېرې خپلې ټولنیزې، معنوي او یا اروایي اړتیاوې نا لیدلې ونیسو، نو زموږ جسمي سلامتیا ته زیان رسېږي . موږ د فکر ډول ته په بدلون ورکولو سره او هغو مسایلو ته، چې په اړه یې فکر کوو، کولای شو د خپل مغز په بیوشیمي کې بدلونونه را منځته کړو. د سروتونین کچه زیاته او خپګان را کم کړو .

د فزیکی فعالیتونو په مرسته کولای شو د زړه د ناروغۍ مخه ونیسو او د وینې د غوړو کچې ته په پام سره د مغزی سکتو مخه هم ونیسو . که هر څومره له مغز څخه ډېره ګټه واخلو، نو له دې حیاتي غړي څخه به مو په غوره توګه ساتنه کړې وي . هغه کسان چې له خپل مغز څخه ډېر کار اخلي، ډېر کم د عقل له زوال سره مخ کېږي . په پای کې بې شمېره څېړنو څرګنده کړې، چې دعا کولای شي، ناروغانو ته بېرته روغتیا ور وګرځوي .

نېکمرغۍ ته د رسېدو له پاره شپږ مهم اسباب :

۱ ـــ په اوونۍ کې درې یا څلور ځله ۳۰ دقیقه ایز ورزش کولای شي، د انسان په جسمي روغتیا کې مهم رول ولوبوي . وروستیو څېړنو ښودلې، هغه ښځې چې په اوونۍ کې له یو ساعت څخه کم پلی مزل کوي د هغو ښځو په پرتله ډېرې کمې د زړه په ناروغۍ اخته کېږي، کومې چې هېڅ ورزش نه کوي . د بدني فعالیتونو ترسره کول، کولای شي د هډوکو له ورستېدو څخه مخنیوی وکړي او حتی له ښه والي سره یې مرسته وکړي او په عین حال کې د زړښت پرمهال د هډوکو د ماتېدو مخه نیسي، فرد ته بېرته د روغتیا احساس ورګرځوي.

۲ ـــ سالمه تغذیه او لږ خوراک د انسان د روغ پاتې کېدو تر ټولو غوره لار ده، نه ډېر خوراک . له مهال وېش سره سم د خوړو کم او د سبزیو او مېوو ډېر خوراک، کولای شي، زموږ له روغ پاتې کېدو سره مرسته وکړي . د اومیګا ۳ غوړ تېزابونه، چې په کب او د هغه په غوړو کې شتون لري او فلاونوییدونه، چې په مېوې او سبزیو کې شتون لري، کولای شي، د زړه په ناروغۍ او دغه راز د سرطان ناروغۍ په بېلابېلو ډولونو باندې د اخته کېدو خطر را کم کړي . د انسان متابولیکې اړتیاوې د عمر په ډېرېدو را کمېږي، نو اړینه ده، چې د زړښت په دوران کې د ترلاسه کېدونکې کالوري کچه را ټیټه کړو . د سوپ په ډېر مصرف سره، کولای شو، خپل وزن را کم کړو او د ښو خوړنیزو عادتونو په مرسته له چاغښت څخه مخنیوی وکړو .

۳ ـــ ټولنیزې اړیکې د روغ پاتې کېدو له پاره تر ټولو غوره لار او د یوې صمیمي اړیکې د لرلو له پاره یوه په زړه پورې هڅه ده . له هغه چا سره د اړیکې د ټینګښت له پاره هڅې وکړئ، له کوم سره چې مینه لرئ او په هغه باندې باور لرئ، چې کولای شئ خپل غمونه او خوشالۍ ورسره شریکې کړئ . ښکلي او په زړه پورې مطالب ولولئ او وایې ورئ، د یو بل له پاره خندا لرونکې کیسې وکړئ او لږ تر لږه په ورځ کې یو ځل له یو بل سره وخاندئ .

۴ ـــ د دعا له پاره یوه آرامه او خپل د خوښې وړ چاپېریال ته لاړ شئ . ژوره ساه وباسئ او د هېڅ څیز په اړه فکر مه کوئ، له ځانه راضي واوسئ . که چېرې تر اوسه نه یاستئ بریالي شوي، پوه شئ، چې ولې زېږېدلي یئ او د ځمکې پرمخ څه کوئ، له پوه کسانو سره خبرې وکړئ او یا هم د قرآن عظیم الشان تلاوت وکړئ، د خلکو له یوه داسې ټولي سره یوځای شئ، چې د خپلو باورونو په اړه خبرې کوي، نو په دې ترتیب به د دعا په ارزښت پوه شئ .

۵ ـــ له خپګان څخه خلاصون، که څه هم په ژوند کې یوه اندازه خپګان اړین دی، خو له کچې زیات او تل پاتې خپګان کولای شي بربادونکی وي . تل باید په هرڅه کې منځنۍ کچه وساتو . ژوند د یوه کیک په څېر ستر دی، حتی که چېرې نوې بڼې یا تازه خوند ولري، په هر حال خوږ دی او کولای شئ، له هغه څخه خوند واخلئ .

۶ ـــ سګرټ پرېږدئ . د سګرټو له پرېښودو ۲۴ ساعته وروسته د زړه ناروغۍ کچه په بې ساري ډول را ټیټېږي او یو ځل بیا ډاکټر ته ورشئ . دې ته متوجه کېږئ، چې د وینې فشار، د وینې د غوړو او د ترای ګلیسیرید کچه په طبیعي حالت کې ده . که چېرې شراب څکئ، نو مه یې څکئ او خوشې یې کړئ، ترڅو د سرطان ناروغۍ بېلا بېل ډولونه له تاسو څخه واټن واخلي . د سګرټو او شرابو خپګان له ځانه لرې او ورزش، سمې تغذیې او ټولنیزو اړیکو ته مخه کړئ . له انرژۍ څخه به مالامال شئ، له خپل ژوند او عمر څخه به خوند واخلئ .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*