وروستي

د حضرت عيسی «ع» څلويښت کاله په دنيا کې پاتې کيدل د احاديثو په رڼا کې

سيف الله خالد

د حضرت عيسی عليه السلام د (40) کاله دنياوي ژوند په اړه د مسند احمد او مصنف عبدالرازق کښې ګڼ روايتونه راغلي دي, عن عائشه رض قالت : قال رسول الله صل الله عليه وسلم : يخرج الدجال وينزل عيسی فيقتله ثم يمکث عيسی فی الارض اربعين عاما اماما عادلا وحکما قسطا –
[احمد 24468 وابن ابي شيبه 15/134 رقم 19320]

ترجمه : د دجال د خکاره کيدو نه پس به حضرت عيسی ع راکوزيګي, هغه به دجال قتل کړي بيا به په مخ د ځمکې څلويښت کالو پورې عادل امام او انصاف کونکې حاکم وي –

نبي پاک صل الله عليه وسلم اوفرمايل عيسی ابن مريم به د اسمان نه راکوځيګي او دجال به قتل کړي
څلويښت کالو پورې به په خلکو کې کتاب او سنت قائم کړي له دې نه پس به عيسی عليه السلام وفات شي –
خلک به د بني تميم د مقعد په نوم يو کس د هغه ځاې ناستې وټاکي
د درې کالو په دې کمه زمانه کې به د خلکو له سينو نه قرآن پورته کړاې شي [الحاوي 2/82 ]

د سورة آل عمران ددې ايات (و يعلمه الکتاب ولحکمه) په تفسير کې مفسرينو حضراتو رايه داده چې ددې نه مراد د قرآن او حديث علم ده يعنې د قران او حديث علم به الله تعالی حضرت عيسی عليه السلام ته ورکي –
ځکه چې دنيا ته په دوباره راتلو سره به په قران او حديث عمل کول وي او د هغې مطابق فيصلې کول وي

چې کله الله تعالی قيامت قائم کول اوغواړي نو يو خائسته هوا به شروع شي چې دغه هوا به د ټولو مؤمنانو روحونه قبض کړي, او په دنيا کې به يو د ايمان والا هم پاتې نه شي او په پاتې خلکو به الله پاک بد ترينه قيامت قائم کړي او شپيلۍ به او وهلې شي . (مسلم رقم الحديث 1924)

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*