وروستي

مونږ امام ته نه، د خپل رب کور ته ځو

محمد مزمل اسلامی

د جمعې لمونځ او دهغه خطبه اورېدل د اسلام له هغو مهمو فرائضو او شعائرو څخه دي چې که د زړه غواړي او که نه غواړي نو باید اداء او تر سره شي، او په ریښتیا چې ډېرې دیني، روحي او علمي ګټې لري.

زه چې په مدرسه کې طالب العلم وم نو د جمعې ورځې د خطبې اوریدو ته به لېرې لېرې مسجدونو ته تللم او له خطبو څخه به مې خوند اخسته او خورا ډېر څه مې ترې زده کول. له دېرش کلونو وړاندې مې د یو شمېر خطیبانو د خطبو صحنې او د هغوی حرکات په سترګو او ‌ذهن کې داسې تلپاتې او تازه دي لکه د پرون.

داسې وخت راغی چې زه هم د یو ستر مسجد خطیب شوم او خورا په مینه او احساس مې د خطبو په چمتو کولو کې خپل زیار وېسته.
خو اوس که څه هم مینه یې راسره هماغسې ژوندۍ ده خو همت راسره ناځواني کوي چې لېرې لېرې مساجدو ته ولاړ شم، او چې کله هم ولاړ شم نو له خطبې څخه پوره خوند اخلم او ډک موټی ترې ستېږم.

خو کله کله ځنې مسایل د انسان زړه مات کړي او له خطبو سره یې علاقه کمه شي، کله ستونزه په خپله خطیب کې وي او کله خو خطیب شرایطو مجبور کړی وي، او دا وخت نو د شیطان له پاره زرینه موکه وي چې په ډول ډول بانو او وسوسو سره انسان تر یو څه وخته د خطبې د اورېدو له غټ خیر څخه محروم وساتي.
اوس چې چېرته اوسم ایله د زړه په زور خطبې ته زم، خو ورزم، او کله کله ترې ښه خوند هم اخلم.

په قاهرې پوهنتون کې استاذ پر یوې مختصرې څیړنې وګومارلم څو کتابونه یې په ګوته کړل او مونږ ته یې واک راکړ چې یو ترې ولولو او معرفي یې کړو. په هغو کې یو هم د امام ابو اسحاق شاطبي رحمه الله (متوفی ۷۹۰هـ) کتاب (الموافقات) و. زما له الموافقات سره له پخوا څخه مینه وه چې باید ویې لولم، نو دا مې ښه فرصت وګاڼه او همدا مې د څیړنې لپاره غوره کړ.

پدې ترڅ کې مې د القاسم بن فیره الشاطبی (متوفی ۵۹۰هـ) هجري ژوند لوسته. القاسم شاطبی صیب چې کله په خپله سیمه کې د علم او فضل څښتن شو نو د اندلس د دغې سیمې واکمنو ترې وغوښتل څو د خطابت دنده ومني.
د اندلس د اسلامي واکمنۍ په وروستیو کې امیران د نن په څېر په ځانو مین وو، او باید هرچا په هر وخت د هغوی ستاینه کولای، په ځانګړې توګه خطیبانو.

نو شاطبی صیب چې یو ریښتینی او حق پال عالم و پدې بانه چې حج ته ځې ځان له خطابت څخه خلاص کړ او ریښتیا هم د حج په قصد مکې ته راغی او بېرته په ستنېدو کې یې په مصر کې اندلس ته د المغرب (مراکش) له لوري تللې لاره پرېښوده او کیڼ لور قاهرې ته تاو شو او د ناکاره واکمنو د ناحقه ستایلو له غمه یې د خپل کلي او وطن د پرېښودو په قیمت ځان وژغوره.

جالبه دا ده چې دغه شاطبی صیب چې په سترګو هم معذور و د دغې سترې قربانې له کبله په قاهره کې د ډېر غټ علم او فضل څښتن شو ، غوره تالیفات یې وکړل، د کراماتو څښتن شو او ګڼ شمېر شاګردان یې وروزل، آن تر دې چې له نیمې شپې څخه به طالب العلمانو د ده په لور حرکت کاوه څو د سهار لمانځه پسې متصل درس کې شریک شي.

تاریخ لیکونکو ویلي چې شاطبی صیب دومره ستر حافظ و چې موطأ، صحیح بخاري او صحیح مسلم به پرې لوستل کېدل او ده به له یادو تصحیح کول.
بس دغه حال دی؛ څوک ستاینه څه چې په ملا کړوپولو او سر ټيټولو هم وي د هر ډول واکمنو لمن ته ځان رسوي او څوک د خپل کلي او وطن په بیه ځان له ناکاره واکمنو څخه ژغوري. څوک له واکمنو سره بره پر تخت د خلکو په زړونو کې سپک او منفور شي او څوک له واکمنو څخه د تېښتې په پایله کې د علم، فضل، عزت او کرامت څښتنان شي.

په هر حال خطبې پرېښودل ندي په کار، دا یوه مستقله وجیبه ده، مونږ هلته مسجد په تلو او خطبې اورېدو سره د الله پاک او د هغه د پیغمبر امر پر ځای کوو چې امام یې هر څوک وي او هر څنګه وي.

یو ځل په کندهار کې یو کندهاري ادیب ملګري ته کورته ورغلم، چای مو وڅښه نو د مازیګر د لمانځه وخت شو. ما ورته وویل راځه چې جمعې ته ورشو، هغه راته وویل چې امام ډېر بې خونده دی، ما ورته وویل مونږ خو امام ته نه ورځو ، مونږ خو د خپل رب کورته ورځو، نو جالبه پرې ولګېده او مسجد ته ولاړو.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*