وروستي

په اوسني وخت کې زمونږ د ټولنې ستونزې او د ځوانانو مسووليت

هدایت فرید
ټولنه د وګړو د یو داسې ډلګي څخه عبارت ده چې وګړي يې يو له بل سره ګډې ګټې او ګډ زیانونه ولري. د ټولنې په ترکيب کې بېلابېل وګړي ونډه اخلي د بېلګې په توګه ښوونکي، زده کوونکي، کارګران ، خټګران ، جوړونـکي ، ګنـــډونکي، چميار او ډېــر نور… ياد کسان د ټولنې د غړو په نامه سره يادېږي. نوموړي کسان يو بل ته خورا ډېرې اړتياوې لري يانې د ټولنې د وګړو ګــټې د ټولنې د نورو وګړو په ګټو کې نغښتي دي. د اوسنۍ ټولنې ستونزې خورا ډېرې دي د بېلګې په توګه يو څــو يې بیانول غواړم.

د ټولنې ډېری او ګڼ ځوانان له زده کړو سره مينه او لېوالتيا نلري که څه هم زده کړه ډېره اړينه ده خو بیا هم دوی ورته د ارزښت له زاويې نه ګوري. یواځې لږې ډېرې ، ګوډې ماتې زده کړې د خپل ژوند د هوسا کېدو او د کاروباري سیسـتم د چلولو لپاره کوي چې دا کار ډېر ناسم دی او د ټولنې د نورو وګړو پر روح او روان منفي اغېزې کولی شي.

په اوسنۍ ټولنه کې ځوانان د متقابل احترام څخه بې برخې دي ډېری ځوانان خپلې ټولنيزې اړيکې له نورو ځوانانو سـره نه ساتي لامل يې د پوهې د کچې کموالی دی او هر ځوان خپل ځان ته څه وايي چې ديګر من نیست. چې دا ځان مننه نه يوازې له اسلامي پلوه بلکې، له انساني پلوه هم ډ ېره بده ګڼل کېږي.

د ټولنې د ځوانانو ترمنځ يووالی يو ډېر مهم اصل ګڼل کېږي خو له بده مرغه به ووايم چې زمونږ د ټولنې ځوانان له دغه اصله بې برخې دي.

د ځوانانو مسوولیت:

ځوانان په ټولنه کې د ملا تېر حيثیت لري. ځوانان دې په ټولنه کې خپل رول او کردار وپېژني. په ټولنـــه کې دې د ځـــــوانانو يوه ځانګړې کمېټه جوړه شي تر څو د ټولنې ستونزې راټولې ، د حل لپاره يې حللارې او له اړونده مقاماتو سره شریـکې شي.

ځوانان دې وګړي زده کړو ته وهڅوي او هر وګړي دې د زده کړو له ستر نعمت څخه برخمن کړي ځکه چې زده کړو په اوسني پېر کې ډېره اړينه ده.

په ټولنه کې دې ځوانان خپلو منځي اختلافاتو ته لمنه نه وهي، د لوينې او ځان مننې ، ځان ښودنې په پوله دې نه تېـرېږي. متقابل احترام او درناوی دې پر يو بل پېرزو کړي.

دا او دې ډول ته ورته ډېرې ستونزې او ډېر مسوولیتونه په ټولنه کې د ځوانانو پر غاړه دي. زه د خپلې ټولنې له بده مرغه بــه ووایم چې زما په ټولنه کې يوه بدبختي راګډه شوې هغه داده چې زمونږ ډېری مشـــران ، کــــشران ، ځوانــان ، سپیــن ږيــري او ان تــر دې کوچنیان د درې مورچل په نوم سریال باندې اخته دي.که څه هم پر دغه سریال باندې په ټولنيزو رسنيو کې ډېرې نيوکې شوې دي خو زه يې د منفي اغېز په اړه ستاسو درانه چوپړ ته دسترګو ليدلي حال کيسه کوم.

د اففانستان د ملي لوبډلې سیالي مو کتله، زمونږ ملي لوبډلې سیالي وبایلله شېر اغا کاکا ته مې ويل چې مال وږی هم يــې او ډوډۍ ته دې هم زړه نه کېږي او بل دا چې اوس مو سيالي هم وبایلله نو دا به څنګه شي؟ شېر اغا کاکا حېران شو. ګلاغا کاکا راټوپ کـړل ويل يې خير دی کنه ګټل او بایلل خو پکې وي. سید اغا کاکا راغبرګه کړه ويل يې مینه کې درد نو بېل خوند لري د حجرې بر سر کې محمد اغا کاکا ناست و هغه د درې مورچل سریال کتلی و او د ډېر اغېز سربېره اغېزمن کړی يې هم و ملي لوبغاړو ته مخاطـب شو او ويې ويل زمریانو وزغمئ! تاسو باید دومره کمزوري ونه اوسئ ټول د لوبډلمشر اصغر په لټه کې شئ دا ستاسو د قومندان امـر دی ورځئ جمتو شئ، بیړه وکړئ. دا خبرې يې وکړې، څادر ته يې څنډ ورکړ او ولاړ.

هدایت فرید

‏2016‏، 21‏، ډیسمبر‏، چهار شنبه

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*