وروستي

آیا هلک کولاي شي چې یو شخص د نجلۍ د لیدلو لپاره د وکیل په توګه وګماري ؟

لیکنه: استاذ فضل الله ( ممتاز)

د الملتقی الفقهي د فیس بوکي پاڼې د مینه والو وروڼو څخه یو جزائري ورور پوښتنه کړی وه چې:
زه اوس مهال په فرانسه کې په کار بوخت یم او په همدې ښار کې یوې مېشتې جزائري انجلۍ سره غواړم واده تر سره کړم، آیا ما ته دا روا دي چې زه یو تن د هغې د لیدلو لپاره د وکیل په توګه واستوم تر څو هغه وویني او د عصري وسائلو د استعمال په نتیجه کې ما د هغې څخه خبر کړي؟
د ښاغلي ورور د دې پوښتنې په ځواب کې غواړو وایو چې :wakeel

فقهاء کرامو په دې اړه څرګنده کړیده چې که چیری د واده هلک د یوې انجلۍ د لیدلو لپاره یو وکیل وګماري؛ نو هغه ته دا روا نه دي چې دغې انجلۍ ته وګوري او دا کار ورته هیڅ جواز نلري.

البته که څوک وغواړي چې پخپلی نمایندګي او نیابت سره څوک واستوي تر څو هغه مخطوبه ( انجلۍ ) وګوري؛ نو د دې کار لپاره کولی شي چې خپله مور ، خپله خور او یا خاله د هغوي کور ته د لیدلو لپاره واستوي چې هغه به ورته ګوري او دا هڅه به کوي چې د هغې انجلۍ مواصفات [ عادت او سلوک ] ښه ځان ته په ډاګه کړي او دا خبره هم ځان ته معلومه کړي چې د دغه هلک له لوري ټاکل شوي شرطونه تر کومه حده پوری په دې انجلۍ کې موندل کیدلی شي ، بیا دې وغواړي [ البته له توافق او برابرښت وروسته دواړه کولی شي سره واده وکړي].

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*