وروستي

د سیګرټو درې عمده ګټې!

سپی مو نه خوري. ۲. غلا نه درنه کیږي. او ۳ زړیږی هم نه.

که نه یې منی، څو شیبې یې دلیلونو ته تم شی!

  • څوک چې سیګرټ څکوي، د څه وخت په تیریدو کمزوری کیږي، مجبور دی چې امسا ورسره وګرځوي، نو له چا سره چې امسا وي، سپی ترې ډاریږي.
  • ۲. په سیګرټو د روږدي کس سینه خرابیږي، بیا نو ټوله شپه ټوخیږي او کوم کور کې چې د شپې څوک ټوخیږي. غل غلا نه شي ترې کولی.
  • ۳. څوک چې سیګرټ څکي، داسې ناروغۍ ورته پیدا کیږي، چې زړښت ته یې نه پریږدي او …
  • نو! هغه ملګري چې په سیګرټو روږدي دي، هیله ده د پریښودو ټینګ هوډ وکړي او څوک یې چې نه دي عملي، تل ځانونه ترې وساتي.
  • (د سیګرټو پورتني خصوصیات مې د خوست له یو مشر اوریدلي وو)

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*