وروستي

نېکو او مخلصه خلکو ته خطاب

وحیدالله ببرکزی ځدراڼ

ګرانه مخلصه وروره او قدرمنې سپیڅلې خورې:
آفرین په تا چې تر اوسه په مادي او معنوي لحاظ بدل نه شوې، ځکه په ریښتینی ډول ستا د جوهر جوړښت د سرو زرو دی.

زمونږ د هېواد په انقلابونو، بدلونونو، طوفانونو … کې ډیري خلکو رنګونه بدل کړل، وجدانونه یې بیده شول، ضمیرونه یې ککړ او نفسونه ورباندي غالب شول، تر دې چې خبره دومره سپین سترګي ته راورسیدله چې نن ورځ هم په خپلو بدو اعمالو باندې په مجلسونو کې ویاړوي.muslim-youth

ته هرڅوک چی یی، په هر ځای کې چې یې او په هر مقام او منزلت کی چی قرار لرې. ستا پیاوړي او ويښ وجدان ته سلام کومه !!! چې په ډیرو بدو حالاتو، خلکو، چاپیریال او ټولنه کې دې د الله جل جلاله یاد په زړه کې هر شیبه ساتلي، په ډیره میړانه دې د ځان نه مقاومت ښودلي، ځان دې پاک نفسه او خپل اصلیت دې سپېڅلی ساتلی دی!!!
ته ځکه نن اتل یې چی د بدو خلکو ښکار نه شوې او د دوی په بده لاره دې یون ونه کړ، دوی غوښتل تا هم د خپل ځان سره د کنعان په کښتۍ کې سپور کړي او په پایله کی ته هم غرق شی.

دلته د نیکانو د کاروان لارویان د ګوتو په شمار دی، خو کاروانیان یې یو د زرو نه هم زیات دی، او ته هم ان شاء الله دهمدې کاروان یو سرخیل یې.

الله تعالی نه هیله لرو چې دا کوچنی د غوره خلکو کاروان چې شعار یې (علم، عمل، تقوا، ښېګڼه، او پرهېزګاري) دی، په هغه ظاهر لوی کاروان چې شعار یې (جهالت، ناپوهي، تګي، فساد، درواغ، چل، وژنه، غلا او …) دی، غالبه او بریالی شي او هغوی هم له ځانه سره په دې پا کاروان کې ملګري کړي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*