وروستي

د لوڅو او مبتذلو فلمونو د خرڅولو حکم

لیکنه : استاذ فضل الله ( ممتاز) د فقهې متخصص

پوښتنه : آیا په یو داسې ځای کې ما ته کار کول روا دي چېرته چې زما دنده د لوڅو او په اخلاقي لحاظ د پرېوتو ویدیوي فلمونو او سندرو خرڅول وي ؟

که چېری زه دا ډول سې ډیانې ( CDs ) خرڅې کړم، آیا پیسې اخستل ېې ما ته روا دي ــ البته د یادولو ده چې زمونږ په هیواد ( الجزائر ) کې د اسې د فحشاء مرکزونه خورا زیات موندل کیږي چې دا ډول د اخلاقي معیارونو سره منافي فلمونه په بازار کې پر خلکوImage result for indian films shops
خرڅوي؟

د ښاغلي ورور د دې پوښتنې په ځواب کې باید وایو چې : هیڅ کله هم د اسلام سپېڅلې شریعت مونږ ته ددې ډول مبتذلو او لوڅو فلمونو د اخستلو او خرڅولو اجازه نه ده را کړې او دا کار ېې ناروا ګڼلی دی او همداراز په دې ډول او یا هم دې ته ورته ځایونو کې ېې کار کول هم د یو مسلمان لپاره روا نه دي ګرځولی او کومې پیسې چې له دې لارې څخه لاس ته راوړل کیږي د نوموړي لپاره حرامې دي.

البته که چېرته روا فلمونه وي او په هغې کې د منکراتو او د بداخلاقیو په لوري بلنه او یا په دې لړ کې مرسته نه وي؛ نو بیا په دې صورت کې کار کول او پیسې تر لاسه کول روا دي، لکه څرنګه چې اسلامي علماو په دې اړه همداسې څرګنده کړېده چې یو له دغو علماو څخه شیخ ابن باز ( رحمه الله) دی.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*