وروستي

د لوېدیځ پای… اسیا به پورته شي؟

شاکر جلالي

څوک چې په تاریخ پوهېږي، کله به هم افسوس ونه کړي. دا د مصری لیکوال او فیلسوف، مصطفی محمود وینا ده. په دې نړۍ کې زورور د ابد لپاره زورو نه دي پاتې شوي او کمزوري هم د ټول عمر لپاره کمزوري نه دي پاتې شوي.

د نړۍ ډېری قومونو زورورې امپراتورۍ لرلې، مګر اوس دغه امپراتورۍ د تاریخ برخه دي او دوی د نننۍ نړۍ کمزوري هېوادونه ګڼل کېږي. زما د دې ادعا تر ټولو ښه بېلګه د روم امپراتوري وه چې نن دغه هېواد د اروپا په کمزورو هېوادونو کې شمېرل کېږي د دې توان نه لري چې خپل پورونه تادیه کړي.gharb

ځواک او د نړۍ مدیریت د تل لپاره د نړۍ له زورورو خلکو او هېوادونو سره وي. اسیا هم خپل دغه وار په نړۍ باندې تېر کړی. په دې موده کې غرب او اروپایي هیودونو ډېر وحشي او وروسته پاتې حالت کې وو.

اروپایي تاریخ پوهان دې دورې ته د تاریخ تيارې شپې وایي؛ ځکه پر دوی شپه وه له علم او ټکنالوژۍ سره نا اشنا ول؛ خو دغه ځواک او د نړۍ مدیریت بیا د تل لپاره له اسیا سره هم پاتې نشول. د دې ساتل نه ستړي کېدونکي کار ته اړتیا لرله چې دا بیا وروستیو نسلونو ونشوای کولای، تر دې چې پر دوی د تاریخ تيارې شپې راغلې او د تمدن دغه روڼ لمر په لویدځ باندې وځلید.

تاریخ دا هم نالیکلي نه پرېږدي چې زورورو قومونو د خپلې واکمنۍ په موده کې نړۍ ته څه ورکړل او د نړۍ له کمزورو سره یې څنګه چلند کاوه.

په دې اړه ډېرو فیلسوفانو او د نورو علومو پوهانو بحث کړی او چې اسیا به کله خپل هغه پخوانی عظمت او د نړۍ مدیرت لاسته راوړي او لويديځ به کله ترې محرومېږي، د دې پوهانو له ډلې څخه یو هم هانس روزلنګ دی چې دا وړاندوینه یې ټېډ کنفرانس کې کړې.

د هغه د نظريې لنډيز دا دی:
۲۴ کلن وم، د «جان سن کالج بنګالو» کې مې طب لوست، هلته زه د یوې میاشتې لپاره مېلمه محصل وم. دا زما په ژوند کې لومړی وار و چې زما ژوندلید یې بدل کړ. دا د کورس مفاهیم نه و چې زما لیدلوری یې بدل کړ، که څه هم کورس په خپل ځای مفید و، مګر دا لومړی سهار و چې زه په دې پوه شوم چې هندوستاني محصلین زما نه ډېر پوه دي.

ما له خپلې ځوانۍ څخه د احصائيې له علومو سره شوق درلود او فکر مې کاوه چې ډېر پوه یم، ملګرو کې مې ځان اوچت باله خو کله چې مې هندوستاني محصلین له نږدی ولیدل، نو پوه شوم چې زه تر ټولو ناپوه محصل یم. حقیقت دا و چې هندوستاني محصلینو به ډېر کار کاوه، یو کتاب به یې څو څو واري لوسته، موږ به یو کتاب یو وارې ولوست، نور به مو لرې کړ. دا لومړی وار و چې زما فکري لیدلوری تغیير شو او په دې پوه شوم چې غرب به نور د لږې مودې لپاره په نړۍ حاکم وي. موږ یوازې دا اورېدلي چې موږ ډېر پوه خلک یو خو چې کله ما دوی له نږدې ولیدل نو پوه شوم چې زه په خطا وم، دلته ډېری خلک داسې فکر کوي چې موږ ډېر پوه یو.

زه کوښښ کوم چې تاسو ته دا وړاندوینه وکړم چې اسیا به کله بیا خپل پخوانی عظمت ته رسېږي او لویدیځ به شاته کړي، لکه څنګه چې کلونه پخوا دوی ول. زه تاسو ته د چین او هند د خلکو سړي سر په اساس دغه وړاندوینه کوم چې کله به موږ ته رارسېږي. زه په ټوله کې د اقتصاد خبره نه کوم، دا هند ته ډېره اسانه ده چې خپل اقتصاد له برتانیې سره برابر کړي، خو ماته د سړي سر عاید ډېر مهم دی.

زه خپل تحقیق له ۱۸۵۸م کاله پیلوم. په دې کال کې غرب په ټیکنالوجۍ کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې. دا لومړی وار و چې د برتانیې ملکه ویکټوریا د امریکا له ولسمشر پوکامن سره د ټیلګراف له لارې خبرې وکړې چې د اتلانتیک د سمندر له لارې یې سیم غځولی و.

د دواړو مشرانو وروستۍ خبره دا وه «…دغه نوې ټیکنالوجي کولای شي چې دین، تمدن او ازادي ټولې نړۍ ته ورسوي» نه پوهېږم چې دوی څه شی ازادي ګڼله او د چا لپاره یې ازادي غوښته.

ما دغه تحقیق له ۱۸۵۸م نه ځکه پیل کړ چې دغه کال د اسیا لپاره تر ټولو بد کال وو. هره څنډه یې له نويو ستونزو سره مخ وه، په دغه کال کې هندوستانیانو د برتانوي استعمار په مقابل کې پاڅون وکړ چې د برتانوي ځواکونو له لورې له ماتې سره مخ شول او دغه استعمار د ۸۹ کلونو لپاره نور هم وغځید او په همدې کال کې چین د برتانوي پوځونو له خوا د اپيمو له جګړي سره مخ شول.

بهرنیانو غوښتل چې دوی د اپيمو کاروبار په ازاده ډول سره چین کې وکړي، په همدی کال کې چاپان دېته مجبور شو چې له امریکایانو سره د دوی په ګټه د سوداګرۍ سند لاسلیک کړي خو جاپانیانو خپله ازادي له لاسه ورنکړه.

1

په ۱۸۵۸م کال چې د اسیا لپاره تر ټولو ځوړ او لویدیځې نړۍ ته تر ټولو لوړ کال دی. په پورتني چارټ کې د هند سړي سر تقریباً ۴۳۰ ډالر او عمر اوسط تقریبا ۲۵ کاله دی.

په همدې ډول د چین سړي سر ۴۸۰ ډالر او عمر اوسط یې ۲۸ کالو ته رسېږي. له دې سره جاپان همدا ډول سړي سر تقریبا ۵۰۰ ډالر او عمر اوسط یې ۳۰ کاله دی. دا د نولسمې یېړۍ په پنځوسمو کلونو کې د یو اسیایي انسان حالت و.

په همدی کلونو کې غربي نړۍ کې یو انسان تر شرقي نړۍ ډېر ارام او هوسا ژوند لاره، په امریکا کې د سړي سر تقریبا ۳۵۰۰ ډالره دي او د عمر اوسط یې تر څلوېښتو رسېږي. د یو بریتانیایي انسان عمر تر څلوېښتو اوړي او او سړي سر یې ۴۰۰۰۰ ډالرو ته رسېږي.

د شلمې پېړۍ له پیل سره اسیایي هېوادونه سره له دې چې له استعمار سره لاس او ګرېوان دي، بیا هم د خپل د ژوند په سطحه کې د تغیير لپاره کوښښ کوي. تر دې چې دوی د نولسمې پېړۍ په نسبت د دوی په ژوند کې څه غوره والی راځي.

د شلمې پېړۍ له پیل سره په اروپا کې لومړۍ نړيواله جګړه پیلېږي، چې بریتانیا ته په کې ډېر انساني او مالی زیانونه اوړي د دوی د ژوند ارامي له منځه ځي او له یو څه ستونزو سره مخ کېږي.

2

په ۱۹۴۹م کال کې چې د غربي استعمارګرو په اسیا باندې وروستی کال حسابېږي او په همدې کال باندې چین هم خپله خپلواکي لاسته راوړه. له دې کال وروسته اسیایي هېوادونو صنعت ته مخه کړه، په دې کال کې د غربي هېوادونو سړي سر تقریبا د ۳۰۰۰ډالر به شا او خوا کې او عمر اوسط یې له شپېتو پورته دی. په همدې کال کې د یوه اسیایي انسان سړي سر تقریبا د ۵۰۰ ډالرو په شا او خوا کې او عمر اوسط یې څلوېښتو کلونو ته رسېږي.

له دې کال وروسته چین او هند هېوادونو په تعلیمي، صحي او صنعتي پروژو باندې پانګونه پیل کړه، په دې حساس پړاو کې چین د ماوزيډونګ تر مشرۍ لاندې ‌نه ستړي کېدونکي کوښښونه پیل کړل، تر دې چې د ۱۹۷۸م کال پورې دوی خپل اقتصادي سیستم له نړۍ سره تړلی و.

کله چې خپل ځان د صنعت له مخی نورو سره رقابت لپاره تیار کړ، خپل اقتصاد یې بېرته له نړۍ سره وتاړه او له همدې وروسته دوی د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه صنعتي کمپنیو ته اجازه ورکړه چې چین کې پانګونه وکړي؛ له دې کال وروسته په اتیایمو کلونو کې د چین او هند عمري اوسطونه له غربي نړۍ سره نږدې شول. په دې معنا چې د چین او هند د خلکو عمري اوسط هم له شپېتو واوښت.

له اتیایمو کلونو وروسته دغو اسیایي هېوادونو سړي سر هم مخ پر زیاتېدو شو تر دې چې د یوویشتمې پېړۍ د لومړۍ لسيزې په اووم کال ۲۰۰۷(م) کې د شانګهای د خلکو د ژوند سطحه د امریکا له خلکو څخه لوړه شوه. له دې سره د چین او هند هېوادونو اقتصادي وده هم ډېره لوړه وه.

3

د یوویشتمې پېړۍ په دویمه لسېزه، ۲۰۱۴م کال کې د چین او هند اقتصادي وده ډېره لوړه وه، تر دې چې د چاپان سړي سر او عمر اوسط د بریتانيې او امریکا له خلکو سره یو شو، دا تر دې دمه د اسیا او امریکا تر منځ رقابت و چې موږ د شته ډیټا له لارې تقریبا دا په دقیقه توګه حسابولای شو؛ خو دا ډېره ستونزمنه ده چې راتلونکی دقیق تخمین کړو حتی دا تاریخ‌پوهانو ته هم ستونزمنه ده چې د تیر په اړه دقیق نظر څرګند کړي، راتلونکی خو پرېږده.

سره له دې چې اسیا ډېر چټک پرمختګ کوي، خو ماته درې ستر چلېنجونه داسې ښکاري چې اسیا به پرېنږدي چې په عادي شکل پرمختګ وکړي:
1. د عاید غیر عادلانه وېش: په اسیایي هیوادونو کې د عاید غیر عادلانه ویش تر ټولو ستر کړکیچ دی چې دوی ورسر مخ دي او د دوی خواره طبقه به کله هم د ابد لپاره دا تحمل نه کړي.
2. د اقلیم تودوخه: هند او چین باید د نړۍ د تودوخې د مخنیوی لپاره ګام اوچت کړي چې دا د دوی د ودې او پرمختګ مخه نیسي.
3. جګړه: د ځواک انتقال له لویدیځ نه اسیا ته وروسته له دوه پیړیو: ایا غرب به دا وزغمي چې د نړۍ اداره دې د دوی له ولکې څخه ووځي او اسیایان یې نور د نړۍ مشري په خپل لاس کې واخلي؛ نوري پوښتنی هم رامنځته کېږي. لکه ایا اسیایان به د دې جوګه وی چې د نړۍ مشري وکړي؟ داسې نه چې نړۍ یو وار بیا جګړې ته مخه کړې چې جګړه بیا انسانان د تل لپاره په شاتمبوي.

4

بیا هم زه د تېر په نسبت غواړم چې راتلونکی تخمین کړم، که چېرې د چین، هند او چاپان له لویدیځ سره په دغه اټکل باندې اقتصادي وده پر مخ ولاړه شي، نو لرې نه ده چې د ۲۰۴۸م کال د جولای په ۲۷م به له لویدیځ څخه اسیا ته د ځواک د انتقال لمانځل کېږي او دغه ورځ زما د زوکړې سلمه کالیزه ده. په دې هيله چې په دې ورځ یو وار بیا خپله وینا د ټیډ له لارې تاسو ته واوروم.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*