وروستي

که ايمان مو غښتلی شو…

ليکنه: استاذ محمد نعیم جلیلي

ايمان يوه داسې مبارکه او ګټوره ونه ده چې هر څومره قوي شي، ريښې يې ژورې لاړې شي، څانګې يې خورې شي، او بالآخره سمه پالنه يې وشي، هرومرو خوندوره ميوه ورکوي او زياته مثمره او ګټوره ګرځي، الله متعال همدې مطلب ته په دې آيت کې اشاره کړې ده، فرمايي: ﴿ أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاءِ (24) تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا ﴾ [إبراهيم /24-25]

ته نه ګورې چې الله متعال څرنګه د پاکې کلمې مثال بيانوي لکه د پاکې ونې چې جرړې يې په ځمکه کې ژورې او ثابتې وي او څانګې يې آسمان ته پورته کېږي، د الله تعالي په امر هر دم خپله ميوه ورکوي.

ښکلی مثال او ښايسته تعبير دی، په ريښتيا چې کله رسول الله صلی الله عليه jaliliوسلم د صحابوو په زړه کې ايمان زرغون کړ، هغوی انسانيت ته د خير او نېکمرغۍ هغه سوغات وړاندې کړ، چې لا تراوسه او د قيامت تر ورځې به يې وړانګې ځليږي.

عبدالله بن عمر رضی الله عنهما د صحابوو په اړه فرمايي: (که څوک غواړي چې اقتداء وکړي، د هغه چا پسې دې اقتداء وکړي چې مړه دي، دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه دي، ددې امت غوره خلک وو، زړونه يې ډېر پاک، علم يې ژور او بې تکلفه خلک وو، الله تعالی د خپل رسول د صحبت او د هغه د دين د رسولو لپاره غوره کړي وو، د هغوی د اخلاقو سره ځان برابر کړئ ، لاره يې ونيسئ، قسم پر الله چې همدوی په نيغه لاره وو.)

له همدې کبله امام ابوالحسن ندوی د (حياة الصحابة) په مقدمه کې ليکي:
د پيغمبر سيرت او د صحابوو تاريخ او سيرت د ايماني قوت او ديني عاطفې او احساس تر ټولو قوي مصادر بلل کېږي، دا هغه سرچينې دي چې لا تراوسه ترې امت خپله د ايمان شعله او رڼا راخلي، او د زړونو نغري پرې بلوي، هغه ايمان چې د مادي سيليو او بادونو په نتيجه کې ډېر ژر مري، او کله چې مړ شي نو امت خپل قوت، اغېز او ځانګړتيا له لاسه ورکوي او هسې مړ کالبد ترې جوړ شي)

هغوی چې کله ايمان راووړ او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په لاس يې بيعت وکړ، نو خپل هر څه يې هغه ته وسپارل، سختۍ يې وګاللې او خپلې ټولې شتمنۍ يې الله تعالی ته نذرانه کړل، همدا د ايمان عملي نتيجه او ثمره وه. دا او دېته ورته نورې ډېرې ګټې دي چې په لنډو ټکو کې يې ستاسې مخې ته ږدو، که خدای وکړي چې ايماني احساس ژوندی کړي.

لومړي: قوي ايمان انسان د خير په کار کې وړاندې والي ته هڅوي:
څومره چې ايمان غښتلی کېږي، هومره ورسره د انسان په زړه کې د خير جذبه پيدا کېږي ، بيا هغه انسان کرار نه کيني او چېرته چې د ښېګڼې کار ګوري، تر ټولو مخکې وردانګي، او د سيالۍ ډګر يې بيا همدا وي.

الله تعالی فرمايي:﴿ إِنَّ الَّذِينَ هُمْ مِنْ خَشْيَةِ رَبِّهِمْ مُشْفِقُونَ (57) وَالَّذِينَ هُمْ بِآَيَاتِ رَبِّهِمْ يُؤْمِنُونَ (58) وَالَّذِينَ هُمْ بِرَبِّهِمْ لَا يُشْرِكُونَ (59) وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آَتَوْا وَقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَى رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ (60) أُولَئِكَ يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَهُمْ لَهَا سَابِقُونَ ﴾ [المؤمنون/57-61] .

بېشکه هغه څوک چې له الله تعالی څخه وېرېږي، او هغه څوک چې د الله په آيتونو ايمان راوړي، او هغه څوک چې د خپل رب سره څوک نه شريکوي، او هغه څوک چې کله هم خپل عمل سرته رسوي له الله تعالی څخه يې زړونه په وېره کې وي چې دوی خپل رب ته ورګرځيدونکي دي، همدوې د خير په کارونو کې په بيړه ځغلي او هغوی ورته وړاندې کيدونکي دي.

کله چې ابوبکر صديق رضی الله عنه ايمان راووړ، سمدلاسه لاس په کار شو، د رسول الله صلی الله عليه وسلم له مجلس څخه له وتلو وروسته شپږو تنو سترو شخصيتونو ته ورغی او د ايمان دعوت يې ورکړ، هغوی ټولو د ده دعوت ومانه بيا يې هغوی لاس نيولي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راوستل، هغه شپږ واړه د عشره مبشـره له جملې ځنې شول. دا د ايمان سکروټه وه چې د ابوبکر په زړه کې بله شوه، او سمدلاسه يې هغه په حرکت راووست.

د عبدالرحمن بن عوف کيسه مشهوره ده چې د تجارت قافله يې مدينې ته راننوته، حضـرت عايشې يې په اړه وويل چې الله تعالی دې په عبدالرحمن رحم وکړي،ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي چې په خاپوړو به جنت ته ننوزي، کله چې عبدالرحمن خبر شو، ام المومنين ته راغی د سبب پوښتنه يې وکړه چې پوه شو ، سبب يې شتمني ده، سمدلاسه يې ټوله قافله د الله په لار کې صدقه کړه، بلې خوا ته د هغه صحابې کيسه مشهوره ده چې د ايمان راوړلوسره يې سم د جګړې ميدان ته ورودانګل او بيا شهيد شو.

الله متعال په سورت توبه کې د هغو صحابوو کيسه هم بيانوي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د جهاد لپاره سورلۍ غواړي، هغه مبارک سره سورلۍ نه وې نو هغوی په داسې حال کې پاتې شول چې له سترګو يې اوښکې څڅيدې، دوی ته ايمان دا اجازه نه ورکوله چې له جهاد څخه د پاتې کيدو لپاره بهانې ولټوي، بل پلو ته هغه کيسه هم ډېره جالبه ده چې فقير صحابه پيغمبر عليه السلام ته راغلل ورته يې وفرمايل: ای د الله رسوله! شتمنو له مونږ څخه زيات اجرونه وګټل ،ځکه چې هغوی هم زمونږ په شان عبادت کوي او لدې برسيره ورسره مال دی او صدقې کوي او مونږ سره نشته.

رسول الله صلی الله عليه ورته فرمايي چې زه به يوداسې عمل دروښيم چې تاسې ترې مخکې شې بيايې ورته د هر لمانځه پسې دري ديرش ځله د سبحان الله، الحمدلله او الله اکبر توصيه وکړه، څه موده تېره نه وه چې فقيران بيا راغلل او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې خپل عرض وړاندې کړ چې اوس خو شتمن هم له دې اذکارو خبر شوي اوس به څه کوو؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل : چې دا نو د الله فضل دی، د دې چاره نشته. دا د ايمان نتيجه وه چې يو له بله به د ثوابونو په ګټلو کې مخکې کيدل او سيالي به يې کوله.

اسلامي تاريخ هم د دې ګواه دی چې کله هم ايمان د چا زړه ته کيوتلی دی، بيا هغه شخص کاملا بدل شوی دی ، بيا ورته کرار کښيناستلو خوند نه دی ورکړی . ايمان چې ژوندی شي، بيا انسان د خير د کارونو پسې ځغلوي، ځکه په دې باور لري چې د آخرت نجات او درجات دواړه د خير د کارونو پورې تړلي دي.

دوهم: د ګناهونو په وړاندې د انسان په داخل کې دفاعي قوت غښتلی کوي.
څومره چې ايمان قوي شي، هومره د انسان حساسيت د ګناه سره زياتيږي، آن تر دې چې بيا انسان له مشتبهاتو څخه هم ځان ساتي. لدې کبله که څوک په مشتبهاتو زړور ورځي او ياګناهونو ته زيات پسخيږي، هغه په حقيقت کې د ايمان په کمزورۍ اخته دی.

عبدالله بن مسعود رضي الله عنه فرمايي: (إن المؤمن يرى ذنوبه كأنه قاعد تحت جبل يخاف أن يقع عليه، وإن الفاجر يرى ذنوبه كذباب مَرَّ على أنفه، فقال به هكذا)

مؤمن انسان خپل ګناهونه داسې ګوري لکه د غره لاندې چې ناست وي او هره شېبه په دې وېره کې وي چې هغه پرې راپري نه وزي، او فاجر بيا خپل ګناهونه داسې ګوري لکه مچ يې چې په پزه ناست وي او هسې په لاس يې له مخې لرې کړي.

ابوبکر صديق رضي الله وږی ؤ، يو غلام ورته خواړه ورکړل، هغه يې وخوړل بيا ورته غلام وويل چې ته خبر يې چې دا خواړه ما له کومه کړي و؟ دا ما په جاهليت کې د چا لپاره کهانت کړی ؤ، دا د هغې اجوره وه، ابوبکر صديق سمدلاسه خولې ته لاس کړ او هر څه يې بېرته راوګرځول.

د مدائن په غزوه کې يو مخ پټي انسان ډېر مال راووړ او په غنيمتونو يې کيښود چې مخکې ترې څوک خبر نه و، ټول لښکر حيران شو، چا ترې پوښتنه وکړه چې آيا بل څه ورسره شته؟ هغه ورته وفرمايل : که الله تعالی نه وای ما به دا هم درته نه وی راوړي، خو د الله وېره ده چې زه يې دېته اړويستم، خلکو ډېره هڅه وکړه چې د ده نوم وپېژني خو هغه په سخته انکار وکړ او ويې ويل چې دا کار ما د دې لپاره نه دی کړی چې تاسې مې وستايې بلکې زه د الله تعالی حمد بيانوم چې ماته يې داسې ايمان راکړی دی.

دا څو لنډې بېلګې وې چې څرنګه ايمان د انسان په داخل کې يو داسې احساس راژوندی کوي چې بيا هېڅ ډول امنيتي کمرو، پوليسو، او تفتيشونو ته په کې اړتيا نه وي، هر انسان له داخل نه ځان مجبور ګڼي چې د ايمان د مقتضا سره سم وچليږي.

درېيم : له دنيا سره بې رغبتي پيدا کوي:
د غښتلي ايمان بله ګټه دا ده چې انسان له دنيا سره بې رغبته شي، علاقه يې ورسره کمه شي او په دې سره يې د استعدادونو، وختونو او شتمنيو زياته برخه د آخرت په کار لګيږي، د دنيا مينه د ايمان سره يوځای په زړه کې نه ځاييږي، چېرته چې په الله متعال ايمان وي، د هغه په رزق ورکولو باور موجود وي، پرهغه د توکل مفهوم ژوندی وي، هلته بيا د دنيا پسې ځغليدل نه ښايي، دنيا ته يوازې د مؤقت ضرورت په سترګه ګوري او لکه د مسافر او لاروي چلند ورسره کوي.

زړه ورپورې نه تړي، او نه ورته شپې او ورځې يوې کوي. الله متعال فرمايي: (وَابْتَغِ فِيمَا آَتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآَخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا)

څه چې الله تعالی درکړي، په هغې کې د آخرت د جوړيدو هڅه کوه،خو د دنيا برخه هم مه هېروه.
ابوالدرداء رضي الله عنه ته يوه ورځ ميلمانه راغلل، ډېر ساړه وو، هغه ورته ګرم خوراک واستوه، خو د اغوستو لپاره يې څه ورنکړل، ميلمانه تر يو وخته منتظر پاتې شول، خو بالآخره يو تن يې راغی چې له هغه څخه بسترې وغواړي،ګوري چې ابوالدرداء په خپله په يو نري څادر کې ويده دی، پوښتنه يې ترې وکړه ، داسې ښکارې چې بسترې نه لرې، هغه ورته وفرمايل: زما کور بل ځای کې دي (د آخرت کور) څه چې مومم هلته يې استوم، که په دې کور کې راسره څه پاتې وی نو هرومرو به مې دراستولی وی، او بله ستونزه دا ده چې زما هغه کور ته د تګ په لاره کې سختې غونډې او غرونه دي، که بار مې دروندشي بيا هلته ورتلی نشم.

يوه ورځ حضـرت عمر رضي الله عنه ته د حمص خلک راغلل، حضــرت عمر ورته وفرمايل چې تاسې راته د خپلو فقيرانو او نيستمنو نومونه وليکئ، هغوی په کې د سعيد بن عامر رضي الله نوم هم وليکه، چې د حمص والي ؤ.

حضرت عمر ترې وپوښتل چې هغه هم په مسکينانو کې دی؟ هغوی ځواب ورکړ، چې هو، هغه له مونږ ټولو څخه ډېر مسکين دی، مياشتې تېرې شي چې د هغه په کور کې اور نه بليږي، حضرت عمر په ژړا شو، ږيره يې له اوښکو لمده شوه ، بيا يې ورته زر ديناره واستول چې خپل حوايج پرې پوره کړي.

کله چې دغو خلکو حضـرت سعيد بن عامر ته د دينارونو هميانۍ ورکړه، هغه چې وليده ويې ويل : انا لله و انا اليه راجعون، بي بي يې وارخطاء شوه،پوښتنه يې وکړه چې څه چل شوی؟

آيا اميرالمؤمنين وفات شوی، سعيد ځواب ورکړ، نه له هغې څخه هم ستر مصيبت دی، پوښتنه يې ترې وکړه: چې دا څه کيدی شي، هغه ورته په ځواب کې وفرمايل: کور ته مې دنيا راغلې ده چې آخرت مې خراب کړي، بيا يې هغه ټولې پيسې په فقيرانو وويشلې .

کله چې د صحابوو په زړه کې ايمان کښيناست نو بيا يې له زړونو څخه د دنيامينې او محبت دغه ډول کډه وکړه، هغوی بيا له دنيا سره داسې تعامل کاوه ، چې ګوندې همدا اوس منتظر دي او د آخرت استازې ورته ساعت ګړې رارسېږي او دوې ترې روان دي.

نن سبا چې د دنيا سره مينه زياته شوې او د آخرت څخه يې خلک غافله کړي دي، ګورو چې ايماني ارزښتونه ورځ تربله مري، قدوه انسان په دوربين نه ښکاري، هر څوک تر خپله وسه د دنيا پسې ځغلي، دنيا ترې مخکې ده او په مسلسله توګه يې په رسوايۍ ،ګړنګونو او هلاکتونو ورغورځوي .

له همدې کبله رسول الله صلی الله عليه وسلم دنيا ملعونه بللې او يوازې هغه څوک يې ترې مستثنا کړی چې الله ورياد وي، ځکه چاته چې الله ياد وي او ايمان يې په زړه کې تازه وي، هغه بيا د دنيا پسې نه ځغلي، په بل حديث کې الله تعالی فرمايي: چاچې خپل ټول هم او غم دنيا وګرځوله نو الله تعالی به يې چارې ګډې وډې کړي او دی به سرګردانه او لالهانده شي، خو که چا خپله مخه آخرت ته کړه او ټول هم او غم يې آخرت ؤ، دنيا به ورته ذليله په خپله راشي، دنيا داسې يو څه دي چې که تا ترې مخ واړوه ، هغه درته ذليله کېږي او که تا ورته مخه کړه ، تا ذليله کوي.

څلورم: انسان د الهي نصرت وړ ګرځوي :
څومره چې د انسان ايمان غښتلی کېږي، هومره ورسره الهي نصـرت او مرسته زياتيږي، الله متعال فرمايي: (وَهُوَ يَتَوَلَّى الصَّالِحِينَ) الله تعالی د صالحانو سره دوستي کوي او چارې يې سمبالوي.

په بل ځای کې الله تعالی د ټولو مومنانو سره د خپلې دوستۍ او ولايت اعلان کوي، په يو قدسي حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «ولا يزال عبدي يتقرب إليّ بالنوافل حتى أحبه ، فإذا أحببته كنت سمعه الذي يسمع به، وبصره الذي يبصر به، ويده التي يبطش بها، ورجله التي يمشي بها، ولئن سألني لأعطينه، ولئن استعاذني لأعيذنه» ماته يو بنده د نوافلو له لارې نږدې کېږي تر دې چې زه ورسره مينه وکړم،کله چې زه ورسره مينه وکړم بيا يې زه غوږ شم چې اوريدل کوي او سترګې شم چې ليدل کوي او لاس شم چې رانيول کوي، او پښه شم چې پرې ځي، که زما نه څه وغواړي زه يې ارومرو ورکوم او که له ما څخه پنا وغواړي زه به ارومرو پناه ورکړم.

په يو بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: « إن الله ليحمي عبده المؤمن من الدنيا وهو يُحبه ، كما تحمون مريضكم الطعام والشراب تخافون عليه » الله تعالی خپل مؤمن بنده چې محبت ورسره لري، له دنيا څخه داسې پرهيز کوي لکه تاسې چې خپل مريض له خوراک او څښاک څخه پرهيز کوئ ځکه چې تاسې پرې وېرېږئ.

الله متعال د مؤمنانو سره د هغوی د ايمان په تناسب مرستې کړي دي، کله چې بشپړ اعتماد يې په الله و د بدر په ميدان کې يې په فتحه ونازول، خو کله چې د حنين په غزوه کې د ځينو له خولې دا خبره ووتله چې (لن نغلب اليوم من قله) نن به د لښکر د کموالي له کبله مغلوب نشو، نو الله تعالې ترې د لږې مودې لپاره خپل نصرت واخيست نو له ماتې سره مخ شول، د مدائن په جګړه کې الله متعال د سعد بن ابی وقاص رضي الله لپاره د نهر شير سيند داسې مسخر کړل چې مسلمان لښکر د آسونو سره د اوبو په سر پرته له کښتيو هاخوا پورې ووت.

حضرت عمر د نيل سيند ته ليک واستوه چې که دالله په امر بهيږي نو پرته له قربانۍ روان شه. دا ټولې د غښتلي ايمان بيلګې دي چې صحابوو پرې سيندونه او حيوانات مسخر کړي وو.

پنځم: په انسان کې پټ استعدادونه رابرسيره کوي.
کله چې ايمان قوي شي نو د انسان په داخل کې ستر انقلاب او بدلون راولي، هلته بيا انسان د هرې ستونزې منلو ته چمتو شي، هر کار ته اوږه ورکوي او چېرته چې د الله تعالی رضا وي د هغې په وړاندې ورته هېڅ شی خنډ نـشي ګرځيدی آن که دده له وسه هم بهر وي.

يوه ورځ په مکه مکرمه کې يوشمېر صحابه راټول شول او ويې ويل چې قريشو دا قرآن په ډاګه نه دی اوريدلی، څوک به ورته قرآن واوري، عبدالله بن مسعود رضي الله پورته شو چې زه به دا کار وکړم.

هغو ورته وويل: چې ګوره دا کار به يو قوي شخص چې شاته قوي کورنۍ هم ولري وکړي، ته يې مه کوه، هغه ونه منله، کعبې خوا ته لاړ، هلته يې د قريشو د سردارانو په مخ کې سورت رحمن ولوست، هغوی پرې راټول شول او دومره يې وواهه چې بيهوشه شو او وينې يې په سر او اندامونو روانې شوې، صحابوو ورته وويل چې مونږ له همدې ورځې پر تا ويريدو، هغه ورته وويل چې قسم په الله چې اوس د الله دښمنان مې په سترګو کې نور هم سپک شول او که غواړئ سبا به بيا ولاړ شم.

عمرو بن الجموح رضي الله عنه درې زامن جهاد ته روان وو، ده هم غوښتل چې جهاد ته ولاړ شي، هغوی منع کړ، چې ته سپين ږيری او په پښه ګوډ يې، هغه خفه شو او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ولاړ شکايت يې وکړ چې زامن مې ما له خيرڅخه منع کوي.

رسول الله يې زامنو ته وويل: پريږدې چې ولاړ شي کيدای شي الله تعالی ورته شهادت نصيب کړي، له کور څخه يې اجازه وغوښته، الله تعالی ته يې سوال وکړ چې ربه شهادت راپه برخه کړې او کور ته مې نامراده مه راګرځوه، د خپلو درې واړه زامنو په منځ کې د جهاد ميدان ته ولاړ، کله چې جګړه توده شوه د رسول الله له خوا نه ځينې صحابه شاته شول، عمرو بن الجموح د خپل زوی خلاد سره يو ځای په يوه پښه په ميدان کې ټينګ شو، تر څو چې دواړو ته الله شهادت ورپه برخه کړ.

شپږم: ايمانداري منفي تصور له منځه وړي او د افرادو ترمنځ ستونزې کموي:
کله چې ايمان کمزوری شي هلته بيا دخواهشاتو پيروي شروع کيږي، انانيت او ځان غوښتنه زياتيږي، او هر څوک د ځان لپاره کوښښ کوي، هلته بيا ايثار او سرښندنه له منځه ځي ، هلته بيا هڅه دا وي چې څرنګه هر څه د ځان لپاره کړي او په دې سره د يو جماعت په افرادو کې کشمکش پيل شي.

کله هم چې په يو جماعت کې د افرادو ترمنځ ستونزې وې، بې باورې رامنځ ته شو ، په دې پوه شئ چې هلته ايمان کمزوری شوی دی، په داسې مواردو کې د حل لار د ستونزې په اړه پرېکړې نه دي، بلکې د ايمان غښتلی کول يې اساسي لار ده.

او کله چې په يو جماعت او ټولنه کې ايمان غښتلی شي، هلته بيا شخړې له منځه ځي، هر يو دا هڅه کوي چې له خپل حق نه د بل لپاره تير شي، دا خو لا پريږده چې پردی حق تر پښو لاندې کړي.

د ابوبکر صديق رضي الله عنه په زمانه کې حضـرت عمر قاضي شو، په يو کال کې ورته يوه پيښه هم رانغله، هغه ابوبکر صديق ته استعفاء وړاندې کړه، ابوبکر صديق ورته وويل: چې د قضاء د سختۍ له کبله استعفاء کوې؟

هغه ورته وفرمايل: نه هېڅکله نه، د مؤمن قوم په منځ کې ماته هېڅ اړتيا نشته، ځکه هر چا خپل حق پېژندلی له هغه څخه پورته څه نه غواړي، او خپله دنده او وجيبه يې پېژندلې، په کې تقصير او کوتاهي نه کوي، هريو دخپل ورور لپاره هغه خوښوي چې د ځان لپاره يې خوښوي، کله چې ترې څوک ورک شي پلټنه يې کوي، چې مريض شي پوښتنه يې کوي، که بې وسه شې مرسته ورسره کوي، که ضرورت يې پيښ شي لاس نيوی يې کوي، دين يې نصيحت او خيرخواهي ده، اخلاق يې په معروف امر او له منکر څخه خلک منع کول دي، نو په څه به جګړه وکړي؟

اوم: په ټولنه کې د انسان مثبت اثر زياتوي:
کله چې ايمان قوي شي يو حرارت توليدوي چې ورسره هرومر وخپله شاوخوا ګرموي، او کرار کرار پرې اثر پرې باسي، څومره چې ايمان قوي وي هومره د انسان په وينا کې سوز او اغيز رامنځ ته کيږي، له همدې کبله د اسلامي دعوت کار پرته له ايماني ځواک څخه هسې بې ځايه هلې ځلې دي، شهيد سيد قطب رحمه الله وايي: يوه بسيطه کلمه چې د انسان خپل عمل ورسره مل وي دا هغه مثمره او ګټوره کلمه ده چې نور خلک په حرکت راولي.

په بل ځای کې وايي: هر هغه دعوتګر چې په خپل عمل سره خپله وينا نه تاييدوي، وينا به يې د غوږونو د دروازو تر شا ودريږي، او زړه ته به لار ونه مومي،که هرڅومره بليغ وي او په فصاحت خبري وکړي.

ابوبکر صديق رضي الله عنه چې کله حضـرت عمرو بن العاص د يو لښکر د مشر په توګه وټاکه ورسره روان شو، او وروستی وصيت يې ورته دا و ( ای عمرو! له الله تعالی څخه په ښکاره او پټه وويريږه، له هغه نه حياء وکړه ځکه هغه تا ګوري او ستا عمل هم څاري، د آخرت لپاره کارکوونکی اوسه او هر څه چې کوې د الله تعالی د رضا لپاره يې کوه، څوک چې درسره دي د هغو لپاره دپلار په شان اوسه، د خلکو پټ اسرار مه راسپړه، يوازې د هغو په ښکاره اکتفاء وکړه، کله چې وعظ کوې لنډ يې کوه او ځان اصلاح کړه،رعيت به درته اصلاح شي )

د ابوبکر صديق په دې وينا کې د دعوتګر لپاره ډېر عظيم درس پروت دی، ځکه هغه پوهيده چې د مدعوينو زړونه د الله په لاس کې د ي ، د هغو د زړه دروازې به د دعوتګر د دعوت لپاره الله تعالی پرانيزي، او دغه زړونه هومره په خبرو نه پرانستل کېږي، څومره چې په عملي بېلګې وړاندې کولو پرانستل کيږي.

کله چې ابوبکر صديق دحضرت عمر لپاره د خلافت وصيت وکړ، وروستی وصيت يې ورته دا وو.( تر هر څه وړاندې زه تا له خپل نفس څخه ويروم، او بيا دې له خلکو ويروم، ځکه چې خلک به هلته له تا ويريږي چې ته له الله تعالی څخه وويريږې.

اتم: غښتلی ايمان د سختو پريکړو کولو لاره هواروي:
ډېر ځل انسان په خپلو فردي چارو کې او يا هم حرکتونه په خپلو حرکي قضاياوو کې سختې پريکړې نشـي کولی، هغه پريکړې چې بايد وشي، او له هغې پرته د کار مسير نشـي بدليدی، خو دا د ايماني کمزورۍ له کبله نشـي کيدی، ځکه چې په خپل ايمان او ايماني کړنو باوري نه وي.

د حضـرت عمرو بن العاص زوی د يو قبطي زوی چې دآسونو په ځغاسته کې ترې وړاندې شوی و په څپيړه وواهه،هغه قبطي مدينې ته راغی او د والي د زوي شکايت يې حضـرت عمر ته وکړ، حضـرت عمر د عمرو بن العاص زوی له مصـر نه راوغوښت او قبطي ته يې د قصاص اخيستلو امر وکړ، بيا يې قبطي ته وويل چې اوس يې پلار هم وواهه چې د مصـر والي دی، ځکه چې د ده زوی خو د پلار په سر دغه تيری کړی ؤ، خو قبطي وايي چې زه يې زوی وهلي يم، له هماغه نه مې قصاص واخيست.

يو ځل عبدالله بن عمر څه اوښې واخيستې او څرځای ته يې واستولې چې ښې څربې شوې حـضرت عمر وليدې پوښتنه يې وکړه، دا د چا دي؟

زوی يې وويل : دا زما دي، ما هم د نورو په شان مال اخيستی او غواړم چې ګټه وکړم، حضـرت عمر ورته وويل چې هېڅکله دا ممکنه نه ده کيدی شي چې شپنو به ستا مال ته ډېر اهتمام کړی وي، نو مال دې خرڅ کړه، خپله سرمايه ترې واخله او ګټه بيت المال ته وګرځوه.

دا ډول پريکړې هلته ممکنې ګرځي چې پر الله تعالی باندې ايمان غښتلی وي او هر څه د ايمان په تله تلل کيږي.

دا څو د ايمان او ايماندارې بيلګې وې چې ستاسې مخې ته موکيښودې،ښايي چې په دې سره مو ايمانونه راژوندي شي او د مثبت بدلون لپاره لاس په کار شي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*