وروستي

مونږ ولې کوچنیانو ته په کوچني نظر ګورو؟

زه نه پوهیږم چه ومونږ ولې کوچنیانو ته په کوچني نظر ګورو،یعنی ولې ځانونه لوی ګڼو او دوی کوچني بولو؟ ښایي چه پدې خبره زه ساده غوندې ښکاره شم اوزما دغه خبره دکوچنیانو خبره وي مګر څه وکړم زه په رښتیا تر اوسه ښه نه یم پوه شوی چه لوی څوک دی اوکوچنی څوک دی؟

ځینې کسان چه دلویوالی دعوه کوي اوځانونه لوي ګڼي ماته کوچني او واړه په نظرراځي ښايي چې ددې سبب همدغه وي چې زه پخپله کوچنی یم.

دیوه کوچنی ماشوم زمکه اواسمان هم ډیرلوي نه وي او لمر یا سپوږمۍ ورته یو ټیکلی ښکاره کیږي. ددنیا لکونه اوکروړونه هم childernدماشومانوپه نظرکښی له څو شلونه زیات نه دی اوهرڅه کم په نظر ورځی.

پاته شوه دابله خبره چې کوچنیان زما په نظر کښې خدای ولې لوي کړیدي او زه څله هغه چاته په لویوالي قایل یم چې نورو ته واړه معلومیږي.

داهم بې دلیله نه ده، زه په ماشومانو کښې ځینې داسې لوي خویونه ستر صفتونه وینم چې هغه ستاسو په اصطالح په ډیرو لویانو کښې نشته ، هغه کسان چه لویي لري اوځانونه ورته لوی او زورو رمعلومیږی د خپلې کینې اوبغض په مقابل کښې ډیر کمزوري دي.

که زه اوته هرڅومره لوي شو او قوت ومومو پخپلو غلیمانو رحم نشوکولی.

زورورو باندی قهر او غضب ډیر زورور وي مګر ماشومان دغه راز نه دي هغوي په زړونو کښې که کله عناد اوکینه پیدا شي ډیر ژر يې محوه کولی شي اویوه شیبه وروسته له هغه چاسره مینه کو ي چې یوساعت د مخه یې ورسره منګولې لګولې. داکارلویان نشي کولای،لوي خلق دخپل قهر او غضب په مقابل کښې ډیر واړه او ډیر کمزوري دي.

دا زور او قوت د کوچنیانو په برخه رسیدلی دی چې دحسد اوعناد اور مړ کړي او دا جهنم په ګلزار بدل کاندي. ددنیا لوي لوي غمونه اومصیبتونه چې دلویانو مال ماتوی په کوچنیانو ډیر تسلط نلري اودحوادثو ډیره زوروره سیلۍ ددوی له شونډو خندا اوخوشحالی نشی وړلی.

دوي په همدغه جګړه کښې خپل کاغذي پتنګان په هوا کوي اوخاندي د دوي تصور او تخیل له دوزخ نه فردوس جوړولی شي اومونږ په جنت کښې هم له مارانو او لړمانو نشو خالصیدی.

دوي په ډیر لږ څه ډیر خوشحالیږي یعنې ډیره زیاته خوشحالي په ډیر لږ شي اخستلی شي مګر لویان په ډیر څه هغومره نه خوشحالیږی. پدې سودا دوي له هر چا نه ښه پوهیدلي دي اونور پکښې غولیدلي دي.

د کوچنیانو په زړه کښې چې هر څه وي هغه په خوله هم ویلی شي مګر لویانو ته دغه حق پوره حاصل ندی. داجتماع اداب اوقیود، عرف اوعادت،اصول او قوانین په لویانو حکومت کوي او کوچنیان دعقل له غلامۍ نه هم خالص دي.

داخبره صحیح ده چه انسان اول په جنت کښې و، وروسته بیا دغه نیمګړي جهان ته راغی. دهرماشوم سرګذشت همدغه دی، ماشومان او کوچنیان ټول جنت کښې دي ، دمور غیږ د ماشوم دپاره جنت دی، دمیندو تیونه دشیدو لښتي دي د حیات اوبه همدغه سپینې پۍ دي چې دمیندو له تورو پلوونو لاندې پټې دي.

تر څو چې ماشوم ماشوم دی اوله اندیښنو سره نه دی اشنا د دنیا له غمونو نه داسې بې غمه دی لکه چه پدې دنیا کښې بیخي نه وي او په بل جهان کښې اوسي.

کله چی له دغه معصومیت نه لږ غوندې لري شي او شیطان یې وغولوي نو له جنت نه بهر شی اودنیا ته راشی.

اوس پوه شوې! چې د بلوغ او لویوالي علامه له شیطان سره آشنا کیدل اوغولیدل دي..

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*