وروستي

د سولې کیسه

عبدالباري جهاني

په افغانستان کې د کلونو راهیسې، په تېره بیا د ۲۰۰۵ میلادي کال څخه وروسته، چې پر حکومت باندې د خلکو باور ورځ په ورځ سست سوی، او په مقابل کې د طالبانو قواوې هره ورځ تر بلې غښتلې سوي دي، جنګ روان دی. د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کې د امریکايې قواوو او د هغوی د متحدینو، چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د نومبر په میاشت کې یې پر افغانستان باندې یرغل پیل کړی او د طالبانو نظام یې نسکور کړی ؤ، ډېره زیاته برخه له افغانستان څخه ووتل.

طبیعي خبره ده چې له هېواد څخه د لوېدیځو قواوو له وتلو سره جنګونو زور واخیست او د ۲۰۱۵کال د اکټوبر په میاشت کې یې د لومړي ځل لپاره د کندوز په څېر یو لوی او ستراتیژیک ښار ته سقوط ورکړ او څه باندې یوه هفته یې د ښار د اوو یا اتو ولسوالیو او د کندوز ولایت ته څېرمه نورو زیاتو کلیو او لارو کنټرول واخیست.

له دې څخه تقریبا درې څلور میاشتې مخکې د بدخشان ولایت څخه د طالبانو او داعش د ډلې د قوي کېدلو خبرونه راتلل؛ او د وردوج او یمګان په څېر مهمو او ستراتیژیکو ولسوالیو د څو ځله نیول کېدلو رپوټونه راغلل. طالبانو له دغو ولسوالیو څخه ډېرې زیاتې وسلې او مهمات ترلاسه کړل. ژوندي عسکريې ونیول او په یوه پېښه کې خو یې د اتلسو نیول سویو عسکرو سرونه غوڅ کړل. د ۲۰۱۶ کال په مني کې کندوز یو ځل بیا سقوط وکړ او د ولایت بې دفاع خلک یې یو ځل بیا په وینو او لمبو کې کښېنول.

د ۲۰۱۵ کال د اکټوبر او نومبر په میاشتو کې د کندوز او بدخشان د ولایتونو ترڅنګ د تخار، بغلان او فاریاب د ولایتونو پوځي وضع هم خطرناکه شوه. د ۲۰۱۶ کال په مني کې د تېر کال پېښي، په څو چنده خراب شکل، تکرار شوی. طالبانو څو ځله مهمې ولسوالۍ ونیولې او د جنګونو په نتیجه کې ډېر زیات مالي او ځاني تلفات ورسېدل.

د جمهوررئیس لومړی مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم، د شمالي ولایتونو د کرارولو او سولې د ټینګولو لپاره هغې سیمي ته څو ځلي سفرونه وکړل. دوستم کله د لویو لارو د داړه مارانو په څېر مول وهلی او کله یې عسکري جامې په ځان کې وي، لکه مینده غویی رمباړې وهي؛ او چې هر ځل په سیمه کې تر پوځي عملیاتو وروسته را ستون شي، د ولسوالیو او ولایاتو وضع تر پخوا لس چنده نوره خرابه شي.

د هغه د ګلیم جم ملېشه، چې له مسلکي غلو او قاتلانو څخه جوړه ده، د شمالي ولایتونو کلي او بانډې، په تېره بیا پښتنې سیمې، چې نه له ځانونو څخه د دفاع توان لري او نه په دولت کې غمخور لري، ولوټي، اوسېدونکو ته یې راز راز تکلیفونه ورکړي؛ حتی د خلکو پر ناموسونو باندې د تېریو رپوټونه راځي، او لا دوستم فکر کوي چې حکومت او هېواد یې د خدمتونو پوروړي دي.

د جنوبي او جنوب لوېدیځو ولایتونو وضع، چې له پخوا څخه هم ښه نه وه، تر شمالي او شمال ختیځو ولایتونو هم خرابه شوه. طالبانو څو ځله د لښکرګاه او قلات په څېر مهم ښارونه محاصره کړل او نږدې وو چې د کندوز په څېر سقوط ورکړي. که د دې تباه کوونکو جنګونو په باره کې د خلګو آوازې او تحلیلونه او حتی پېښو ته د ډېرو نږدې کسانو خبرې ومنو نو دا بېګناه، بې دفاع او غریب هېواد، چې هېچا ته یې تاوان نه دی رسولی، د لوېدیځو قدرتونو د یوې پراخې او ظالمانه دسیسې ښکار او قرباني دی.

د جنوبي او جنوب لوېدیځو ولایتونو وضع، چې له پخوا څخه هم ښه نه وه، تر شمالي او شمال ختیځو ولایتونو هم خرابه شوه. طالبانو څو ځله د لښکرګاه او قلات په څېر مهم ښارونه محاصره کړل او نږدې وو چې د کندوز په څېر سقوط ورکړي. که د دې تباه کوونکو جنګونو په باره کې د خلګو آوازې او تحلیلونه او حتی پېښو ته د ډېرو نږدې کسانو خبرې ومنو نو دا بېګناه، بې دفاع او غریب هېواد، چې هېچا ته یې تاوان نه دی رسولی، د لوېدیځو قدرتونو د یوې پراخې او ظالمانه دسیسې ښکار او قرباني دی.په داسي حال کې چې د سولې د ټینګولو لپاره هېڅ مؤثر قوت یا کار نه کوي او یا یې نه شي کولای، د جنګ په جریان کې، کله کله، داسي آوازې او خبرونه اورېدل کېږي چې سړی یې په منلو او نه منلو پوري حیران وي. د زابل ولایت پخواني امنیه قوماندان روغ لېوني څو ځله په عامه وویل چې د ده په ولایت کې د طالبانو او امنیتي قواوو د تودو جنګونو په سیمه کې، په هغو ځایونو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندي دي، هیلي کوپټرونه کښته کېږي او وروسته بېرته والوزي.

هغه وویل چې دا الوتنې ډېرې شکمنې ښکاري او باید چې پوښتنه یې وشي. البته په دې باب هېچا تحقیقات ونه کړل، او یا یې کولای نه شوای، او په عوض کې امنیه قوماندان د خپلې وظیفې څخه لیری کړه شو. د هلمند، ارزګان، زابل، کونړ او نورو پښتني سیمو په باره کې دغه راز آوازې پخوا هم اورېدلي شوې وې خو دا لومړی ځل ؤ چې د حکومت یوه عالي رتبه امنیتي مقام دغه راز ادعا وکړه. له دې څخه ډېر مخکې، پخواني جمهوررئیس حامد کرزي څو ځله وویل چې طالبان په هیلي کوپټرونو کې شمالي سیمو، او بدخشان ته انتقالېږي؛ خو زیاترو خلکو دا خبره د امریکا او کرزي د اختلافاتو محصول وبلله.

د پکتیا ولایت، چې نسبتاً آرام او د جګړو څخه په څنګ ؤ، د ولایتي شورا استازو مجیب الرحمن څمکني، سردار خان ملنګ زي او نورو د روان ۲۰۱۶ کال د نومبر د میاشتې پر اوولسمه په خپلو ټلوېزیوني مرکو کې وویل چې د جاني خېلو، ډنډ پټان، څمکنیو او نورو ولسوالیو امنیتي وضع د څو هفتو راهیسې خرابه ده او د جاني خېلو ولسوالي خو د طالبانو په محاصره کې ده.

مرکزي حکومت نه د اولس او نه د خپلو محاصره شویو پوځیانو پر چیغو غوږ نیسي، بلکې موږ او د اولس نور خلک په سترګو وینو چې طالبانو او وسله والو مخالفینو ته په هیلي کوپټرونو کې وسلې او مهمات وړل کېږي او ورځ تر بلي غښتلي کېږي. سردار خان ملنګ زي وویل چې جمهوررئیس ته یې په خپله دا خبره کړې ده؛ چې جمهوررئیس یې ږغ وانه وري نو دوی به بل چا ته ورشي؟

په اولسي جرګه کې د نورستان د ولایت وکیل مولوي احمدالله موحد د ۲۰۱۵ کال د نومبر پر ۲۶ له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې امنیتي چارواکو هغه مرستې چې د جنګ ځپلو او له خپلو کورونو څخه بې‌ځایه شویو خلکو لپاره لېږلې وې، هغو سیمو ته یووړې او یا یې په لوی لاس پر هغو لارو باندې انتقال کړې چې د طالبانو ترکنټرول لاندې وې. مرستې طبعا د طالبانو لاسته ورغلې او هغوی یې لږترلږه د یوه کال لپاره اکمال کړل. دغه راز پېښې او آوازې سړی د سولې پرجریان او هلو ځلو باندې نور هم بې باوره کوي.

داسي ویل کېږي چې د نورستان د ولایت په سلو کې نوي د طالبانو په لاس کې دي. د وایګل د ولسوالۍ بشپړ کنټرول د طالبانو سره دی؛ هلته یې له ډېره وخته راهیسې مرکز جوړ کړی دی او له هغه ځایه نورستان او شاوخوا سیمو ته اوامر صادروي او جنګي او قضايي اجرآت کوي؛ خپلي محکمې لري او تر حکومتي ادارو لس چنده چټک او د خلکو له خوښې سره سم کارونه مخته وړي. د نورستان وکیل مولوي موحد وايي کله چې له امنیتي چارواکو څخه د دې کار د علت پوښتنه وکړو هغوی وايي چې د طالبانو سره یې ځکه زور نه رسېږي چې نه کافي وسلې او مهمات لري او نه د جنګ په وخت کې اکمالات ورته رسېږي.

اوس نو د یوه هېواد په جنګونو کې چې امریکا مستقیمه برخه ولري او له حکومت سره یې د ناټو او ټولې لوېدیځي نړۍ مالي او تخنیکې ملاتړ ملګری وي او هغه خپل عسکر اکمال نه کړای شي، موږ به چاته ورشو؟

په اولسي جرګه کې د نورستان د ولایت وکیل مولوي احمدالله موحد د ۲۰۱۵ کال د نومبر پر ۲۶ له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې امنیتي چارواکو هغه مرستې چې د جنګ ځپلو او له خپلو کورونو څخه بې‌ځایه شویو خلکو لپاره لېږلې وې، هغو سیمو ته یووړې او یا یې په لوی لاس پر هغو لارو باندې انتقال کړې چې د طالبانو ترکنټرول لاندې وې. مرستې طبعا د طالبانو لاسته ورغلې او هغوی یې لږترلږه د یوه کال لپاره اکمال کړل. دغه راز پېښې او آوازې سړی د سولې پرجریان او هلو ځلو باندې نور هم بې باوره کوي.

البته دا هغه خبري دي چې د جنګ له تقریبا ټولو جبهو څخه، په یوه او بل شکل اورېدلي کېږي. خبره دې ځای ته ورسېده چې د اولسي جرګې د رئیس لومړي مرستیال ظاهر قدیر د ۲۰۱۵ کال د نومبر پر پنځه ویشتمه د اولسي جرګې په غونډه کې وویل چې د داعش له ډلو سره د افغانستان دولتي مقامات همکاري کوي او دی په دې باره کې اسناد لري. البته د ده دا ادعاوي هم حکومتي مقاماتو او هم د اولسي جرګې ځینو استازو رد کړې. نه ده، د دومره لويې ادعا د ثبوت لپاره اسناد وښودل او نه چا، په جدي توګه، ورڅخه وغوښتل.

که خبرې په دغه شکل دوام وکړي نو د جنګ په جبهو کې د قواوو انډول، ورځ په ورځ، د طالبانو یا د حکومت د دښمنو او مخالفو قواوو په ګټه تغییر کوي. دغه راز تبصرې او رپوټونه، څرګند اداري فساد، چې په نړۍ کې دویم او درېیم مقام لري، او د حکومت د مشرانو ترمنځ سخت اختلافات د سولې د ټینګولو لپاره بې اراده ګي، د عسکرو، امنیتي قواوو او، په عمومي صورت، ټول اولس روحیات ورځ په ورځ کمزوري کوي.

هغه کسان چې له افغانستان څخه د وتلو توان لري، یا وتلي او یا د وتلو په حال کې دي. ماته د داخله وزارت یوه عالي رتبه مأمور په یوه مېلمستیا کې وویل چی هره ورځ، په اوسط ډول، اووه زره پاسپورټونه اخیستل کېږي. په دې کسانو کې، چې په قانوني او غیرقانوني توګه له افغانستان څخه د وتلو او اروپا او نورو ځایونو ته د ځانونو د رسولو کوښښونه کوي او اکثریت یې له سختو بدمرغیو سره مخامخ کېږي، په سلو کې پنځه نوي ځوانان دي. افغانستان په نړۍ کې یو له تر ټولو ځوانو هېوادونو څخه دی چې په سلو کې پنځه شپېته کسان یې له څوارلسو څخه تر پنځه ویشتو کالو پوري عمرونه لري. خو له بده مرغه، چې هره ورځ یې په سل ګونو ځوانان بهر ته تښتي، یا د مخدره موادو استعمال ته مخه کوي او یا د بېکارۍ او د تهدیدونو له کبله له افراطي ډلو سره یو ځای کېږي.

د سولې لپاره ناکام کوښښونه او بې هدفه هلې ځلې:
افغاني او بهرنیو قواوو یا ونه شو کړای یا یې ونه غوښتل چې د طالبانو د قوت د پرله پسې زیاتېدلو مخه ونیسي. پخواني جمهوررئیس حامد کرزي د ۲۰۱۰ میلادي کال د سپټمبر پر پنځمه نېټه د سولې کمېډي یا د سولې تراژیکه کمېډي پیل کړه.

د سولې د عالي شورا په نوم یې یوه اویا کسیزه ‌ډله، چې وروسته یې غړي وار په وار زیات شول، جوړه کړه او رهبري یې برهان الدین رباني ته، چې د طالبانو تر ټولو سخت دښمن ؤ، او په هېڅ توګه یې د سولې سره علاقه نه درلوده، وسپارله.

د سولې د شورا د مشرتابه نور غړي هم، چې له پنځو څخه تر پنځه لسو زرو ډالرو پورې تنخواوې ورته وټاکلې شوې، زیاتره د مجاهدینو د بېلو بېلو ډلو مشران او د طالبانو مخالفین، او په وروسته کې هغه باد رېزه طالبان ورباندي زیات شول چې طالبان له دوی پرته له بل هر چا سره خبرو ته تیار ول.

جمهوررئیس حامدکرزي په دې توګه ډېرو کسانو ته ډېر لوړ امتیازات، چې د امریکا له خزانې څخه راتلل، ورکړل او د سولې د دې تراژیکې کمیډۍ په پیل کولو سره یې د سولې او جنګ مسؤولیت ګواکې له غاړې واړاوه؛ او ډېر کسان يې له ځان څخه راضي کړل. د سولې د عالي شورا رئیس یو کال وروسته د طالبانو په هغه ځانمرګي برید کې چې تر اوسه یې سم درک نه دی معلوم ووژل شو او د معمول سره سم یې میراث ځوان زوی صلاح الدین رباني ته ورسېد.

جمهوررئیس حامدکرزي په دې توګه ډېرو کسانو ته ډېر لوړ امتیازات، چې د امریکا له خزانې څخه راتلل، ورکړل او د سولې د دې تراژیکې کمیډۍ په پیل کولو سره یې د سولې او جنګ مسؤولیت ګواکې له غاړې واړاوه؛ او ډېر کسان يې له ځان څخه راضي کړل. د سولې د عالي شورا رئیس یو کال وروسته د طالبانو په هغه ځانمرګي برید کې چې تر اوسه یې سم درک نه دی معلوم ووژل شو او د معمول سره سم یې میراث ځوان زوی صلاح الدین رباني ته ورسېد.

د سولې په اصطلاح عالي شورا، چې نه یې د جنګ د میدان د تودولو او نه یې د جنګ د اور په وژلو او یا د سولې په ټینګولو کې تأثیر ښودلی دی د حکومت او امریکا په پرېمانه او بې حسابو پیسو خپل ژوند ته تر هغه وخته دوام ورکړ چې د عالي شورا رئیس یې د ملي وحدت! په حکومت کې د خارجه وزیر په حیث وټاکل شو. د سولې عالي شورا هم له ده سره ولاړه او د سولې لپاره د بل ناکام کوښښ، یا بهتره ده ووایو، بلې دسیسې لپاره کار پیل شو.

نه پوهېږم چې چا به د ملي امنیت د شورا سلاکار حنیف اتمر ته ویلي ؤ چې جهاني هم په مجلسونو کې درسره شامل کړئ. حنیف اتمر د پنجشنبې په ورځو د غرمې پر مهال په خپل دفتر کې یو مجلس جوړاوه چې په هغه کې به د دفاع وزیر معصوم ستانګزي، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د پارلماني چارو وزیر غلام نبي فراهي، د اداري امورو رئیس سلام رحیمي، د امنیت په چارو کې سلاکار وزیر ډاکتر اکرم خپلواک او سلطان زوی برخه درلوده.

د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر میاشت به وه چې حنیف اتمر د سولې د عالي شورا د بیرته ژوندي کولو او فعالولو خبره رامنځته کړه. له دې طرحي سره، طبیعي ده، هېچا مخالفت ونه کړ او ورپسې لومړۍ خبره د عالي شورا د رئیس وه. حنیف اتمر د دې وظیفې لپاره تر ټولو مستحق او لایق سړی یونس قانوني وباله.

له لږ بحث څخه وروسته یې، له ما پرته، د مجلس توافق تر لاسه کړ. خو په بل مجلس کې معلومه شوه چی یونس قانوني یوازې د عالي شورا د ریاست په جګه تنخوا، چې له نورو امتیازاتو پرته، د میاشتي شل زره ډالره کېږي، قناعت نه لري او ډېر زیات امتیازات غواړي.

د هغه له نومول کېدلو څخه صرف نظر وشو؛ او حنیف اتمر د پیر سید احمد ګیلاني خبره مطرح کړه. ما ورته وویل چې موږ هسې خلک خوشالوو او که رښتیا سوله غواړو. په دغه وخت کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي مجلس ته را ننووت.

حنیف اتمر سمدستي هغه ته وویل چې موږ د سولې د عالي شورا د رئیس د ټاکلو په باب خبرې کولې او اوس حاضر د پیر صاحب نوم طرح دی. هغه وویل چې موږ خلک خوشالوو او که رښتیا سوله غواړو. مجلس په یوه سلا وخندل. کله چې حکیمي د خندا د علت پوښتنه وکړه نو دوی ورته وویل چې جهاني صاحب دغه ګړی همدغه سوال وکړ.

پیر سید احمد ګیلاني ۹۰ کلنۍ ته ورلنډ دی. د دومره زاړه عمر تر څنګ يې د روغتیایی حالت مزه هم نشته او د بل چا په مرسته کښېني او ولاړېږي او د خپلي فطري ګونګۍ ژبي تر څنګ یې، چې د سولې په چارو کې خبرو او منطق ته معمولاً ډېره زیاته اړتیا وي، له طالبانو سره هېڅ وخت ښې اړېکې نه دي درلودلي.

د ده تر څنګ ، د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي دویم مرستیال، کریم خلیلي، چې د طالبانو وینو ته تږی ناست دی او هغوی یې هم له نامه څخه نفرت لري، د مرستیال په توګه ور ته وټاکل شو او د پیر نږدې سلاکاران په همدغه ترتیب، د چټلو سیاسي معاملو د پر مخ بېولو او ټاکلو اشخاصو د خوشالولو لپاره، یو په بل پسې تعین شول. البته زه لکه، د حنیف اتمر، په پېشنهاد چې دې مجلس ته بې دلیله ور شامل کړی شوی وم همداسې د حنیف اتمر له خوا په پټه خوله له لیسته ولوېدلم؛ ځکه چې زما حضور دوی ته هسي سرخوږی جوړاوه نوره کومه ګټه یې نه ورته کوله.

په افغانستان کې د سولې د ټینګولو خبره ډېره ساده هم نه ده. د جنګ او ستنونزو کیسه څه کم څلوېښتو کلونو ته رسېږي او که د پاکستان د صدراعظم ذوالفقار علي بهوټو په وخت کې د هغه هېواد د پوځي استخباراتو د ادارې آی ایس آی سره د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار، د حزب اسلامي د بل مشر مولوي محمد یونس خالص، د جمعیت اسلامي د مشر برهان الدین رباني او د دوی د انډيوالانو د نوکرۍ او مزدورۍ څخه یې را پیل کړو نو کیسه تر څلوېښتو کلونو هم اوړي.

په افغانستان کې د سولې د ټینګولو خبره ډېره ساده هم نه ده. د جنګ او ستنونزو کیسه څه کم څلوېښتو کلونو ته رسېږي او که د پاکستان د صدراعظم ذوالفقار علي بهوټو په وخت کې د هغه هېواد د پوځي استخباراتو د ادارې آی ایس آی سره د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار، د حزب اسلامي د بل مشر مولوي محمد یونس خالص، د جمعیت اسلامي د مشر برهان الدین رباني او د دوی د انډيوالانو د نوکرۍ او مزدورۍ څخه یې را پیل کړو نو کیسه تر څلوېښتو کلونو هم اوړي.

په دې دومره اوږده موده کې د افغانستان د داخلي جنګ مسلې د یوه نه رغېدونکې پرهار شکل اخیستی دی؛ او له پاکستان ، اېران، هند، او چین څخه نیولې، تر شوروي اتحاد، متحده ایالاتو، لوېدیځو قدرتونو او عربي نړۍ پورې هر یوه د خپل زور او توان سره سم د خپلو ګټو د خوندي کولو او خپلو بچیانو د روزلو، ساتلو او لویولو لپاره وړې او لويې ځالګۍ جوړې کړي دي. که د سولي د ټینګولو لپاره هر اقدام کېږي نو په افغانستان کې د داخلي دښمنیو او مخالفتونو، اداري فساد او د سولې د ټینګېدلو په مخ کې د یو عالم خنډونو تر څنګ د دې ټولو لویو او وړو قدرتونو ګټې به په نظر کې نیولي کېږي. البته دا هم په هغه صورت کې چې د سولې د ټینګولو سره خارجیان رښتونې علاقه ولري او په داخل کې له چا سره د افغانستان پر مظلومو خلکو زړه سوی او د سولې د ټینګولو رښتونې اراده موجوده وي.

په افغانستان کې د سولې د ټينګېدلو غم هېڅ وخت له هېا سره نه وو. په لنډه توګه باید ووایو چې په سوله کې هېڅ وخت ناروا پیسې یا نه وي یا ډېري لږي وي. په جنګ کې ډزې روانې وي. ښارونه تباه کېږي، خلک وژل کېږي، په زرهاوو، او کله په میلیونونو، خلک مهاجر کېږي. پر مهاجرینو باندې د ملګرو ملتونو بېلي بېلي مؤسسې خپل تجارتونه کوي او د ښارونو په تباه کېدلو او خلکو په قتلېدلو کې لېوان چاغېږي؛ نوي قراردادونه کېږي، رشوتونه اخیستل کېږي؛ د کوکنارو او بنګو کروندې هره ورځ تر بلي زیاتېږي.

په افغانستان کې دننه د عالي رتبه مقاماتو جېبونو ته پیسې ور روانې وي؛ د امریکا او ناټو جنرالانو ته په میلیونونو او په بهر کې د لوېدیځې نړۍ مافیايي کړیو او پانګه والو ته په سوو میلیونه ډالره ور رسېږي. په داسي حالت کې به سوله څوک ولې غواړي؟ هغه بې وزلي او مظلوم خلک چې د جنګ او جنایتونو له لاسه کړېږي، هغوی د سولې په راوستلو کې اغېزه نه لري. هغه کسان او قدرتونه چې د سولې په راوستلو کې اغېزه لري، هغوی سوله نه غواړي، ځکه چې په سوله کې یې هېڅ ګټه نشته.

د سولې لپاره زما خپلې بې نتیجې هلې ځلې:
د ۱۳۹۵ کال د حمل په میاشت کې مې د اطلاعاتو او کلتور د وزیر په حیث کار پیل کړ او د هماغه کال د ثور د میاشتې د نیمايي په شاوخوا کې یوه ورځ محمد امین باوري ټلفون راته راووړ او کرار یې وویل چې یو طالب غواړي ستا سره خبرې وکړي. ما باوري صاحب ته ته وویل چې ځواب یې کړه، ورته ووایه چې نشته. زما یې د طالبانو سره څه کار.

یوه ورځ وروسته هغه کس بیا ټلفون وکړ او باوري صاحب ورته وویل چې وزیر صاحب نشته. په هماغه ورځ یې درېیم ځل ټلفون وکړ او دا ځل زه مجبور شوم چې په ټلفون کې خبرې ورسره وکړم. خپل ځان یې شېرآغا معرفي کاوه، چې حتما به مستعار نوم ؤ، او ماته یې وویل چې غواړي د سولې په باره کې له حکومت سره وږغېږي. ما ورته وویل چې زه نه د سولې سره کار لرم او نه په دې حساسه موضوع کې د خبرو صلاحیت او واک راسره دی. زه د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر یم. که دوی څه خبرې لري نو باید چې د امنیت له شورا، دفاع له وزارت او داخله وزارت سره یې طرح کړي.

شېراغاجان دوه درې ځلي نور هم ټلفون راته وکړ او بالآخره مي د جمهوررئیس سره عاجل وخت واخیست، او پر موضوع مې خبرې ورسره وکړې. جمهوررئیس دونه خوشاله شو چې ما یې تصور هم نه شو کولای. هغه راته وویل چې د سولې په باره کې مې هر څه له لاسه کېږي هغه به وکړم. ده راته وویل چې ماته یې ځکه د سولې په کوښښونو کې د برخې اخیستلو بلنه نه شوای راکولای چې ویل یې زما صحت به د دونه کار اجازه رانه کړي. ما ورته وویل چې که د سولې په لاره کې د سلو ګامونو څخه د یوه ګام په اخیستلو کې اغېزه ولرم زما دغه افتخار بس دی.

زه د وزارت لپاره نه یم راغلی؛ زه خدمت ته راغلی یم. که فکر کوې چې زه دواړه کاره نه شم کولای نو وزارت راڅخه واخلئ؛ او یوازې مې د سولې د هلو ځلو کارونو ته ور خوشې کړئ. جمهوررئیس په ډېر صمیمیت رخصت کړم او راته وې ویل چې د سولې په لاره کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړم، او دی ضمنا غواړي چې د کندهار څخه ځیني کسان په حکومت کې شامل کړي.

ما په سبا سهار وختي، د کندهار د ولایتي شورا غړي، او زما پخواني اشنا، حاجي آغالالي دستګیري ته ټلفون وکړ او خپل دفتر ته مې، د خبرو لپاره، را وباله. هغه ته مي وویل چې په کندهار کې د طالبانو سره د تماسونو په ټینګولو کې مرسته راسره وکړي. حاجي آغالالي ځیګر راته وټکاوه او اطمینان یې راکړ چې یوازې به مې نه پرېږدي.

ما هر چاته ویل چې د سولې لپاره څوک رښتوني ګامونه نه اخلي؛ ځکه چې په سوله کې د هېچا ګټه نشته. ما دوی ټولو ته ویل چې که د سولې د ټیګولو لپاره رښتونې اراده موجوده وي سوله ممکنه ده. ما دوی ټولو ته ویل چې زه د ځان لپاره هېڅ نه غواړم؛ زما له محبوبیت څخه د وطن او سولې په ګټه استفاده وکړي. ما دوی ټولو ته ویل چې زه تیار یم د هلمند غرونو او د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته ولاړ سم؛ او که په دې لاره کې ووژل سم دا افتخار مې بس دی. ما عمر خوړلی دی نور څه نه غواړم.

څو ورځې وروسته د جانان په نوم یوه بل تن، چې وروسته یې ځان د مولوي عبدالقیوم ذاکر سړی معرفي کړ، تماس راسره ونیو او ویل یې چې غواړي زما سره وګوري. ما امنیت ته خبر ورکړ او هغوی راته وویل چې لومړی خو بهتره ده چې د دوی په دفترونو کې ورسره وګورم او که نه وي نو د سرینا هوټل، چې ډېر ښه امنیتی تدابیر لري، د دغه راز کتنو لپاره ډېر مناسب ځای دی. جانان، د عمومي طالبانو په خلاف، لویه ږیره نه درلوده، توره بګړۍ یې نه وه تړلې.

میانه قده، نسبتاً ډنګر ځوان ؤ، خندانه څېره یې درلوده، او ځان یې د مولوي عبدالقیوم ذاکر د خپلوانو او نږدې باوري کسانو څخه معرفي کاوه. ده وویل چې په خپله د حکومتي مشرانو سره د لیدلو ارزو نه لري او غواړي اولسمشر اشرف غني ته دا پیغام ورسوي چې مولوي قیوم ذاکر د هغه سره مخامخ خبرو کولو ته تیار دی.

ما ایله دوې میاشتي وروسته جمهوررئیس ولیدلای شو. کله چې مې هغه ته د مولوی قیوم ذاکر نوم یاد کړ نو له خوشالیه له خپلې چوکۍ څخه پورته شو او راته یې وویل چې په هره توګه کېږي له هغه سره د ده د ملاقات زمینه برابره کړم ځکه چې زه غواړم سوله راولم او سوله له مخامخ خبرو کولو پرته ممکنه نه ده( د یادولو وړ ده چې دا وخت لا جمهوررئیس او د هغه استخباراتي ادارو ته دا پته نه وه چې ملامحمد عمر وفات شوی دی؛ په داسي حال کې چې د هغه له وفات څخه تقریبا درې کاله تېر شوي وو) له دې څخه تقریباً یوه نیمه میاشت وروسته اولسمشر غني په ارګ کې د لوی اختر په مناسبت وینا کې ملامحمد عمر ته د سولې د خبرو بلنه ورکړه، او پاکستاني استخبارات یې په ځان پورې وخندول.

ډاکټر صاحب عبدالله د وزیرانو په شورا کې په یوه ډول ریشخندي لهجه وویل چې زموږ اولسمشر داسې یوه سړي ته چې له مړینې یې درې کاله تېرېږي د سولې د خبرو بلنه ورکړې ده؛ که له ده سره سلا شوې وای نو ده به د دغې بلنې مشوره نه وای ورکړې. ما سوال وکړ چې د دفاع او داخله وزارتونه او زموږ امنیتي ادارې په سل هاوو میلیونه ډالره بودجه او دسترخانونه لري، په زرهاوو او په سل هاوو زره افراد او مأمورین لري، هغوی څرنګه او ولې دا اطلاع نه وه ترلاسه کړې. جمهوررئیس به دا معلومات له چا څخه اخیستي وای؟ البته، ډاکټر صاحب عبدالله هېڅ ځواب را نه کړ او اصلاً یې ځواب راکولای هم نه شو.

د پاکو خلکو یو لوی عیب دا وي چې ټولو خلکو ته په خپله هینداره کې ګوري. فکر کوي چې نور خلک به هم تل رښتیا وايي او یا به بې ضرورته دروغ نه وايي. ما د سولې په باب خپلې طرحې او د طالبانو سره ټلفونې خبرې د دفاع له سرپرست وزیر معصوم ستانکزي، حنیف اتمر او ځینو نورو کسانو سره شریکې کړې. ما د امریکا د سفیر سره دوه ځله، د هغه له مرستیال سره یو ځل، د انګلستان له سفیرې سره دوه ځله او د کاناډا له سفیرې سره دوه ځله په افغانستان کې د سولې په باب خبرې وکړې.

ما هر چاته ویل چې د سولې لپاره څوک رښتوني ګامونه نه اخلي؛ ځکه چې په سوله کې د هېچا ګټه نشته. ما دوی ټولو ته ویل چې که د سولې د ټیګولو لپاره رښتونې اراده موجوده وي سوله ممکنه ده. ما دوی ټولو ته ویل چې زه د ځان لپاره هېڅ نه غواړم؛ زما له محبوبیت څخه د وطن او سولې په ګټه استفاده وکړي. ما دوی ټولو ته ویل چې زه تیار یم د هلمند غرونو او د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته ولاړ سم؛ او که په دې لاره کې ووژل سم دا افتخار مې بس دی. ما عمر خوړلی دی نور څه نه غواړم.

داخلي مقاماتو د همکارۍ ژمنه راسره وکړه او سفیرانو، چې دا ټول جنګ او سوله په دوی اړه لري، راته وویل چې د سولې او جنګ خبرې د افغانستان خپل داخلي موضوعات دي؛ خو دوی د سولې د ټینګېدلو په برخه کې، چې د افغانستان، سیمي او نړۍ په خیر ده، خپل وس نه درېغوي.

څه موده وروسته بیا هم جانان کابل ته راغی او ما بیا هم په سرینا هوټل کې ورسره وکتل. دا ځل هغه راته وویل چې که سعودي عربستان او ترکیه د مولوي ذاکر او د جمهور رئیس ترمنځ د لیدلو په برخه کې تضمین کوي نو مولوي ذاکر د هغه سره کتلو ته حاضر دی. ما هغه ته په خپل لګښت په یوه نسبتاً لوکس هوټل کې ځای ونیو؛ سبا ته مې د طیارې ټکټ ورته واخیست او کندهار ته مې رخصت کړ.

ما ایله دوې میاشتي وروسته له جمهور رئیس سره، د پنځو دقیقو لپاره، ولیدل او د جانان پیغام مې ور ورساوه. جمهور رئیس راته وویل چې مولوي ذاکر که د نړۍ د هر هېواد تضمین غواړي دی ورته حاضر دی، دی یوازې د سولې له ټینګولو سره علاقه لري او بس. البته زما او د جمهور رئیس بیا لیدل څه باندې درې میاشتې وروسته وشول؛ او دا ځل مې د سولې په باب نه بلکې د خپل وزارت د ستونزو په باره کې خبرې ورسره وکړې. ځکه چې د سولې خبرې او د مولوي ذاکر پېشنهادونه ډېر زاړه شوي ول.

په دې منځ کې شېر آغا ټلفون راته وکړ چې دوی له هلمند څخه کندهار ته راغلي دي او دوې ورځې وروسته په بس موټر کې کابل ته راځي. ما د حنیف اتمر له نږدې سلاکار فرهادالله سره تماس ټینګ کړ. هغه راته وویل چې دوی به یې له کوټه سنګي څخه واخلي. خپلې امنیتي ودانی ته به یې بوزي او د امنیت تر ډاډه کېدلو وروسته به ماته اطلاع راکړي.

شېرآغا غوښتل چې په کابل کې زما، حنیف اتمر او، د امکان په صورت کې، له پخواني جمهوررئیس حامد کرزي سره وګوري او خپل نظریات او د سولې په باره کې د خپلو مشرانو پېشنهادونه ورسره شریک کړي. ما کرزي صاحب ته ټلفون وکړ او هغوی ته مي وویل چې طالبان غواړي زما سر یو ځای ستاسې کورته درشي او ستاسې سره وګوري. کرزي صاحب راته وویل چې ستا سره هر څوک ملګری وي زما کورته راتللای شي. زما کور خپل وګڼه.

شېرآغا او د هغه سره یو ملګری، چې ده مولوي صاحب باله، د روان ۲۰۱۶میلادي کال د پسرلي په سر کې کابل ته را ورسېدل. امنیتي مأمورینو د هغوی د رسېدلو اطمینان راکړ او زه د مازیګر پر مهال د هغوی لیدلو ته ورغلم. د شېرآغا عمر د دېرشو او د مولوي صاحب عمر د څلوېښتو کالو په شاوخوا کې معلومېده. دواړو، د نورو طالبانو په څېر، تورې پګړۍ تړلې وې او د طالبانو په څېر یې ګڼې او لويې تورې ږیري پرې ایښي وې.

تر سلام او روغبړ وروسته مو د چايو په څښلو او خبرو پیل وکړ. له دوی سره ځکه ډېرې خبرې نه وې چې شېرآغا زما سره، تر دې مخکې، لږترلږه شل ځله په ټلفون کې خبرې کړې وي. هغوی دا یوه خبره بېخي ډېره کوله چې سوله د افغانانو ترمنځ په مستقیمو خبرو حلېږي او چې تر څو پورې خبرې د پاکستان په لاس او کنټرول کې وي هېڅ نه شي تر لاسه کېدلای.

له دوی سره مې وعده وکړه چې سبا به که خیر وي له حنیف اتمر او کرزي صاحب سره وګوري. د مجلس په وروستیو شېبو کې فرهادالله هم کوټې ته راغی. البته دا زموږ د خدای په امانۍ وخت وو؛ او په دغه شېبه کې شېرآغا او مولوي صاحب دواړو زما لاسونه مچي کړل.

د طالبانو دې بې سابقې احترام ته د فرهادالله خوله وازه پاته شوه. امنیتي کمرو به هم هر څه مشاهده کړي او عکاسي کړي وي. زه یقین لرم چې د طالبانو دې وروستي حرکت، چې هغوی د منتهی اخلاص او درناوي په اساس وکړ، زما د سولې کوښښونو ته سخته صدمه رسولې وي؛ ځکه چې حنیف اتمر او د سولې د مسلې نور ټېکه داران داسې چاته، چې طالبان یې لاسونه مچوي، په لوبه کې د ګډون اجازه نه شي ورکولای. دوی فکر کوي چې که دا ډول رښتوني خلک د سولې په هلو ځلو کې برخه واخلي هر څه ګټي او نعمتونه به د دوی له لاسه ووزي.

په سبا مازیګر له دفتر څخه کورته روان وم چې فرهادالله ټلفون راته وکړ او راته وې ویل چې زموږ تخنیکي همکاران پر دې دوو کسانو باندې شکمن دي او وايي چې دوی له مشرانو سره نه شي لیدلای. ما ویل دلیل څه دی؟ ویل یې هغه ځوان طالب هېڅ ډوډۍ نه خوري او د پرون راهیسې هیڅ تشناب ته نه دی تللی او هغه مولوي صاحب څو ځله تر چوکیو او کفچونو لاندي کتلي دي، او دا حرکتونه یې ډېر مشکوک ښکاري. په زړه پورې خبره دا ده چې تقریباً دوې هفتې وروسته، د حنیف اتمر په دفتر کې د هغه په مخ کې، یوه امنیتي سلاکار راته وویل چې جهاني صاحب هغه دوه تنه مو ستاسي په احترام پرېښودل کنه موږ بندیانول. ما ویل دلیل څه وو؟ ځکه چې دواړه بې وسلې خلک ول او زموږ په اجازه د خبرو لپاره راغلي ول.

البته دا هم زما سادګي وه چې د افغانستان له فاسدې امنیتي دستګاه څخه مي د دلیل او منطق طمع درلوده. زه نه وایم چې د شېرآغا او مولوي صاحب خبرو به نتیجه ورکړې وای؛ خو که د سولې له پروسې سره په دغه ډارن منطق سلوک کېږي نو د سولې مسلې ته دې هم خدای خیر پېښ کړي.

له تاند ویب‌پاڼې نه په مننې

یادونه: په قران سنت کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ قران سنت کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*