وروستي

یوازې دې مېړونه ولولي!

ليکواله: سحر کسايي مه
ژباړن: نثاراحمد اسلام مل

د یوې مسلمانې ښځې افکار

کور دې پاک کړی؟ د ماښام ډوډۍ تیاره ده؟ ماشومانو ته دې ډوډۍ ورکړې؟ زما جامې دې مينځلي؟

پورته د هغه پوښتنو یوه برخه ده چې ښځې يي هره ورځ سهار او ماښام له داسې مېړونو څخه اوري چې د هغوی په اند، ښځې د کور د خادمانو او د ماشوم زېږونې ماشين پرته بل څه ندي. خو يوه ښځه نه د کور خادمه او نه هم د ماشوم زېږولو ماشین دی. سره له دې چې د نن ورځ له بوختتیاوو ډګ ژوند، مهال وېش ښځې او نارينه دواړه ډېر بوخت کړي دي، په همدې کې بیا بعضې مېړونه دا هېروي چې د واده موخه څه وه او د ښځې حقوق څه دي؟.

په دې توګه، دوی هم خپل ځان، هم خپل ښځې او هم ماشومان له هغو خوشالیو او آرامتیا څخه محروموي چې د یوې بریالۍ کورنۍ په نصیب وي. دا ډول منفي لید په کورني نظام کې د ستونزو او تشویشونو د رامنځ ته کولو لپاره کافي ګڼل کېږي.
حتی په ډېرو دینداره کورنیو کې به هم تاسو ووینئ چې، بعضې مېړونه خپل د ښځو په پوره حق ندي خبر، او نه هم د واده د اړيکې په سمه معني پوهېږي.

ښځې انسانانې دي

ډېر د خواشينۍ ځای او دردونکې خبره ده چې له یوې خوا به یو نارينه وېنې چې د خدای عبادت په ښه توګه کوي، خو له بلې خوا بیا د هغه تعالی اوامر خپل له ښځې سره د چلند په اړه هېروي. له کور نه بهر مهربانه، صبرناکه او موسکی دی. خو همدا چې کور ته راستون شو، موسکۍ څېره له قهر او غمه ډګه شي او مهرباني هم په تشویش او نارضایتۍ بدله شي. بیا نو خپل اوامر په چغو چغو خپلې ښځې ته اوروي.

ډېر د خواشينۍ ځای او دردونکې خبره ده چې له یوې خوا به یو نارينه وېنې چې د خدای عبادت په ښه توګه کوي، خو له بلې خوا بیا د هغه تعالی اوامر خپل له ښځې سره د چلند په اړه هېروي. له کور نه بهر مهربانه، صبرناکه او موسکی دی. خو همدا چې کور ته راستون شو، موسکۍ څېره له قهر او غمه ډګه شي او مهرباني هم په تشویش او نارضایتۍ بدله شي. بیا نو خپل اوامر په چغو چغو خپلې ښځې ته اوروي.

هغه (مېړه) هېروي چې که څه هم له یوې خوا له کور څخه بهر له ستونزو سره مخ کېږي، له بلې خوا يي ښځه هم د کور کارونه او د ماشومانو روزنه ستړې کوي.

هغه دا هېروي چې ښځه يې هم د یوې ستړې ورځ په تېرولو سره آرام ته اړتیا لري. که څه هم د هغه مسؤولیت دا دی چې له کور څخه بهر کار وکړي او کور ته نفقه راوړي، خو د ښځې مسؤولیت او کار هم داسې څه ساده خبره نده. بلکې کله نا کله، د ښځې رول له نارينه څخه هم اړين بلل کېږي ځکه هغه د ماشومانو د تربیت او د کور د ساتنې مسؤولیت په غاړه لري.

زمونږ په ذهن کې ډېری وخت داسې یو څه راګرځي: ښځه ستړې شي او له خپل مېړه څخه په مینځلو، پاکولو او یا پخولو کې مرسته وغواړي. هغه بیا له مرستې کولو څخه ډډه وکړي ځکه چې خپلې ښځې سره مرسته کول د شرم کار دی. آیا هغه په دې ندی خبر چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، تر ټولو ډېر په الله ګران، له خپلو ښځو سره مرسته کوله؟ آیا هغه په دې نه پوهېږي چې عمر رضی الله تعالی عنه یوې ډلې ښځو ته د پخلي لارښود ورکړ ترڅو هغوی ته د پخولو طریقه وښايي؟ آیا عمر رضی الله تعالی عنه نورو ته پخلی ورزده کولای شو که يې پخپله نه وای زده؟

هېڅ مېړه، مهمه نده چې هغه څومره کار لري، له محمد صلی الله علیه وسلم څخه چې دنده يې د سپېڅلي اسلام خپرول ؤ، ډېر بوخت ندی. او همدا راز هېڅ څوک نشي کولای هومره بوخت شي لکه: څنګه چې عمر رضی الله تعالی عنه بوخت ؤ، ځکه چې د خلافت مسؤولیت يې په غاړه ؤ.

مینه ورکړئ

کله چې اورم چې بعضې ښځو له خپلو مېړونو څخه هېڅ کله مينه ناکه یا د قدر دانۍ خبره نده اورېدلې، تعجب وکړم. کله به چې ترې وپوښتل شول چې څوک درباندې ډېر ګران دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم به نه شرميده چې خپلې د میرمنې نوم، عایشه په خوله راولي. همداراز، هغه صلی الله علیه وسلم په ډېره روښانه توګه ویل چې، مېړه باید له خپلې میرمن سره په مینه کولو کې ونه شرمېږي یا يې حتي د دې مينې له اظهار څخه د نورو خلکو په مخ کې ونه شرمېږي.

دا خبره هم ډېره دردونکې ده چې بعضې مېړونه د هغه مصروفیت له وجې چې په دعوتې کارونو کې يي لري، له خپلو ښځو سره د خبرو کولو یا هم له هغوی سره د وخت تېرولو فرصت نه پیدا کوي. که څه هم دا ډېره غوره خبره ده چې له کور څخه بهر په دعوتي کارونو کې بوخت وو، خو په څنګ کې يې دا هم ډېره مهمه ده چې د مېړه له زحمتونو څخه ښځه او ماشومان هم د کور په دننه کې برخمن وي.

دا خبره هم ډېره دردونکې ده چې بعضې مېړونه د هغه مصروفیت له وجې چې په دعوتې کارونو کې يي لري، له خپلو ښځو سره د خبرو کولو یا هم له هغوی سره د وخت تېرولو فرصت نه پیدا کوي. که څه هم دا ډېره غوره خبره ده چې له کور څخه بهر په دعوتي کارونو کې بوخت وو، خو په څنګ کې يې دا هم ډېره مهمه ده چې د مېړه له زحمتونو څخه ښځه او ماشومان هم د کور په دننه کې برخمن وي.

زه حیرانه کېږم چې ښځې او مېړونه څنګه کولای شي له یو بل سره په نه خبرو کولو او له یو بل سره د وخت نه تېرولو سره سره ژوند وکړي او یا څنګه کولای شي چې هغه خوشالي او آرامي احساس کړي چې دوی ورته اړ دي. له ښځې څخه بل داسې ډېر نږدې څوک شته چې ورسره خوشالي یا غم شریک کړو؟ نور څوک کولای شي چې د ستونزو سره د مبارزې او د صبر او حوصلې ساتلو تشویق او توان په مونږ کې راژوندی کړي؟ بل څوک کولای شي چې خبرو ته مو غوږ ونيسي او رازونه مو وساتي؟ څوک د ایمان او نیتونو په تازه کولو کې له ښځې څخه لا ډېر اغیزمن تماميدای شي؟

محمد صلی الله علیه وسلم مونږ ته دا خبره راښوولې چې ستاسو په منځ کې تر ټولو هغه غوره دی چې له خپلې ښځې سره ښه چلند کوي. آیا مونږ باید د ژوند په هر اړخ کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پیروي ونکړو؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو ښځو سره وخت تېروه، له هغوی سره يي خبرې اترې کولې، او حتي ورسره يې لوبې کولې. هغه صلی الله علیه وسلم دخپلې ښځې ام سلمة رضی الله تعالی عنها خبرې ته غوږ ونيوه، هغه مشوره يي چې په حدیبیه کې ورکړه او ورته يي وویل، چې د سر خرییل او ذبح کول له خپل ځانه پیل کړي. دا د هغې پخه مشوره وه چې د ابهام حالت يې په مسلمان امت کې هغه مهال مات کړ. نو مونږ له دې مثال څخه ولې لرې شوې یو؟MuslimCouple

د ماشومانو روزل یوازې د مور کار ندی، لکه څنګه چې بعضې کسان داسې فکر کوي. بلکې دا یو ګډ مسؤولیت دی چې مور او پلار باید دواړه پکې برخه واخلي. په کورنۍ کې مېړه او ښځه دواړه خپله ونډه لري ترڅو د کورنۍ مسؤولیتونو ته ورسېږي. په دې کې شک نشته چې د مور مسؤولیت ډېر دی، خو پلار هم پخپل وار سره یو اړین مسؤولیت په دې اړه لري چې د کورنۍ په ثبات کې ونډه لري.
ماشومان د پلار شتون او د هغه لخوا تربیت ته اړتیا لري. ماشومان اړتیا لري ترڅو له پلار څخه په کورنۍ دنده کې مرسته واخلي، د قرآن او دین په فهم کې ورڅخه مرسته واخلي. ماشومان اړتیا لري ترڅو يي پلار ترشا ولاړ وي.

درنو مېړونو! ستاسو ښځې ستاسو ملګرې دي، ستاسو نیمايي دي او ستاسو د ژوند برخه دي. هغه په دې دنیا کې ستاسو د نيکۍ لامل ګرځيدلی شي خو په هغه صورت کې چې تاسو ورته موکه ورکړئ. هغه کولای شي ستاسو په څېره مسکا راولي یا ستاسو له څېرې د غم اوښکه پاکه کړي. هغه کولای شي په سختو وختونو کې ستا کورنۍ ته د ايمان، خوشالۍ، تشویق او صبر تحفه ډالۍ کړي. ستا ښځه تل چمتو ده چې هرڅه د کورنۍ د خوشالۍ او سوکالۍ لپاره قربان کړي.

هېڅ څوک نشي ویلای چې واده تل له خوشالو سره وي یا دا چې له واده وروسته به هېڅ ستونزه نه وي. خو که د واده د اړيکې اساس پیاوړی وي او دواړه اړخه د یو بل له حقونو څخه با خبر وي، په اسانۍ سره له ستونزو سره مبارزه کېدای شي.

په ګډ ژوند کې د شته ستونزو لپاره نه غواړم ټول مېړونه ملامت کړم. بلکې زه په اسلامي ټولنه کې یو خاص ډول مېړونو ته دا خطاب کوم: هغې ډلې ته چې معلومات يې کم دي چې په دې نه پوهېږي چې خوشاله کورنۍ یوازې هغه مهال رامنځ ته کېدای شي چې د دواړو اړخونو په منځ کې د مرستې او همکارۍ احساس موجود وي.

الله تعالی فرمايي:

“او( ځينې ) له نښو( د قدرت ) د دغه ( الله ) دا دي چې پيدا كړي يې دي تاسې ته له نفسونو( ځانونو) ستاسې ښځې ( جوړه ) لپاره د دې چې مائل شئ دوى ته ( اومطمئن اوسئ ) او ګرځولې يې ده په منځ ستاسې ( او د ښځو) كې دوستي اومهرباني بېشكه په ده ( پيدا كولو د مودت او رحمت په منځ دازواجو) كې خامخا ډېرې نښې د قدرت دي لپاره د( هغه ) قوم چې فكركوي ( دالله په صنع کې)”

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*