مسلمان دعوتګر  او اسلامي أمت اکثره وخت د دردونکو پېښو سره مخامخ کېدونکی دی او د دوي ژوند  له هسکو او ټیټو خالي نه وي او د دې کار اغېزې د فرد او اسلامي أمت په فکري جوړښت او د دوي د طبیعت په پرتله سره ډېر تفاوت لري.

کله کله  یوه ټولنه یا یو  فرد پر  یو جزئي رنځ سره مبتلا شي او  پرته له دې چې پر نوموړي شخص کې کوم منفي تأثیرات  رامنځ ته کړي له لږې مودې وروسته ترې  نجات  مومي؛ نو په دې حالت کې ددې بیمارتیا ناوړه تاثیرات تر هماغه فرد پوری منحصر پاتی کیږي ــــ او نورې ټولنې ته هیڅ سرایت نه پیدا کوي، خو کله کله بیا داسې هم کیږي چې دا بیماري د یوې ساري رنځ په توګه له یوه فرد څخه پیل او ټولې ټولنې ته سرایت پیدا کړي او د یو مُهلک او وژونکي بیمارتیا په توګه سره په ټولنه کې  تبارز وکړي.

له همدې کبله ویلی شو چې د ټولنیزو فکري او جسمي بیماریو د خورېدو له کبله  یو دعوتګر انسان د دعوت په لاره کې قائم او دائم نشي پاتې کېدلی.

یو له هغو وژونکو فکري بیماریو څخه چې هم فرد او هم  یوه ټولنه  ورسره مخامخ  کیږي د ضعف او سستۍ بیمارتیا ده او دا یو  داسې رنځ دی چې له هلاکت او ویجاړتیا څخه پرته بل هیڅ څه ټولنې ته په میراث کې نه پریږدي.

  د سستۍ پېژندنه:

سُستي چې په عربي ژوبدود کې ورته د وَهَن کلمه کارول کیږي په  چارو  او هډوکو کې د کمزورتیا را منځ ته کېدلو په مفهوم سره کارول کیږي. او په عربي ژبه کې وايي: و رَجُلٌ واهِنٌ: أي ضعيف في الأمر و العمل. (1)

یعنې بې وسه او بې کسه شخص ته واهِن ویل کیږي.

په قرآنکریم کې هم د وهن د  کلیمې  او د هغې د مُشتقّاتو استعمال له لس ځلو څخه زیات شوېدی چې د هغې کره او سمه معنا په ضعف او سستۍ سره کیږي او همداراز په  کلک عزم او کوټلی ارادې  سره د یو کار  نه تر سره کولو ته هم وهن ویل کیږي.

لوی څښتن تعالی په خپل سپېڅلی کتاب کې د ځینو کسانو د  بې وسۍد حالت د ښه وضاحت لپاره یو روڼ  مثال ته اشاره کړیده چې له دې جملې څخه په قرآن کریم کې د عنکبوت ( جولاګي  ) د کور یادونه شوېده چې د کسالت ،بې وسۍ  او بې کسې ځلانده مثالبلل کیږي ، لکه چې فرمايي:

“مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاءَ كَمَثَلِ الْعَنْكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتاً وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنْكَبُوتِ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ” (العنكبوت:41)

ترجمه: او د هغو کسانو مثال چې له لوی څښتن تعالی څخه پرته ېې دوستان ( معبودان ) نیولي دي د غڼې ( جولاګي) په څیر دی

چې ( له خپلو تارونو )  څخه یو کور جوړوي  او په کورونو کې تر ټولو زیات ضعیف کور  د جولاګي دی که چېرې دوي پوهیدلی.

له الله تعالی څخه پرته بل چا ته پناه وړل هم ورته بڼه لري چې هیڅ کومه سودمنتیا  او ګټي توب نه رامنځ ته کوي   لکه د غڼې کور چې په حشراتو کې یوه ډېره کمزوری حشره ده او یوه داسې  بې وسې  او بې کسه حشره ده چې نه ځواک لري او نه هم کوم ملاتړ .

د جولاګي کمزروی کور پخپله د دې خبری ښه  څرګندونه کوي چې پخپله جولاګی څومره بې وسه دی ــ  او د هغه کور د نړۍ د تر ټولو کمزوري کور ګڼل کیږي ، ولی چې د چاپېریال د سړی او تودې هوا پر وړاندی د هغه هیڅ مرسته نه کوي  او نه هم  پدغه کور کې د جولاګي د کوم بیروني ګواښ څخه  ژغورنه کیدلی شي. قرآن کریم هم چې کله سستۍ او کسالت ته اشاره کړېده؛ نو مقصود ېې ترېنه په معنوي اړخ کې سستي ده.

دعوتګر

د  احُد په غزوه کې د ماتې او شکست څخه وروسته کومه معنوي سستیا او تنبلي چې د مسلمانانو په ذهنونو کې ځالی کړی وی او  دا له دې کبله چې د شُهداو پر مړینه دوي خواشینی شول  او د یو لړ خوږو دوستانو  له لاسه ورکولو له کبله  دوی وځپل شول ، د غمونو د همدې خور شوي ټغر  د ټولولو او د معنوي ډاډمنتیا او روحي ځواک د رامنځ ته کولو په خاطر لوی څښتن تعالی د دوي لپاره آسماني زیري را واستول او وې فرمایل: (( وَ لا تَهِنُوا وَ لا تَحْزَنُوا وَ أَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ)). ( آل عمران: 139 ).

ترجمه: او تاسې مه سستیږئ او مه خواشیني کیږئ او همدا تاسې برلاسي کېدونکي یاست که چیری تاسې باورمند یاست.

وختونه بدلون مومې او کړاوونه او هوساینې یو د بل پسې په پرله پسې توګه په بشري ژوند کې راتلونکي دي چې د هر انسان په برخه کیږي او د حق تله ( د تقدیر پرېکړی  ) هیڅکله هم  تیری او پر چا ناروا نه کوي.

د ژوندنیزو ستونزو پر وړاندی ټینګ پاتې کیدل:

ډېر ځله ځینې انسانان د ترینګلو حالاتو پر وړاندی د خورا زغم څخه کار اخلي او ټينګ پاتی کیږي، خو  کله کله بیا داسې خلک هم  وینو  چې په ژوند کې پری هوساینې راشي ؛ نو د خیر په لارو چارو کې سست او بې وسه شي او هغه  غوره حالت چې پخوا ېې درلود  له لاسه ورکوی. د بېلګې په توګه :  پخوا به ېې ژوندنیزې چارې په بې ساري اخلاص سره تر سره کولی اوس ېې هغه حالت نه وي پاتی. دا یواځې د  مؤمنانو او ريښتینو خلکو زړونه دي چې د ولږې او سختۍ پر وړاندی تل صابرانه تګلاره غوره کوي او ژوندنیزې سوکالۍاو هوساینې ېې نه سستوي او همېشه  په خورا لېوالتیا سره لوی پروردګار( جلت عظمته ) ته مخ را ارړوي او  کوم خیر یا شر چې د دوي په برخه شویدی دوي پر دې کوټلې باور ساتي چې دا کار په الهي امر سره رامنځ ته شویدی.

نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) د نني امت چې په ویرونو او اورونو کې ښکیل دی د سُستیا د لاملونو په اړه په یو حدیث شریف کې داسې   فرمایلي دي: ((«يُوشِكُ الأُمَمُ أَنْ تَدَاعَى عَلَيكُمْ كَمَا تَدَاعَى الأَكَلَةُ إِلَى قَصْعَتِهَا». فقال قائل: ومِن قلَّةٍ نحن يومئذٍ؟! قال: «بَلْ أَنتُمْ يَومَئِذٍ كَثِيرٌ، وَلَكِنَّكُمْ غُثَاءٌ كَغُثَاءِ السَّيْلِ، وَلَيَنْزِعَنَّ اللهُ مِنْ صُدُورِ عَدُوِّكُمْ المَهَابَةَ مِنكُمْ، وَلَيَقذِفَنَّ اللهُ فِي قُلُوبِكُمُ الوَهَنَ». فقال قائل: يا رسول الله! وما الوَهَن؟

قال: «حُبُّ الدُّنيَا وَكَرَاهِيَةُ المَوتِ».)) (3)

ترجمه:  ډېره نژدی ده چې د کفر او ضلالت ډلې به پر تاسې باندی داسې سره راغونډ شي لکه ډوډۍ خوړونکي چې پر کاسه باندی را ټول شي؛ نو یو ویونکي وویل: ای د الله حبیبه ! آیا پر دې ورځ به مونږ کم یو ؟ نو وی ویل: بلکه تاسې به پر دغه ورځ ډېر زیات

یاست خو ستاسې مثال  به د سیلاب د زږ  په څېر وي او خامخا به لوی څښتن تعالی ستاسې وېره ستاسې دد دښمن د زړونو څخه راوباسي  او ستاسې په زړونو کې به سستي وروغورځول شي. یو ویونکي بیا وپوښتل ؟ ای د الله حبیبه ! دا سستي به څه وي ( اساسي لامل به ېې څه وي) ؟ وی فرمایل: د دنیا سره بې کچې مینه او د مرګ څخه ډار.

په تېر ذکر شوي حدیث مبارک کې  د وهن تعریف ( د دنیا سره خورا مینه او د مرګ څخه بیم او وېره ) ښودل شوېده.

حقیقت کې دلته د دوه ډوله عقوباتو او سزاګانو یادونه شوېده چې لومړۍ دول عقوبت د دښمن په زړونو کې د مسلمان د وېرې  ورکېدل  او دویم د وهن یا سُستي او ضعف رامنځ ته کیدل دي چې دا دواړه ډول جزاګانې به د لوی څښتن تعالی له لوري وی.

نن په ویرونو او اورونو کې ښکېل او  د دنیوي لالچ له کبله خوار مسلمانان  په رښتیا سره هم د سېلاب د هماغه زږ  په څېر دي چې له هر لحاظه پرېوتي دي چې هیڅ کوم ارزښت نه لري او مونږ او تاسې وینو چې د نژدې سیمې خلک او ټولنې نن   د دوي پر شاوخوا  راڅرخیږي او په خورا بې دردۍ سره ېې وژني ــ

او دا دردونکی حالت  له همدې کبله دی چې نن دوي خپل هغه  اسلامي  ارزښتونه له لاسه ورکړي دي کوم  چې پخوا به ېې دوي ته  خورا ارزښت درلود. مسلمان ملت هغه ؤ چې  پرون دښمن ددوي د برم  او له شوکت څخه د وېری احساس کاوه، خو اوسنې اسلامي أمت  د یو داسې بې وسه وجود سره مشابهت او مُماثلت لري چې ډېر  خوار  وي کوم چې د دښمن یواځې یو څو چیغې او لاسونه ېې کولی شي مُنحل او له منځه یوسي.

دا اوس چې مسلمان د کومې خوارۍ او د سختو بیماریو سره مخامخ دی،  د دې بنسټیز لامل د دنیا سره بې کچې  مینه او دنیوي غوښتنو ته لبیک ویل دي او د هوا او د هوس په شیطاني لومو کې پرېوتل دي.

له دې څخه پرته د ښځو، مال او شتمنۍ، جاه و جلال، شهرت او داسې نور ډېر مُغریات ( غولېدونکي شیان ) شته  دي چې دوي ته ېې  لالهانده ژوند ور په برخه او  دوي ېې پر دې ناوړه برخلیک اخته کړيدي. د مسلمان په ژوند کې همدغه  مُلهیاتو  او  مشغولوونکو

ابزارو ته سوونه کاله وړاندی قرآن کریم داسې اشاره کړیده چې خالق تعالی داسې فرمايي:

((  زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ مِنَ النِّسَاءِ وَ الْبَنِينَ وَ الْقَنَاطِيرِ الْمُقَنْطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَ الْفِضَّةِ وَ الْخَيْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَ الْأَنْعَامِ

وَالْحَرْثِ ذَلِكَ مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَ اللَّهُ عِنْدَهُ حُسْنُ الْمَآبِ)). (آل عمران:14) .

ترجمه: خلکو ته ځینې  مرغوب شیان ( خوندور شیان ) ښايسته کړای شوی دي چې مېرمنې دی او ځامن دي او د سرو او سپینو زرو څخه

را ټول شوي ډېر مالونه دي او په نښه کړای شوي ( نمبر پرې وهل شوی ) آسونه دي او یو لړ نور څاروي دي ( لکه اوښان، پسونه او غویان دي)  او  کروندی دي. دا ( شپږ ډول ذکر شوي ) شیان د دنیوي ژوند یو لړ هغه وسایل دي چې فایده ترې اخستل کیږي او د لوی خالق تعالی سره ښه ځای د ورتلو ( جنت ) دی.

دلته په دې پورته مبارک آیت کې د دنیوي لالچ او د دنیا د مشغولوونکو وسایلو څخه د مهمو لاملونو څخه د یو څو لنډه یادونه وشوه.

لیکنه: فضلُ الله ممتاز


(1):  د دې مقالې اصلي عنوان : ((  أسباب الوهن في حياة الداعية )).

(2): المعجم الوسيط 2/1060

(3)  : رواه أبو داود في كتاب الملاحم, باب تداعي الأمم على الإسلام, والإمام أحمد في المسند برقم