وروستي

د مُنافقت د رنځ پېژندنه او درملنه

(( ترتیب او راټولونه: م. خ. ملکزی. ))

د ګرانو لوستونکو  سره زیاتره مهال  د دوي په ذهن او مُخیله کې دا پوښتنه را ولاړیږي چې:

د نفاق کلیمه څه  مفهوم لري او څومر ه زیانونه لري ؟

نِقاق ( دوه مخې توب ) د زړه د  بیماریو په لړ کې تر ټولو خطرناکه بیماري بیماري ده او  نفاق اصلاً هر هغه کار ته ویل کیږي چې منافق انسان ېې تر سره کوي او په اسلامي شریعت کې د منافقت یا نفاق تعریف داسې کړل شویدی(1):

(( النِّفاقُ هُوَ : إِظْهارُ الإِيمانِ وَ إِبْطانُ الكُفْرِ )). نفاق د ایمان څرګندولو او د کفر پټ ساتلو ته ویل کیږي.

د لغت له مخې عرب وايي: نَافَقَ، یُنافِقُ وَ نِفاقاً او  د نِفاق کلیمه په اصل  کې د نافقاء د کلیمیې څخه اخستل شویده چې د  کربوړي غار ته ویل کیږي او دا ځکه چې  تاسې کله په دښتو کې  د کربوړي غار ته ورنژدی شۍ؛نو له تاسې څخه به  په یوه غار کې پټ شي او بل غار ته به وتښتي او بیا به له هغې څخه خپل  سر را ښکاره کوي. منافق انسان  هم د کربوړي په څېر وي چې ټاکلی دریز، ټینګ ایمان، یوه څېره او هیڅکله هم د یوې خبری خاوند نه وي، بلکه یو ذو الوجهین ( دوه مخی )  انسان وي  او تل  هغه ته خپل شخصي مصالح تر ټولو مهم وي او داسې  ګومان کوي  چې ژبه ېې لمده او هډوکي نلري؛ نو ځکه ېې په خورا آسانۍ سره د خپلو  شخصي مصلحتونو د لټون پخاطر هرې خوا ته اړوي او د وخت د ضروریتونو  او غوښتنو سره سم به رنګا رنګ څېرې بدلوي. په عربې ژبدود کې منافق انسان ته ذُو الوجْهَیْن هم ویل کیږي، البته په دې مقاله کې مونږ غواړو چې له خپلو ګرانو لوستونکو سره د منافقت د خطرناک رنځ د زیانونو او ورڅخه د خلاصون لپاره  یو څو اغېزمنو لارو ته اشاره وکړو .د دې مقالې لوستل هیڅکله هم  د دې معنې نلري چې د زړه د دې مهلک رنځ څخه یو انسان کولی شي په همدومره آسانۍ سره خلاصون ومومي، بلکه ښايي چې تل د خپل زړه کلک مراقبت او څارنه وکړو او له خپل لورونکي او بښونکي څښتن تعالی ته په بې ساري اخلاص سره  د دعاء لپې پورته کړو  تر څو مونږ او زمونږه  ټولنه له نفاق، ریا، ځانپالنې او ځان ښودنې، حسد، کبر  او داسې نورو قلبي ناروغیو څخه په امان کې  وژغوري.

منافقت په زړه کې د ایمان پلوشې وژني:

په خپله ټولنه کې به  مو لیدلي وي چې  یو لړ بیمارۍ او مرضونه داسې وي چې انسان ډېر  ځوروي، خو خطرناکې نه وي، ځکه په لږه موده کې ېې  ډاکټران تشخیص کولی شي ، خو  هغه مرضونه چې مریض تبه هم ورسره نلري، زخم  او  د درد له کبله پړسوب هم ورسره نه وي ، کوم  ټاکلي اعراض( علایم ) او نښې هم ونلري، نن په طب کې دا تر ټولو خطرناکې بیمارۍ شمېرل کیږي چې ډاکټران بیچاره ګان ېې له معالجې او درملنې څخه  هم عاجز وي؛ په ډې ډول بیماریو ککړ انسان بالآخره یوې داسې مرحلې ته  رسیږي چې درملنه ېې بیا هیڅ امکان نه لري او په پای کې په مرګ باندی محکومیږي؛ نو منافقت هم همدغسې یوه خطرناکه بیماري ده چې په زړه کې د ایمان پلوشې وژني.

 گرانو دوستانو او درنو لوستونکو ! آیا کله مو له ځان سره فکر کړیدی چې(2):

ډېر ځل یو  شخص مریضیږي او کوم بدني مشکل ورته پېښیږي؛ نو پرته له کوم ځنډ او خنډ څخه خپل ټول مال او شتمني مصرفوي تر څو د همدې رنځ څخه  ژر تر ژره خلاصون ومومي، که پیسې ونلري د نورو څخه ېې قرض را اخلي. که په خپل هیواد کې ېې درملنه ونشي؛ نو بیا خپلو ګاونډیو هیوادونو یا د نړۍ مختلفو شفاخانو ته سفرونه کوي او د نړۍ د تر ټولو کامیاب ډاکټر  په اړه اړین معلومات او لازم اطلاعات هم  تر لاسه کوي او  له تجاربو ېې ځان هم خبروي. دا او دېته ورته نوری  چاری د همدې لپاره  تر سره کوي تر څو د دې خطر څخه ژر خلاصون ومومي.

خو آیا کله مو دا فکر هم کړیدی چې کله کله ولی زمونږ په زړونو کې د خپل مسلمان ورور سره کینه  او نفرت راپیدا کیږي ؟ د ټولنې د  صالحو او ښو خلکو سره مو ولی په زړ کې بدبنیي او زړه بدوالی رامنځ ته کیږي،؟   پر دې خفه کیږو چې یو څوک مو په ریا کار سره ونوموي، حتی شاید تری خفه شو، خو  په عین حال کې کله چې یو لړ نیک کارونه تر سره کوو،   ولې مو په زړه کې د ریا او د منافقت رنځ راټوکیږي؟ څه ډول تکبر او د شهوت زما او ستا په زړه کې ځالی کوي ؟  آیا د زړه د همدې خطرناکو بیماریو د تشخیص او ورڅخه د خلاصون لپاره مو  کوم  تکړه ډاکټر  ته  مراجعه کړیده تر څو یوه ټاکلی نسخه او دواء مونږ ته  ولیکي ؟  آیا کله د قرآن کریم او نبوي احادیثو په سپېڅلو ارشاداتو او نجات بښونکو لارښوونو سره  مو د دې مهلکو رنځونو  درملنه کړېده.

انسان د دې کیسې په لوستلو سره ډېر حیرانیږي چې په پخوا زمانه کې به خلک څنګه زمونږ اسلافو ( صحابه کرامو،تابعینو ــ دیني مشرانو  او علماو) ته ورتلل، تر څو د زړه د بیماریو په اړه ورسره سلا مشوره وکړي، لکه یوه ورځ حضرت سفیان الثوري ( رحمه الله ) ته یو تن  راغی او ورته ېې وویل: د زړه په بیمارۍ اخته شوی یم؛ نو یوه داسې دواء ته وښایه چې ترې خلاص شم!. حضرت سفیان الثوري ( رحمه الله )  ورته وویل:  تا ته یوه نسخه درښایم: ته د خپل قلبي رنځ څخه د خلاصون لپاره د اخلاص خولو ، د صبر پاڼو او  د عاجزۍ جوس ته خورا  اړتیا لری، دا ټول به د تقوی په لوښي کې را یو ځای کړی او د الهي وېرې څخه بهېدلی اوښکې به ورسره ګډې کړی. له دې وروسته به پخپل  زړه کې د تیری ګناه په اړه د خفګان او پښیمانتیا اور بل کړی،  بیا به د ځان سره د محاسبې او د خپلو چارو په اړه د مراقبې په احساس سره خپلې توی شوی اوښکې پرې پاکی کړی، د صدق او رېښتینولۍ په لپو کې به ېې وخوری او د استغفار له اوبو سره به ېې وڅښی، بیا د  تقوی په اوبو کې به مضمضه ( غړغړه ) وکړی، بیا به د ځان سر فیصله وکړی چې له دې وروسته به نورو ته په زړه کې هیڅ ډول طمع نه ساتی، که دا کارونه دې  تر سره کړل ؛ نو ان شاء الله چې ډېر ژر به د خپل دې رنځ څخه شفاء ومومی.

راځۍ چې له دې وروسته په خپله ټولنه او چاپيریال کې  ريښتینی ایماني ورونه ولټوو چې تل زمونږ سره ایمان تازه کوونکي خبری وکړ، نه شهوت پارونکی او زیانمنې خبری،  داسې صمیمي دوستان چې د زړه د  خطرناکو بیماریو څخه د خلاصون او  د آخرت د یاد په خاطر یو څو شېبې له تا سره کیناستل غواړي!!!

راځۍ چې د ( و تعاونوا علی البر و التقوی ) تر شعار لاندی له دې وروسته له خپل سرکشه نفس سره د مبارزې ډګر ته راودانګو.

شیخ عبدالحمید کشک ( رحمه الله ) (  3 )  په خپله یوه خطبه کې څومره ښه وايي: د منافقینو پر وړاندی ريښتنیي مسلمان باید د ډېر احتیاط او خورا ځيرکتیا څخه کار واخلي،  له خپلو مهمو رازونو څخه ېې باید خبر نه کړي، ځکه د منافقانو یو صفت دا دی چې ژبې به ېې د عسلو نه هم  خوږې وي ، خو زړونه به ېې  د زهرو نه ډک وي،  چې کله له تا سره مخامخ شي ؛ نو تا ته به څو ځلی قسمونه خوري چې له تاسره ریښتینې مینه او پر تا ډاډ او  باور لري، خو چې کله له تا څخه جلا  شی  بیا به د هغه لړم په څېر وي چې ستا چیچل غواړي، د غم پر مهال به له تاسره ډېره خواخوږي ښکاره کوي خو چې له تا څخه جلا  شي، بیا به د څیرونکي او وحشي لیوه  په څېر وي. د ملاقات پر مهال به کلکه غاړه درکوي او قسم به خوري چې ستا فراق راته ډېر ګران دی، ظاهري څېره به ېې لکه د ملائیکی وي خو په حقیقت کې به د رټل شوي شیطان په څیر وی، ستاسره خواخوږي به ېې د حضرت  د ابوبکر الصدیق په څیر  وي، خو زړه به ېې د ابولهب په څیر وي. ( معاذ الله ).

د منافقت د رنځ څخه د خلاصون لپاره مهمې لاری چاری:

د دې خطرناک رنځ څخه د نجات موندلو په لړ کې څو مناسب حلول( دحل لاری) له تاسو سره شریکوو ( 4):

1: ــ د قرآن کریم په لوستلو سره د منافقینو صفتونه او د هغوي فرېبونه وپېژنئ.

کله چې قرآن لولۍ او هغو مبارکو آیاتونو ته غوږ نیسۍچې د منافقینو ذکر او  یادونه کوي؛نو له ځان څخه پوښتنه وکړئ چې:  آیا دا صفتونه خو به په ما کې نه وي ، البته ښه به وي چې په دې لړ کې د سورة البقری لومړني آیتونه او د سورة المنافقون د سورتونو تفسیر ولولئ.

2 :ــ د منافقینو په ژوند کې فکر وکړئ، لکه منافقینو د ټولي رئیس د عبدالله بن سلول او د هغه د دوستانو کیسې او داستانونه واورئ

ــــ دا چې هغوي د اسلام پر ضد څه ډول شوم پلانونه درلودل ــــ  حتی د سپېڅلو ځایونو څخه هم دوي سوء استفاده پورته کوي، لکه مسجد ضرار  ېې جوړ کړ، په ظاهره خو دا خورا ښه کار ؤ ،  خو ددې تر شا شوم پلان د نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) ترور کول ؤ  ـــــ او څه ډول الله متعال نبي  کریم (صلی الله علیه) او مؤمنانو ته رسوا کړل. په رښتیا سره چې نن مسلمانان خپل اسلامي سیرت لوستلو ته څومره زیاته اړتیا لري.

3 : ــ  له  شیطان صفته انسانانو  سره دوستي نه کول.

د خپلو هغو دوستانو سره چې د منافقانو صفتونه لري  د دوستۍ پری ایږدۍ او نه هم د دوي سره د خواخوږۍ او د مودت ( محبت)  ښکارندوینه کوۍ، ځکه هر کله چې دوي د لوی څښتن وینا ( قرآن کریم) واوري؛ نو ملنډې به پرې وهي. له  دغه ډول شیطان صفته انسانانو  سره دا مقاطعه او خفګان باید تر هغه پوری وي، تر څو پوری چې دوي ریښتینی  ایمان راوړي، لکه چې لوی څښتن تعالی فرمايي:

(( فَلا تَتّخِذُوْا مِنْهُم أَوْلِياءَ حَتى يُهاجِرُوْا فِيْ سَبِيْلِ اللهِ)). سورة النساء 89  آیت.

ترجمه: نو تاسې( هیڅ څوک ) له دوي څخه دوستان مه نیسئ ، تر څو چې د ( زړه ایمان راوړي ) او هجرت ( هم ) وکړي.

4 : ــ په زړه کې د زیاتو شکوکو ( شکونه ) څخه ځان ساتل:

د منافقانو د مهمو صفتونو څخه یو صفت دا دی چې د هر چا په اړه به شکمن وي . مسلمان ته ښايي چې د  خېر په چارو کې هوډمن واوسي او له تذبذب او تردد نه ځان وساتي او په ستر الله ( جل جلاله)  باندی باید توکل وکړي. نن  له بده مرغه  په اسلامي ټولنو کې د بې باورۍ فضاء  دومره پراخه شوېده چې حتی یو مسلمان د خپلې ټولنې پر نیکو خلکو هم باور نشي کولی، حتی هغه د اخوت او د اعتماد فضاء چې د صحابه کرامو ترمنځ موجوده وه نن د مسلمانانو تر منځ شتون نه لري. البته دا جلا مسئله ده چې که چیری یو څوک بد انسان وي یا تاسې ترې کوم ضرر وویني او په اړه ېې شک وکړي؛ نو دا بیا بده خبره نه ده. بله  ستونزه دا ده چې منافقان به پر نېکو خلکو تورونه لګوي، لکه د نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) په زمانه کې منافقانو زمونږ د قدرمنې او سپېڅلې مور په اړه د نورو صحابه کرامو په زړونو کې شکوک او اتهامات را پیدا کړل، تورونه ېې ورپسې وتړل، پرېوتې او د فحشاء زیانمنی خبری ېې د هغې پاکې بي بي په حق کې وکړی  چې بیا لوی څښتن د 7  آسمانونو څخه پورته د هغې برائت ( پاکي ) څرګند کړ.

5: – د مسلمانانو په غم خوښي نه ښکاره کول:

هر کله چې مسلمانان د اسلامي امت  د یو لړ حساسه او سرنوشت سازه مسئلو په اړه لکه جهاد او داسې نورو په اړه پرېکړی او فیصلی کوي، نو منافقان هره لحظه تلاش کوي چې د دوي منظم صفونه ګډوډ ، زړونه ېې سست او د دښمن څخه  وېرې پکې پیدا کړي. د مسلمانانو تر منځ  ډار د ثقافت د ترویج لپاره نن راز  راز  وسایل لکه، اخبار، مجله، رادیو ، تلویزون کاروي… د مسلمانانو  غمونه به  په تکراري شکل ښکاره کوي او د دښمن ځاني اومالي تلفات به پټوي.

6: د تعصب او قوم پرستۍ  اور ته لمن وهل:

له منافق انسان سره  تل د خپلې ژبې او خپل سمت غم او وېره وي، دخپل قوم او ژبې سره د بې کچې مینې د پاللو په خاطر به متعفنو ( بوی لرونکو )  فتنو ته لمن وهي، ایماني اخوت او ورورګلوي به ورته هیڅ ارزښت نلري،  که تجارت کوي، یا له چا سره دوستي او مرسته کوي؛ نو دا ټول به د قومپالنې په خاطر، نورو ته د درناوي او توقیر  اساسي محور به ېې د ژبې، قوم او نژاد پر  مدار  را څرخیږي.

7: له منافقانو څخه خپل رازونه پټ ساتل:

ښه به وي چې د حاسدینو او  منافقو انسانانو پر وړاندی مؤمن مسلمانان خپل رازونه ښکاره نه کړي، بلکه د خپل پیغمبر ( صلی الله علیه وسلم ) په څېر خپل یو لړ مهم تصامیم او پرېکړی هر چا ته ونه وايي، لکه د منافقینو راز ېې چې د حضرت حذیفة بن الیمان څخه پرته بل چا ته ونه وایه.

ترتیب او راټولونه: م. خ. ملکزی.

مراجع او مصادر: د لا زیاتو معلوماتو لپاره د ې ویب سایټ ته مراجعه وکړئ:

( 1): ((النفاق أنواعه و بِداياته وكيفية التخلص منه)). http://fatwa.islamweb.net

(2):  أفضلُ علاجٍ لِمرض القلوب من النفاق  و الحِقْدِ و غیرِهِ. ( Video) (  شیخ حسّان ).

( 3): ( Video)  أعظم خطب الشيخ عبد الحمید کشک : أقسام النفاق و عبدالله بن سلول.

(  4 ) : المصدر:https://saaid.net/Minute/mm66.htm    او اصلي موضوع ده: المنافقون و المنافقات .. خطرهم و صفاتهم في كتاب الله. الکاتب: أبو أحمد.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*