وروستي

د روژې په مبارکه میاشت کې درې قیمتي ګړۍ

د روژې په مبارکه میاشت کې درې قیمتي ګړۍ

۱- د سهار له لمانځه وروسته تر لمرختو پورې، رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: مَنْ صَلَّى الْفَجْرَ فِي جَمَاعَةٍ، ثُمَّ قَعَدَ يَذْكُرُ اللَّهَ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ، ثُمَّ صَلَّى رَكْعَتَيْنِ، كَانَتْ لَهُ كَأَجْرِ حَجَّةٍ وَعُمْرَةٍ، ژباړه: څوک چې د سهار لمونځ په جمعه سره ترسره کړي او بیا تر لمرختو پورې کښيني الله جل جلاله یاد کړي، بیا دوه رکعاته لمونځ وکړي؛ نو د بشپړ حج او عمرې هومره ثواب ورلره دی.

دغه راز د سهار وخت په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم د برکت دعا کړې ده، وايي: اللَّهُمَّ بَارِكْ لأُمَّتِي فِي بُكُورِها، ژباړه: یا الله زما امت لره په سهار وخت کې برکت واچوه.

۲- له لمرلوېدو څخه مخکې، دا ډېره قیمتي ګړۍ ده چې له موږ څخه د روژه ماتې په تیارۍ کې یا د جومات په دسترخوان ناست په غیبت یا بې ځایه خبرو کې تېريږي؛ نو اړینه ده چې دغه فرصت غنیمت وګڼل شي او دعاوې پکې وشي ځکه چې د دعاء د ژر قبلېدو ګړۍ ده.

۳- د پېشلمي وخت، په قران کریم کې الله جل جلاله د ښو خلکو له صفاتو څخه یو دا بیان کړی دی چې له سهار سپېدو مخکې وخت کې بخښنه غواړي، وايي: وَالْمُسْـتَغْفِرِيْنَ بِالْاَسْحَارِ  (ال عمران: 17) او د سحري په وخت کې بخښنه غوښتونکي.

نو په دې وخت کې باید استغفار او دعاوې وکړو په ځانګړې توګه چې موږ د روژې په میاشت کې يو او پېشلمي ته پورته کيږو نو باید څه وخت مخکې پورته شو، څو رکعاته لمونځ وکړو، استغفار او دعاوې وکړو څو مو له خپل پالونکي سره اړیکه پیاوړې شي.

عبد الحق حقانی

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*