وروستي

د مسلمانانو د ایثار یوه کیسه 

د مسلمانانو د ایثار یوه کیسه

لیکنه:  مفتی عبدالحق حقانی

واقدي رحمه الله وايي چې یو ځل مې مالي وضعه ډېره خرابه شوه، بې وزلي مې اوږده شوه، له کوره خبر راغی چې اختر دی او په کور کې څه نشته، لویان به صبر وکړي خو ماشومان به اختر څرنګه تېروي؟ وايي په دې اورېدو سره مې فکر وکړ او خپل یوه سوداګر ملګري ته د پور اخيستو په نیت لاړم، کله چې يې وليدم پوه شو او د ۱۲۰۰ درهمو کڅوړه يې راکړه، کور ته راغلم، لږ ځنډ وروسته زما یو هاشمي ملګری د پور په نیت ما کره راغی.

کور ته لاړم مېرمن ته مې کیسه واوروله، راته وايي چې څومره پور ورکوې؟ ما وویل چې د کڅوړې نیمايي یعنې ۶۰۰ درهمه او د دواړو کار به وشي.

مېرمن راته وویل: عجیبه خبره ده، ته یوه عام تن ته لاړې او ۱۲۰۰ درهمه يې درکړل او ته د هغه نیمايي ورکوې! ټوله کچوړه ورکړه، وايي چې هغه کچوړه مې له خلاصولو پرته هاشمي ملګري ته ورکړه.

کله چې هاشمي ملګری خپل کور ته لاړ، هغه سوادګر ملګری مې ورته د پور په نیت ورغی، ويې ویل چې اختر راغی او په کور کې څه نشته، څه پور راکړه؟

نو هاشمي هغه کچوړه بېرته زما سوداګر ملګري ته ورکړه، هغه چې کله کڅوړه وليده نو حیران شو چې څه کیسه ده، دا خو هغه زما کڅوړه ده؛ نو کڅوړه يې پرېښوده او امام واقدي ته راغی، ترې پوښتنه يې وکړه چې هغه د پور کڅوړه دې څه کړه؟ واقدي ورته ټوله کیسه بیان کړه.

نو دا کیسه مشهوره شوه او د وخت وزیر یحي بن خالد ته ورسېده؛ نو هغه د ۱۰۰۰۰ دینارو انعام ورکړ او ويې ويل چې دوه دوه زره دې واقدي، سوداګر او هاشمي واخلي او پاتې څلور زره دې د امام واقدي مېرمن ته ورکړل شي چې هغه ترټولو د زیات انعام مستحقه ده. (حقوق العباد ادا کیجئی: ۳۹۵)

له کیسې پند :

د مسلمانانو ټول تاریخ له ایثار (په خپل ځان بل ته لمړیتوب وکول) څخه ډک دی، چې په همدې صفت د صحابه وو ستاینه شوې ده، الله جل جلاله وايي: وَيُؤْثِرُوْنَ عَلٰٓي اَنْفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ (الحشر: ۹) ، ژباړه: او په خپلو ځانونو هغوی (مهاجرینو) ته لومړيتوب ورکوي که څه هم پرې سختي وي؛ نو روژه د خواخوږۍ میاشت ده، باید له ایثار څخه کار واخلو او بله دا چې د نیک صالحې مېرمن نښه دا ده چې په ښېګڼو او نیکو اعمالو کې د خاوند مرستندویه وي.

لیکنه : عبدالحق حقانی

ناشر : قران سنت وېب پاڼه

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*