وروستي

په رنجو باندې سترګې تورول او د سر د ويښتانو غوړل په روژه کې

د قران سنت ټولو کارکوونکو ته سلامونه وایم ، پس له سلامه زه یو دوه شیانو په باره کی پښتنی لرم
– په رنجو لګولو باندی روژه ماتیږی او که نه ؟
– د سر د ویښتانو غوړول په ډول ډول تیلو باندی روژه ماتیږی او که نه ؟
که ځواب مو راکړ نو ډیر به خوشحاله شم .
په پښتنه مینه
دیدارالحق دیدار
ننګرهار همیشه بهار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د سر ويښتان په تيلو باندې غوړول او همدارنګه په رنجو باندې سترګې تورول روژې ته هيڅ نقصان نه لري (فقه مُيسر حنفي ص ۲۱۷ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*