وروستي

په روژه کې درې مهم وختونه

حامد افغان

قران سنت

په روژه کې دې دریو وختونوته متوجه واوسئ ، او کوښښ وکړئ چې په دې وختونو کې ذکر او دعا زیات وکړئ او باید یوه ګړۍ یې هم ضایع نه شي ، هغه دری وختونه دا دي :

لومړی وخت :

دسهار له لمانځه وروسته وخت، دا وخت ډیر برکتې او خورا مهم وخت ده په یوه حدیث کې راغلې دي چې ترمذي روایت کړی ده ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : څوک چې د سهار لمونځ په جمعه وکړي ، بیا کینې او الله یادوي ، ترڅو چې لمر راوخیږې ، او بیا دوه رکاته لمونځ وکړې دې سړي د حج او عمري هومره ثواب ترلاسه کړ. پوره پوره پوره . عن انس رضي الله عنه عن النبي صل الله عليه وسلم اْنه قال: من صلى الفجر في جماعه ثم قعد يذكر الله حتى تطلع الشمس ثم صلى ركعتين كانت له كاْجر حجه وعمره تامه تامه تامه .
نو دا وخت د کال په ټولو میاشتو کې اهمیت لري خو د روژي په مبارکه میاشت کې باید دې غنیمت ته متوجه واوسو .

دویم وخت

له ماښام مخکي وخت د روژه تې له پاره ډیر مهم ده که څه هم ډیر خلک دا وخت د روژه ماتې په تیارولو تیروي خو اصلا باید دا وخت په ذکر او دعا تیر کړل شي ، لکه په حدیث کې راغلې دي رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : د دریو کسانو دعاګانې قبلیږې چې هغه یو د روژه دار دعا ده ، دویم د مظلوم دعا ده او دریم د مسافر دعا ده . سلفو علماو به د ورځې د اخر ډیر تعظیم کاوه ځکه دا د ورځې پای وي .

دریم وخت

دسهار له لمانځه مخکي وخت هم ډیر مهم او له برکته ډک وخت ده . او قران کریم په دې وخت کې د استغفار یادونه کړې ده : والمستغفرین بالاسحار . یعني مومنان هغه دي چې په سهار کې استغفار وایي .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*