وروستي

د دعوت په لار کې ستونزې او حل لارې يې

د دعوت اهميت

دعوت يا بلنه د اسلام د خپراوي او ژوندي پاتې کېدلو له مهمو بنسټونو څخه يو بنسټ دی، اسلام په درې شيانو ژوندی پاتې کېږي: ۱- جهاد، په دې سره اسلامي سرحدونه ساتل کېږي. ۲- درس او تدريس، په دې سره د دين د احکامو زده کړه تر لاسه کېږي. ۳- دعوت، او په دې سره اسلام په نړۍ کې خپرېږي.

۱- دعوت په اسلام کې له ترټولو غوره اعمالو څخه يو عمل دی، له واجباتو څخه يو واجب دی، او کوم مسلمانان چې دا غوره عمل ترسره کوي الله ورسره د لويو بدلو او ثوابونو ژمنه کړې ده، الله تعالی د داعي خبره ترټولو غوره خبره ياده کړې ده: وَمَنْ اَحْسَنُ قَوْلًا مِّمَّنْ دَعَآ اِلَى اللّٰهِ وَعَمِلَ صَالِحًـا وَّقَالَ اِنَّنِيْ مِنَ الْمُسْلِمِيْنَ . [حم السجدة: 33]

ژباړه: او تر هغه زيات غوره وينا والا څوك دى چې د الله په لور بلنه كوي، نېك عمل كوي او وايي چې زه له مسلمانانو څخه يم.

۲داعي ته رسول الله صلی الله عليه وسلم ځانګړې دعا کړې ده: نضَّرَ الله عبدًا سَمِع مقالتي فوعاها، فبَلَّغها مَن لَم يَسْمعها.([1])

ژباړه: هغه څوک دې الله تراوتازه لري چې زما خبره واوري، زده يې کړي او بيا يې داسې چاته ورسوي چې هغه نه وي اورېدلې .

۳- د خلکو هدايت او سمون ته تلوسه او حرص د الله په نېز ډېر فضيلت لري، په ځانګړې توګه که د يو داعي په لاس يو څوک په سمه لار شي، دا ورته د دنيا له لويو قيمتي څيزونو څخه هم غوره دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم چې په خيبر غزا کې علي رضي الله عنه ته جنډه ورکړه ورته يې وويل: ورځه، کله چې د هغوی سيمې ته ورسېدلې، اسلام ته يې را وبله او بيا يې د الله له حقونو چې پر دوی دي خبر کړه. بيا يې ورته وويل: فو الله لأن يهدي الله بك رجلاً واحدًا، خير لك من حُمر النعم. ([2])

ژباړه: قسم دی، که الله ستا په لاس يو تن ته هم هدايت وکړ دا ستا لپاره له سرو اوښانو هم غوره دي.

۴- که د رسول الله صلی الله عليه وسلم دعوتي ژوند ته وګورو، هغه په هر وخت، هرځای او هر چاته د دين دعوت ورکړی دی، چايې خبره منله او که يې نه منله، چا ورسره مينه کوله او که يې نه کوله، آن په دې لاره کې يې چې کومې ستونزې ګاللي دي هغه له موږ پټي نه دي، او دا ځکه چې دا کار هم د الله له لورې يو لازم شوی امر دی چې بايد تر سره شي.

۵- د دعوت پر مټ خلک د الله عبادت کوي او پېژني، خلک پرې په سمه لار کېږي او د دين له احکامو، حرامو او حلالو څخه خبرېږي، له دې سره د هغوی معاملې سمېږي، راکړه ورکړه، تړونونه، او له همدې سره د هغوی فردي او اجتماعي ژوند اصلاح کېږي.

د دعوت په لار کې ستونزې

دعوت چې په اسلام کې څومره فضيلت لري، دا کار همدومره ستونزمن او مشقتونو ډک دی، يو داعي چې د الله لارې ته خلک را بولي، له ډول ډول کړاونو سره مخ کېږي، ځينې يې په دې ډول دي:

  • خبره نه منل

کله ناکله يو داعي پوره هڅه کوي چې خلکو ته د الله دين ورسوي او هغوی په سمه لار کړي؛ خو خلک يې خبره نه مني؛ نو ايا په دې وخت کې به دی له خپلې دغې سپېڅلي دندې څخه لاس په سر کېږي؟ نه، هيڅکله به داسې نه کوي؛ بلکې خپل مسؤليت ته به دوام ورکوي، او دا ځکه چې دی د خلکو د هدايت مسؤل نه دی؛ بلکې د ده مسؤليت يوازې رسول دي او بس، الله تعالی وايي: لَيْسَ عَلَيْكَ ھُدٰىھُمْ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ يَهْدِيْ مَنْ يَّشَاۗءُ  ۭ. [البقر: 272]

ژباړه: د دوى هدايت پرتا نه دى (لازم) دا خو الله دى هرچاته چې وغواړي هدايت كوي.

همداسې حال د رسول الله صلی الله عليه وسلم هم و، کله به يې چې خلکو ته د اسلام بلنه ورکوله او هغوی به يې خبره نه منله، ډېر به ورته ځورېدی؛ نو الله تعالی ورته وويل: لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ اَلَّا يَكُوْنُوْا مُؤْمِنِيْنَ[الشعراء: 3]

ژباړه: ښايي ته (په دې) خپل ځان تباه كونكى يې چې هغوى نه مؤمنان كيږي.

وَمَآ اَكْثَرُ النَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِيْنَ[يوسف: 103]

ژباړه: او ته كه هر څومره تلوسه وكړې، زياتره خلك منونكي نه دي.

  • رټل او شکنجه کېدل

د دعوت په لار کې سختۍ ګالل يو ضروري امر دی، دا طبعي ده چې ته يو څوک له هغه کار نه منع کوې چې د هغه زړه هم غواړي او نور ډېر خلک يې هم ملګري وي؛ نو کله ناکله داسې هم پېښېږي چې د هغه له لورې دې تاته تکليف ورسېږي، په لاره کې رسول الله صلی الله عليه وسلم ډېرې سختۍ ګاللي دي، يوه نمونه يې دلته را اخلم:

په دې اړه دپيغمبر صلی الله عليه وسلم  خپله وينا :

حضرت انس رضي الله عنه  وايي: پيغمبر صلی الله عليه وسلم  به ويل: د الله  جل جلاله  په لارکې چې ما څومره تکليفونه او ځورونې ګاللي دي دومره بل نه دي ځورول شوي، په ما داسې وخت هم راغلى چې ديرش ورځې پرلپسې به ما او بلال سره د يوه ژوندي انسان د خوراک وړ  يواځې دومره څه و چې دبلال په تخرګ کې به ځايېدل.  ([3])

دابوبکرصديق رضي الله عنه  تکليفونه:

  حضرت عائشه  رضي الله عنها  وايي: دنارينه صحابه وو شمير چې اته دېرش تنه شو ټول رايوځاى شول ابوبکرصديق رضي الله عنه  پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ته وړانديز وکړ چې اوس بايد اسلام ښکاره کړو، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: لاموشمېرکم دى؛ خوچې هغه ډېرټينګار وکړ؛ نو پيغمبر صلی الله عليه وسلم  اجازه ورکړه اوټول صحابه کرام په مسجد حرام کې خواره شول هرچا د خپل قوم خلکو ته د اسلام اعلان وکړ او بلنه يې ورکړه، ابوبکرصديق رضي الله عنه  په داسې حال کې چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم  يې خواته ناست وو، ودريد او د اسلام لومړنۍ ښکاره بلنه يې پيل کړه، کافرانو چې واوريدل د نورو صحابه وو په څيرپر ابوبکرصديق  رضي الله عنه  هم را ټول شول او ډير زيات يې وډباوه، عتبه بن ربيعه ورته راوړاندې شو راڅېملاوه په خيټه يې ور کښيناست اوپه چپلکو يې دومره وواهه چې مخ او پوزه يې نه پيژندل کيدل او بې هوښه شو، بنو تميم چې خبر شول ټول په منډه راغلل کافران يې وشړل او ابوبکرصديق  رضي الله عنه  يې په يوه ټوټه کې تاو کړ کورته يې يووړ د ټولو يقين و چې نوموړى به ژوندى پاتي نشي، بنو تميم بيرته مسجد حرام ته راغلل او اعلان يې وکړ ويل: که ابوبکرمړشو عتبه بن ربيعه زمونږ دښمن دى همداسې به يې وژنو، هلته ابو قحافه (د ابوبکرصديق  رضي الله عنه  پلار) او نورو خلکو هڅه کوله چې ابوبکرصديق رضي الله عنه  خبرې وکړي؛ خو هغه د خبرو هيڅ توان نه درلود اوټوله ورځ همداسې بې هوښه و، مازديګر چې لږ رابيدارشو لومړى يې پوښتنه وکړه چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم  څنګه دى؟ خلک ترې پاڅيدل ويل د هغه له لاسه دې حال ته راورسيدې لايې اوس هم يادوې؟ بيايې د نوموړي مور ام خير ته وويل: مونږ درنه ځو ته خوراک مراک ورکړه اوپام ورته کوه، خلک چې ولاړل موريې خواړه ورته راوړل؛ خو هغه بيا بيا يواځې همدا پوښتنه کوله چې رسول الله څنګه دى؟ موريې ورته وويل: زه والله که ترې خبره يم چې څنګه دى، ابوبکرصديق  رضي الله عنه  ورته وويل: ته لږورشه د خطاب لور ام جميل  نه پوښتنه وکړه هغه به خبره وي، مور يې ورغله د ام جميل  رضي الله عنها  نه يې پوښتنه وکړه هغې (له ويرې) انکار وکړ ويل زه نه ستازوى پيژنم او نه محمد بن عبدالله پيژنم؛ خوکه خوښه دې وي زه به پخپله ستا زوى ووينم، ام خير ويل ډيره ښه ده دواړه را روانې شوې ابوبکرصديق رضي الله عنه  هماغسې پرځمکه پروت و او د ولاړېدو هيڅ وس يې نه درلود، ام جميل  رضي الله عنها  چې ورته راغله اودنوموړي دردوونکى حالت يې وليد ډير زيات يې وژړل بيايې ورته وويل: هيڅ غم مه کوه خداى پاک به هرومرو له دې ظالمانو او کافرانو ستا بدله اخلي، ابوبکرصديق  رضي الله عنه  ورته وويل: رسول الله  صلی الله عليه وسلم  څنګه دى؟ ام جميل  رضي الله عنها  اشاره ورته وکړه چې مور دې ناسته ده هغه به يې واوري، ابوبکرصديق رضي الله عنه  ورته وويل: پروا نه کوي له هغې نه هيڅ خطر نشته، ام جميل  رضي الله عنها  ورته وويل: چې داسې ده؛ نو رسول الله  صلی الله عليه وسلم  روغ رمټ دى، وېل چيرې دى؟ ام جميل ورته ويل د ارقم په کور کې دى، ابوبکرصديق رضي الله عنه  وويل: قسم دى چې ترڅو يې په خپلو سترګو ونه وينم نه به څه وخورم او نه به څه وڅښم، هغې ورته وويل: سمه ده! لږ انتظار وکړه چې د خلکو تګ را تګ يو څه کم شي ور ولو دې، ورځ چې تيره شوه او ټول خلک کورونو ته ولاړل دواړو (ام جميل رضي الله عنها  او ام خير) له لاسو ونيو او پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ته يې وروست، هغه صلی الله عليه وسلم  چې پرابوبکر سترګې ولګېدې ورته راپاڅيد په تندي يې ښکل کړ او ډير پرې ودرديد، ورپسې ټول ناست صحابه کرام راوړاندې شول او هر يوه يې په خپل وار هرکلى وکړ او په تندي يې ښکل کړ.

ابوبکرصديق رضي الله عنه  پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ته مخ ور واړو ويل: يارسول الله ! زما مور او پلار دې له تا قربان وي! نور ښه يم خو هغه ظالم (عتبه) پر مخ ډير کلک-کلک وهلى يم او دغه زما مور ده له خپل زوى سره ډير ښه چلن کوي دعا ورته وکړه که خداى پاک يې ستاسو له برکته له اوره وساتي اومسلمانه شي! پيغمبر صلی الله عليه وسلم  دعا ورته وکړه او د اسلام بلنه يې ورکړه، هغې يې بلنه و منله او د شهادت کلمه يې وويله، دغه وخت په دارارقم کې د صحابه کرامو شمير نهه ديرش (۳۹) تنه وو.

د ستونزو پر وړاندې د داعي مسؤليت

له کله نه چې الله تعالی انسان پيدا کړی دی، د حق او باطل تر منځ جګړه او مقابله روانه ده، او دا لړۍ به تر هغو روانه وي چې الله تعالی خپله وعده پوره کوي او دا ځمکه ټوله د حقپالونکو په واک کې ورکوي: وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُوْرِ مِنْۢ بَعْدِ الذِّكْرِ اَنَّ الْاَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصّٰلِحُوْنَ[الانبياء: 105].

ژباړه: او موږ له نصيحت وروسته په زبور كې ليكلي ؤ چې دا ځمكه به زموږ غوره بندګان په ميراث وړي.

خو حقپالونکي بايد په دې باور ولري چې بري ته رسېدل يې آسان کار نه دی او دا لار له ازغيو او ګړنګونو ډکه ده، الله تعالی وايي: اَحَسِبَ النَّاسُ اَنْ يُّتْرَكُوْٓا اَنْ يَّقُوْلُوْٓا اٰمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُوْنَ [العنکبوت: 2].

ژباړه: ايا خلكو دا ګڼلې چې دوى به همداسې پرېښودل شي كله چې ووايي موږ ايمان راوړى او څه ازميښت به يې نه كيږي؟.

بل آيت کې فرمايي: اَمْ حَسِبْتُمْ اَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَاْتِكُمْ مَّثَلُ الَّذِيْنَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ ۭ مَسَّتْهُمُ الْبَاْسَاۗءُ وَالضَّرَّاۗءُ وَزُلْزِلُوْا حَتّٰى يَقُوْلَ الرَّسُوْلُ وَالَّذِيْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ مَتٰى نَصْرُ اللّٰهِ  ۭ اَلَآ اِنَّ نَصْرَ اللّٰهِ قَرِيْبٌ[البقرة: 214].

ژباړه: ايا داسې مو ګڼلې چې جنت ته به له هغه مخكې داخل شئ چې لا ړومبنيو تېر شوو خلكو غوندې حالت نه وي درباندې راغلى، هغوى ته كړاوونه او رنځونه رسېدلي ؤ  او ان دومره لړزول شوي وو چې هماغه رسول او ورسره مؤمنانو به ويل: د الله مرسته به كله وي؟ (الله وويل) خبر اوسئ! د الله مرسته نژدې ده.

څوک چې د الله دين ته بلنه کوي خامخا به په تکليفونو ازمايل کېږي، دا يو طبعي امر دی، ورقه بن نوفل رسول الله صلی الله عليه وسلم ته هغه وخت چې لا رسول الله صلی الله عليه وسلم ته نبوت نه و ورکړی شوی دا قاعده داسې بيان کړه: (لم يأت أحد قط بمثل ما جئت به إلا أوذي) يعنې ستا په څېر پيغام سره چې هر څوک راغلی هغه ته تکليفونه رسېدلي دي؛ خو د دعوت په لار کې صبر او تحمل بيا د انبياوو او کاميابو دعاتو شېوه او خاصيت دی او همدا صبر د هر داعي د کاميابۍ راز دی، څوک چې دې ميدان ته داخلېږي، بايد لويو ازميښتونو ته خپله سينه سپر وګرځوي، بې صبري ونه کړي، له خپل مسؤليت څخه ناهيلی او په شا نه شي، کلک هوډ ولري، خپلې دندې ته دوام ورکوي او پايله الله ته پرېږدي او هغه کړاونه را يادوي چې په دې لاره کې رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو ګاللي دي؛ نو به حتما داسې وخت راشي چې نوموړی به په خپل هدف کې کاميابېږي، يا په ژوند کې او يا له مرګ وروسته.

له خباب بن ارت رضي الله عنه څخه روايت دی وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم د کعبې سيوري ته خپل څادر ته تکيه کړې وه، موږ ورغلو شکايت مو ورته وکړ او ومو ويل: (اې د الله رسوله!) دعا نه راته کوې چې الله مو مرسته وکړي؛ نو ويې ويل: ستاسو نه پخوا خلک داسې وو چې يو تن به راوستل شو په ځمکه کې به کنده ورته وويستل شوه پکې وبه درول شو، بيا به اره راوړل شوه پر سر به ورکېښودل شوه او دوه ځايه به کړل شو، او د وسپنو په ږمنځو به يې غوښي له هډوکو جلا کېدلې؛ خو دې هر څه به له دين څخه نه شو اړولای، (بيا يې وويل:) قسم دی الله به دا (د دين) چاره پوره کوي تر دې چې بيا به له صنعا څخه يو سپور تر حضرموت پورې ځي او له الله او پر خپلو پسونو له لېوه پرته به له بل شي څخه نه ډارېږي؛ خو تاسو بيړه کوئ.([4]).

عبدالحق حماد

کابل

۱۴/شعبان/۱۴۳۸هـ


([1] ) رواه ابن ماجه، وهو صحيح؛ 1/ 45

([2] ) رواه البخاري في كتاب المغازي، (7/ 476)، برقم (4210).

[3]  (اخرجه احمد كذا في البداية ٣/٤٧ و اخرجه ايضاً الترمذى و ابن حبان في صحيحه و قال الترمذى هذا حديث صحيح كذا في الترغيب ٥/١٥٩ و اخرجه ايضاُ ابن ماجه و ابو نعيم).

([4] ) أخرجه : البخاري 4/244 ( 3612 ) و5/56 ( 3852 ) .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*