وروستي

دا لار ډېره ستونزمنه ده!

لیکنه: اسدالله ریان

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه مکرمه کې دعوت ‍پیل کړ، ورځ په ورځ د مسلمانانو شمیر په زیاتوالي وو او هره ورځ له نویو آزموینو سره مخامخ کیدل.

صحابه وو چې اسلام شعوري منلې وو او د دی دین ظهور یې د الله رب العزت لویه پیرزوینه ګڼله، نه یې غوښتل چې دا رڼا له لاسه ورکړي او بیا د تیارو په بحر کې ډوب شي، حتی که په دې لار کې د دوی ځان، مال او کورنې قربان شي. هماغه وو چې د مشرکینو شکنجې به یې منلې مګر له اسلام څخه نه تیریدل.

ځینې د خبیب رضی الله عنه په شان په ژوند د بدن د غړو غوڅېدو ته چمتو وو او نور د مصعب بن عمیر رضی الله عنه په څیر د هر راز ناز او نعمت پریښودو ته.

صحابه او ورپسې نسل په دې پوه وو چې ټوله بریا په دین کې ده، نو دوی هم بخل ونه کړ او د الهی فرمان مطابق یې اسلام د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې خپور کړ.

دا خپریدل څه آسانه کار نه وو، بلکې هغوی خپل ځانونه قربان کړل.

کورنیو یې د زړونو د ټوټو له لاسه ورکول منلی شول خو د مسلمانانو ماتې یې نه شوه منلې.

تاریخ د موته په غزا کې د صحابیاتو اتلولي او ایمانداري کله هیرولی شو! کله چې صحابه له بریا پرته راستانه شول، بیبیانو ورپسې دروازې وتړلې دوی ته یې د داخلیدو اجازه نه ورکوله، ورته ویل به یې:

– ولې راستانه شوی؟ له مرګه ډاریدی؟

– ولې مو د جګړی میدان پریښود او وتښتیدلې؟

– ولې مو په خپلو وینو بخیلي وکړه…؟

دا د ژور ایمان پایلې وې. د اسلام داعیان په هر وخت کې له ستونزو سره مخ شوي او ډیر کړاوونه یې ګاللي دي.

د یوویشتمي پیړی داعیانو!

تاسې څه فکر کوی چې د اسلام د دعوت غږ به پورته کوی او هیڅ ربړونه به ونه وینی؟
داسې نه ده، که د الله لوري ته مخلصه داعیان یی، نو پوه شئ چې حتماْ به په آزمون کې لویږئ. الله تعالی فرمایي: أحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ ﴿عنکبوت- ۲﴾
رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د الله خلیل او حبیب وو، خپل ملګري یې له لاسه ورکړل، مبارک غاښ یې شهید شو، په ډبرو وویشتل شو، بوټونه یې له وینو ډک شول… آیا تاسې له رسول الله څخه غوره یاست؟

لومړنيو مسلمانانو ته که رهبران یا لارویان وو، دا خبره جوته وه چې په ځمکه باندې الهې عدل راوستل له ځان او مال نه تیریدل غواړي. کله چې مسلمانانو د عقبې په دوهم پیمان کې ته بیعت کولو نو د انصارو مشرانو (مخصوصاْ اسعد بن زراره رضی الله عنه) هغوی ته وویل: آیا تاسې ډاډه یې چې په څه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت کوي؟ آیا پوهیږي چې د دی بیعت معنا د ټولو عربو سره د دښمنی قبلول، د غوره شخصیتونو له لاسه ورکول او د توري د خولی د سوزیدو منل دي؟ هغوی ټولو دا ومنل او عملا ایثار ته چمتو شول.

د حق لوري ته بلونکو!

داسې نه چې تنها په احساساتي او جذباتي ویناوو بسنه وکړئ او د الله لوري ته د بلنې په لار کې مو پرتې ستونزې هیری شي. داسې نه چې د کړاوونه په دور کې استقامت له لاسه ورکړئ. باید تل دې ته تیار وی چې شاید داسې ورځ درباندې راشي چې سپکې سپورې، وهل، شکنجې، لوږې او تندې به مو په لار کې وي.
کله چې امام شهید حسن البنا د عمر تلمساني – د اخوان درییم مرشد عام- سره د اسلامي امت د اوضاع په هکله خبرې خبرې کولې او بیا یې د اسلامي حرکت اهداف ورته څرګند کړل. عمر تلمساني چې خپلې اوښکې پاکولې امام ته وویل:
– زه همدا اوس له تاسې سره بیعت کوم.
شهید حسن البنا ورته وویل:
– ته اوس کور ته لاړ شه او یوه اونۍ ښه غور او فکر پرې وکړه، د کومې لارې سره چې ته بیعت کوې شاید ځان، مال او کورنۍ دې پکې له لاسه ورکړې.
عمر تلمساني لاړ او له لنډو ورځو وروسته راغی، بیعت یې وکړ.

ګرانه وروره او درنې خورې!

مونږ چې وایو راځئ په ځمکه باندې د الهي نظام د واکمنې لپاره مخلصانه کار وکړو، دا مو نه دي ویلي چې یوه اونۍ او یا هم یوه میاشت وروسته به مونږ بریالي کیږو، ټوله اسلامي نړۍ له مونږ سره ده او هيڅ ستونزې هم نه لرو. د درواغو وعدې نه درکوو، بلکه په بصیرت سره بلنه درته کوو چې دا مو د کار شېوه ده او دا مو هم امکانات. حتی کوم بدلون چې مونږ یې غواړو شاید د نسلونو د عمر په اندازه وخت ونیسي. کیدای شي د خپل دعوت ثمره په خپلو سترګو ونه ګورو، مګر امید او هیله به له لاسه نه ورکوو او له الله تعالی به د اجر او ثواب غوښتونکي یو.

دا چې د اسلام لوري ته د بلنې لار ستونزمنه ده، هیڅکله په دې معنی نه ده چې مونږ به نه بریالي کیږو بلکې که چیرې خپل ژوند د اسلام لپاره وقف کړو او د عصري وسایلو نه ګته واخلو نو انشا الله نصر من الله و فتح قریب.

طبیعي خبر ده چې دښمن خو به مو مخې ته نه پریږدي مګر باید په دی باور ولرو چې که په اخلاص سره عمل وکړو نو انشا الله، الله به يې څو برابره بدله راکوي. هماغه د ابن تیمیه رحمه الله خبره ده چې: (هغوی به له ما سره څه وکړي؟ که مې بندي کړي نو زه به په اعتکاف کې ناست وم او له الله سره به مناجات کړم، که مې تبعید کړي نو د الله په لار کې به مهاجر شم او که مې ووژني، شهید به شم.)
بالاخره باید ایمان مو داسې مرحلې ته رسیدلې وي چې که هره ستونزه راباندې راشي د الله د دین په خاطر یې منو.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*