ای زما ځوانه وروره !
ای وروره! ټولنیز حالات داسې حساس او بربادونکي پړاو ته رسیدلی دي چه د خیر او فلاح کشتی د فحشاء او فساد په سمندر کې ډوبیدونکې ښکاري د اصلاح امکانات ورځ په ورځ له مينځه تلونکي بریښي، د زوال نښې رابرسیره شوی د عزت او عفت حقیقت د بداخلاقی او بې عزتی په مجازي پردو کې پټ شوی، د یوې عامې رسوایی او بې حیایی ټول شرایط برابر شوي، نو پداسې حالاتو کې تا ته یو نصحت کوم:
ای وروره! ځواني د ټول عمر یو نه راګرځیدونکی پسرلی دی د داسې پسرلیو قدر کول د هر ځوان یوه دینی او اخلاقی لویه او مهمه فریضه او زمامداری ده د ځوانی په پسرلی کی د هر چا د ژوند د امیدونو غوټی په غوړیدو شي. له هرچا سره یو نوی احساس اویوه نه ما تیدونکی جذبه پیدا شي. خو نیک بخته هغه څوک وي چه خپل غلط اوشیطاني احساسات را قابو کړي. د چا دکورونو او کنډرونو وهلو ته یی ونه لمسوي، د چا حیاء او عفت پریوتو ته یی مجبور نکړي او د چا د ناموس لوټلو ته یی ونه هځوي .
ای وروره! هغه شیطان چه ته یې پرمخه کړی یې او د ژوند له هسکو او ټیټو څخه یی ناخبره ساتلی یې ډیر مکار هوښیار اوځیرک دی پام کوه که یو ځلی دې ورسره ملګری شو نو بیا به یی له دوستی څخه ترعمره پوری خلاص نه شې. دا د بنګو خمار نه دی همیش په مغزو کی ګرځی او تا به داسې شیانو ته هڅوي چه هغه یوازې نورو ته نه بلکی تاته پخپله هم یوه لویه صدمه اوضربه درکولای شی بس ستا په قیمتی ځوانی اور پوری کولای شي او ټول ژوند دی په غم او ویر اخته کولای شي .
ای وروره! تا به دې ګلونو د ښایست ننداری داسې خمار او بی پروا کړی چه د پټو اغزیو له لاسه به یی زخمی زخمی شې کوم چه تا نه وي لیدلی او دې ګلونو تر پاڼو او څانګو لاندې پټ وي له عفتونو سره لوبې کول دې هغه اغزی لرونکی ګلونو سره لوبی کول دی چه یوه لحظه خمار او زړه وړونکی ښایست یی تاته د ژوند تر پایه اور پورې کولای شي او تا هسې سوځولای شي چه دود اولوګۍ یې څوک نشي لیدای..
ای وروره! ته چه په کومو ښکارونو پسې وځې او د ښکار کولو کوښښ یې کړې نو هغه پټ دامونه هم له نظره مه وباسه چه تا اوستا پشان ډیر هوښیار ښکاریان یې ترعمره په مضبوطو دامونو کې ښکیل کړي . دا پټ دامونه خو به خامخا یوه ورځ ستا له سره هم هغه خمار اونیشه والوزوي کومه چه ته یې داسې ړوند او بې پروا کړی وې .
عمل ندې بلکه له بلاګانو څخه ځان ساتل د هرهوښیار او ایماندار بنده خورا لویه هوښیاري اوایمانداري ده. دشهوت اوغرور خونړی بلا همیشه وازکومي ګرځی خو پام کوه ددی بلاګانو وازکومی ته د ځان سپارلو او نغړلو موقع او فرصت مه ورکوه.
څرګندونه مو لاندې وليکئ