وروستي

د عربو واکمنوپه څه اتفاق کړئ؟

ژباړونکی: عبدالله حامد

ناشر:قران سنت

د دریمې نړۍ تیر تاریخ د ویاړونو، پرمختګونو او تمدن دور بلل کیږي، خپلې واکمنې پر مهال يې نړۍ ته ښودلی چې اسلام دین د ژوند هر اړخیز نظام، د پرمختګ سمبول، د سولي او امنیت او آ رام ژوند لپاره پکې لارښونې موجودې دي، دا چې اسلامي خلافت د ړنګیدو لپاره کفري نړۍ جدي هلې ځلې وکړی او بالاخره اسلامي خلافت د سقوط سره مخ شو، چې د مسلمانانو د نزول پېلامه هم له همدغه ځایه پېل شوه ځکه چې بیا د اسلامي نړۍ واګۍ د داسې خلکو په واک کې شو چې د مسلمانانو غم ورسره مل نه بلکې د استعمار په خدمت کې يې ژوند تیروه، مسلمانانو کوم عزت او برم چې درلوده هغه تر پښو لاندې کړ، لکه څرنګه چې اوس هم ګورو (( د عربو واکمنو اتفاق کړی ))!

عربو واکمنو پدې اتفاق ندی کړې چې قدس له اسرائیلو څخه آزاد کړي، پدې اتفاق نه دی کړې چې یمن، سوریه، الجزائر، صومال او برما مسلمانانو فقر له مینځه یوسي او د ستونزو او وژنو څخه يې وژغوري.

پدې يې اتفاق کړی دی چې امریکا ته درې سوه او شپیته ملیارده ډالر ورکړي، چې ورباندې د برما، قدس، یمن سوریه او د نړۍ ټولو مسلمانانو فقر، وژنې، ستونزې او مشکلاتو ته د پاي ټکې ایښودل کیدای شي او یا اقلاً کمیدلی شي.

که چیرې تیر اسلامي تاریخ ته مراجعه وکړو، وبه ګورو !
د قدس فاتح صلاح الدین ایوبي به په تبسم سره هم خندا نه کوله ځکه چې د مسلمانانو غم ورسره مل ؤ، لیکن اوسمهال که چيرې د عربو واکمنو ته په رڼو سترګو وکتل شي نه یواځې دا چې د مسلمانان پر دغه بد حالت باندې خاندي او خوشحالي کوي بلکې ورته رقص او ګډا کوي، د مسلمانانو ماشومان په سوریه کې په کیمیاوي موادو سوزول کیږي، په برما کې د مسلمانانو عامه وژنه روانه ده، په یمن، الجزایر او نورو اسلامي هېوادونو کې مسلمانان د فقر سره لاس او ګریوان دي بیت المقدس د شپیتو کالنو راهیسې د آزادۍ آواز پورته کوي څوک ورته لبیک نه وايي، او همدارنګه د ټولې نړۍ مسلمانان په یو قسم د اقسامو د ستونزو او کشمکشونو سره مخامخ دي، لیکن عربو حکامو اتفاق کړی! په څه يې اتفاق کړی؟؟

(( پدې يې اتفاق کړیدې چې نه به په اتفاق کیږو ))
د نړۍ تولو علماؤ ته مو پیغام: ای د پیغمبرصلی الله علیه وسلم وارثینو کله مو چې حق ولید نو پرې خاموش مه پاتې کیږئ د حق پلوي کوئ او هر کله مو چې خبره او وینا ترسره کوله نو هیڅکله باطل وینا مه تر سره کوئ، باطل لوري ته مه ودریږئ، لکه څرنګه چې نابغه سید جمال الدین افغاني ته وویل شو چې ښکیلاکګر د زمریانو په شان دي، هغه ځواب ورکړ: چې هغوې هېڅکله هم د زمریانو په شان نشي کیدلې تر څو چې تاسو د مېږو په څېر ونه ګوري‎.

الهي مونږ او د نړۍ ټول مسلمانان له دغه بد حالت څخه خلاص کړئ، مونږ ته امن سوله او پرمختګ راپه برخه کړئ ، د دنیا او اخرت خوشحالي رانصیب کړئ . آمین
يوټیوب څخه ژباړه او زیاتونه

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*