وروستي

په لاره کې د موندل شوي مال حکم

لیکنه: فضل الله ممتاز

که چیری یو څوک په لاره باندی روان وي او یو څه اندازه پیسی ومومي او دا هم ورته مشکله وي چې ددې مال اصلي خاوند په اړه له چا څخه پوښتنه وکړي او یا ېې درک ځانته معلوم کړي؛ نو په دې حالت کې دې لاروي شخص ته څه کول پکار دي؟

دا هغه پوښتنه ده چې کله کله ورسره زمونږ یو لړ ورونه او خویندې مخامخ کیږي، غواړو په دې لیکنه کې په لنډه توګه سره د اسلامي سپېڅلي شریعت په رڼا کې د داسې مال چې په لاره او یا د سرک پر غاړه موندل شوی وي حکم بیان کړو، البته د یادولو وړه ده چې په فقهي اصطلاح کې دې ډول موندل شوي مال ته لُقْطَة وايي او مختلف حالات لري لکه:
لومړی حالت: یا خو به دا مال ارزښتمن او قیمتي وي: که چیری دا مال یو داسی ارزښتمن مال وي(چې عادتاً داسې تصور کیږي چې له ورکېدلو وروسته به ېې خاوند ورپسې لالهانده ګرځي تر څو ېې بېرته ترلاسه کړي، لکه سره زر، سپین زر، زیاتی پیسی او داسې نور…)؛ نو بیا په دې صورت کې پر دې موندونکي شخص باندی چې دا مال ېې په لاره کې موندلی دی، دا لازم دي چې سمدلاسه دا مال هره میاشت دوه ځلې یا درې ځلې د خپل توان او وس سره سم په هره مناسبه وسیله چې وي خلکو ته اعلان کړي(البته پخپله به خلکوته ددې مال مواصفات او ځانګړتیاوی نه بیانوي، بلکه له نورو څخه به ېې اوري) او دا کار به تر یو کاله پوری ترسره کوي، د مثال په توګه:

د یو چا څخه په یو ځای کې پیسې غورځېدلی وي او ته ېې ومومی؛ نو په دې صورت کې پر تاباندی دا لازم دي چې ته به دا مال په داسې ځایونو کې چې هلته خلک سره راټولیږي اود خلکو ګڼه ګونه زیاته وي اعلانوی، لکه بازارونه (یا د جمعې له لمانځه وروسته د مسجد په عمومي دروازو) او داسې نورو ځایونو کې باید خلکو ته اعلان شي.

که چیری په دې مال باندی یو کال تېر شي او خاوند ېې ونه موندل شی؛ نو بیا تا ته دا حلال او روا دي چې ته ترېنه استفاده وکړي، خو که چیری ېې اصلي خاوند وموندل شي او د دې مال ځانګړی نښې او صحیح علامی تا ته بیان کړي(او له دې موندونکي شخص سره موجود وي)،؛ نو په دې صورت کې ورته پکار دي چې دا مال بېرته خپل خاوند ته وروسپاري ځکه له ده سره دا مال داسې پروت ؤ لکه د امانت مال (او یا لکه یو څوک چې تا ته یو څه مال د د قرض په توګه سره درکړي، چې ته به ېې بېرته خپل خاوند ته ورسپاري).

که له موندلووروسته ېې اعلان نکړي او مال پټ وساتي:
خو که چیری له موندلو وروسته دا موندونکی شخص دا مال خلکو ته اعلان نکړی، بلکه پخپله ېې خوړلی وي( نو په دې صورت کې و رته پکار دي چې یا به ېې خاوند ته په هماغه ډول مال او یا به د هغې قیمت آداء کوي) او که چیری داسی وي چې اصلي خاوند ېې په اړه چوپ پاتی شي او دې موندونکي شخص ته هیڅ هم ونه وايي(جنجال ورسره ونکړي)؛ نو بیا په دې صورت کې دې موندونکي شخص ته چې پردې مال ېې پرته له اجازې مصرف کړی وي پکار دي چې اوس ددې مال قیمت(د پیسو اندازه) د خیر په لارو چارو کې مصرف کړي(لکه د مسجد په جوړولو او داسي نورو ګټورو کارونوکې چې په هغې کې د هر مسلمان لپاره مصلحت او ګټه پرته وي او ټول پکې شریک وي او یا دې دا مال پر بې وزلو او فقیرانو صدقه کړي) خو په دې نیت چې ثواب به ېې خپل اصلي خاوند ته بښي(په دې صورت کې به ېې ثواب خاوند ته ان شاء الله رسیږي) او دا کار به ځکه ترسره کوي چې دې اخستونکي شخص دا مال په روا توګه سره نه دی ترلاسه کړی(یعنې روا لاره خو دا ده چې له مصرفولووړاندی د خلکو په منځ کې څو ځلی اعلان کړای وای تر څو ېې اصلي خاوند معلوم شي). (1)

دویم حالت: یا خو به دا موندل شوی مال بې ارزښته او عادي وي:
اما که چیری دا موندل شوی مال داسې مال وي چې(دخلکو په عام عُرف یاد دود او دستور) کې دومره ارزښتمن او قیمتي څه نه وي او خاوند ته ېې هم دومره ارزښت ونلري(لکه امسا، رسۍ، میوه، وچه ډوډۍ او دېته ورته شیان)؛ نو په دې صورت کې ېې اخستل او راپورته کول هم جواز لري(او دېته ضرورت نشته تر څو انتظار وویستل شي) او دا هم کېدلی شي چې دا موندونکی شخص ترېنه پخپله استفاده وکړي، یا ېې پر بل چا باندی صدقه کړي او ثواب ېې خپل اصلي خاوند ته وروبښي او په دې صورت کې پر موندونکي شخص باندی دا هم لازم نه دي چې خلکو ته دا ډول بې ارزښته مال اعلان کړي. (والله أعلم)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(1):(فتاوى ابن باز 19 جلد 431صفحه).

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*