وروستي

جیوګریډ (GEOGRID)

جیوګریډ (GEOGRID)

لیکنه:استادانجینرحمیدالله صدیقي

ناشر:قران سنت ويب پاڼه

د جیوګریډ پیژندنه
جیوګریډ د جیوسینټېټېک یو له هغه ډولونو څخه شمیرل کیږي کوم چې په عمومي توګه سره دخاورې د تقويه کولو لپاره د سرکونو او په تیره بیا د پوښښونو په جوړولو کې کارول کېږي. کیدای شي جیوګریډ په لاندې توګه تعریف کړو:

جیوګرید د جیوسینټېټېک له هغه جالي ډوله جوړښت څخه عبارت دی چې د منظمو او نه جلا کېدونکو سوریو چې اندازه یې له 6.35mm څخه لویې وي، لرونکی دی. په عمومي توګه سره جیوګریډ د خاورو، ډبرو او یا نورو ساختماني موادو د تقويه کولو (Reinforcement) لپاره کارول کیږي (ASTM D 4439).

په عمومي توګه سره جیوګریډ د زیات مقاومت او سختۍ لرونکی دی او جالې یې داسې جوړه شوې ده چې تارونه یې یو له بل څخه نه جلاکېدونکي دي. له بلې خوا جیوګریډ کېدای شي نرم او یا سخت خواص ولري. د نرم او یا سخت جیوګریډ ټاکل د کارونې تر شرایطو پورې اړه لري. د خاورېنو، جغلي او یا اسفالتي طبقاتو لپاره په عمومي توګه سره د سخت جیوګریډ څخه او د ځمکې د مخ د پوښنې لپاره د نرم جیوګریډ څخه کار اخیستل کېږي.

د جیوګریډ کارونه (GEOGRID APPLICATION)Image may contain: one or more people, tree, outdoor and nature
د تل لپاره کوښښ کیږي چې د پوښښونو په جوړولو کې د ساحې له شته طبعي موادو (خاورې او جغل) څخه کار واخیستل شي. خو ځینې وخت نشي کیدای یاد مواد د پوښښونو په جوړولو کې وکارول شي ځکه د ځمکې پر مخ د ځمکې جیولوجیکي جوړښت ساحه په ساحه تغیر کوي. کله چې د ځمکې جیولوجیکي جوړښت تغیر وکړي، نو معلومه ده چې د یادې خاورې خواص هم تغیر کوي چې په ځینو حالاتو کې د خاورې د اړتیا وړ ثبات او مقاومت نه ترلاسه کیږي. نو پدې صورت کې اړتیا پیښېږي چې یا خو یاده خاوره د ښو موادو په پواسطه بدله شي او یا خو هم تقویه شي چې ډیری وخت د خاورې تقویه کول تر ټولو آسانه او ساده لاره ګڼل کیږي. جیوګریډ یو له هغه موادو څخه دی چې د خاورو د تقویه کولو لپاره کارول کیږي. په عمومي توګه سره جیوګریډ د هغه خاورو د تقويه کولو لپاره کارول کېږي چې د دانو سایز یې له 5mm څخه لوی وي. ځکه ډیری وخت د جیوګرید د سوریو سایز له 6.3mm څخه لوی وي. جیوګریډ د کارونې بیلابیل ځایونه لري چې ځینې مهم یې په لاندې ډول دي:

• د پوښښونو د سب بیس او بیس طبقاتو د تقويه کولو لپاره
• د پوښښونو د اسفالتي طبقاتو د تقويه کولو لپاره
• د پوښښونو د پرکاري د برخو د تقويه کولو لپاره
• د سرک غاړو میلان لرونکو ساحو څخه د ډبرو د رالويدو د مخنیوي لپاره

1. د پوښښونو د سب بیس او بیس طبقاتو د تقويه کولو لپاره:
کله کله داسې هم پیښېږي چې د پوښښونو د جوړولو لپاره په ساحه کې د سب بیس او یا بیس د شته طبعي موادو د مقاومت او ثبات له ټاکلې اندازې څخه کم وي او د دې اړتیا پیښېږي چې د یادو موادو مقاومت او ثبات زیات شي چې پدې صورت کې دوه د حل لاری شتون لري.
لومړی: دا چې پوښښ د سب بیس او یا بیس ضعیفو موادو ته ډیزاین شي. کېدای شي دا د دې سبب وګرځي چې د سرک پوښښ نا اقتصادي پریوزي.
دوهم: دا چې د سب بیس او یا بیس شته طبعي مواد د ځینو ګډوونکو موادو (چونه، سمنټ، فابریکه یې جغل، قیر، جیوټیکسټایل، جیوګریډ، جیونیټ، جیوسېل او داسې نور) په مرسته تقويه شي.
نو له دې څخه معلومه شوه چې جیوګریډ یو له هغو موادو څخه شمیرل کیږي چې د پوښښونو د جغلي طبقاتو د تقویه کولو لپاره کارول کیږي. لکه څرنګه چې د جیو ګریډ مقاومت د جیوسينټېټېک له ځینو ډولونو ډیر زیات دی، نو کېدای شي یاد جیوسینټېټېک د سب بیس او یا بیس د خاورې ثبات (Stability) تر دوه چنده پورې زیاته کړي.

2. د پوښښونو د اسفالتي طبقاتو د تقويه کولو لپاره: Image may contain: one or more people, people standing and outdoor
کېدای شي د جیوګریډ څخه د نويو او زړو اسفالتي طبقاتو د تقويه کولو لپاره هم کار واخیستل شي. که چیرې د نويو اسفالتي طبقاتو په منځ کې جیوګریډ وکارول شي، نو د اسفالتي طبقاتو د ثبات د زیاتیدو سبب کېږي.
که چیرې د اسفالتو په زاړو طبقاتو کې له ټاکلې اندازې څخه ډیر درزونه یا چاودونه شتون ولري، نو مخکې له دې چې د یادې طبقې د پاسه د اسفالتو نوي طبقه وکارول شي، اړینه ده چې لومړی باید د زړې طبقې د پاسه د داسې موادو (Geogrid or Pavement Fabric) یوه طبقه وکارول شي چې د اسفالتو په نوي طبقه کې د درزونو او چاودونو څخه مخېنوی وکړي چې جیوګریډ یو له هغو موادو څخه شمیرل کیږي.
خو د یادې ستونزې د هواري لپاره باید له داسې جیوګریډ څخه کار واخیستل شي چې د اسفالتو د کارونې د تودوخې په درجه (130 ± 5°C) کې مقاومت وکړي. د دې ستونزې د حل لپاره تر ټولو ښه لاره د پوښښونو د فیبریک (Pavement Fabric) کارول دي. Image may contain: one or more people, people standing and outdoor
د پوښښونو فیبریک د جیوګریډ او قیرو له مرکب ساختمان څخه عبارت دی. یعنې جیوګریډ له دواړو خواووڅخه د قیرو د یوې طبقې په مرسته پوښل شوی دی کوم چې د اسفالتو سره د سریښېدو ښه وړتیا رامنځ ته کوي. خو بیا هم په ځینو ځایونو کې له جیوګریډ څخه کار اخیستل کېږي. ځکه جیوګریډ نظر د پوښښونو فیبریک ته اقتصادي دی. ډیری وخت له جیوګریډ څخه د هغو زاړو سرکونو د پوښښونو په تقویه کولو کې کار اخیستل کیږي چې د درزونو اندازه یې ډیره کمه وي او یا هم له جیوګریډ څخه د لږ ترافیک لرونکو سرکونو (کلیوالي سرکونه) د پوښښونو د ترمیم لپاره کار اخیستل کېږي.
مخکې له دې چې جیوګریډ وکارول شي لومړی باید د زاړه پوښښ درزونه، غوچوړي، جرۍ او داسې نورې ستونزې ترمیم شي او بیا د هغې د پاسه د قیرو سریښوونکی پوښ (Tack Coat) وکارول شي. وروسته بیا د هغې د پاسه جیوګریډ هموار او ورپسې د اسفالتو نوې طبقه وکارول شي. په نوي پوښښ کې لومړی باید د اسفالتو د یوې طبقې د پاسه د قیرو سریښوونکی پوښ وکارول شي او ورپسی د اسفالتو بله طبقه جوړه شي. که چیرې وغواړو د بیس د طبقې د پاسه جیوګریډ وکاروو، نو لومړی باید د بیس د طبقې د پاسه د قیرو لومړنی پوښ (Prime Coat) وکاروو. بیا له ټاکلې وخت څخه وروسته جیوګریډ هموار او ورپسې د اسفالتو طبقه وکاروو.Image may contain: sky, tree, cloud, outdoor and nature
په اسفالتي پوښښونو کې جیوګریډ نه یوازې دا چې د اسفالتي طبقاتو ثبات زیاتوي بلکې په اسفالتي طبقاتو کې د بیلابیلو ستونزو له امله د درزونو او چاودونو د منځ ته راتلو څخه هم مخنیوی کوي.

3. د پوښښونو د پرکاري د برخې تقويه کول: No automatic alt text available.
کوم پوښښونه چې په پرکاري کې واقع کېږي او ارتفاع یې له دریو مترونو څخه ډیره وي، نو ښه به دا وي چې د پرکاري طبقات د جیوګریډ او یا هم د جیوسینټېټېک د نورو ډولونو په مرسته تقويه شي. کله چې د پوښښونو د پرکاري لوړوالی له دریو مترونو څخه ډیریږي، نو د ورښت او واورې د اوبو له امله د پرکاري د څنډو او مخکینیو میلانونو تخریب یو معمول عمل ګڼل کېږي. کچیرې د پرکاري برخه له جغلي موادو څخه جوړیږي، نو ښه به دا وي چې یاده برخه د جیوګریډ پواسطه تقویه شي. او کچیرې د پرکاري مواد میده وي، نو جیوټیکسټایل یې ښه حل دی. Image may contain: one or more people, people standing and outdoor
دا موضوع د جیوټیکسټایل په برخه کې هم تشریح شوې ده. جیوګریډ او جیوټیکسټایل یوشانتې دنده ترسره کوي. یوازې توپیر یې پدې کې دی چې له یوې خوا جیوګریډ نظر جیوټیکسټایل ته د زیات کششي مقاومت لرونکی وي او له بلې خوا د جیوګریډ د سوریو سایز نظر اوبدل شوي جیوټیکسټایل ته لوی وي. نو د هغه موادو د تقویه کولو لپاره چې د ذراتو سایز یې له 5mm لوی وي د جیوګریډ کارول ښه پایله ورکوي. Image may contain: tree, basketball court, sky and outdoor
د اوبدل شوي جیوټیکسټایل په صورت کې د جیوټیکسټایل د طبقاتو تر منځ فاصله په عمومي توګه سره لږ وي. د بیلګې په توګه د پرکاري له هرو 30cm طبقې څخه وروسته باید د اوبدل شوي جیوټیکسټایل یوه طبقه وکارول شي. پداسې حال کې چې یاده اندازه د جیوګریډ لپاره د 50cm او یا 60cm پورې رسیږي. له بلې خوا جیو ګرید د جیوټیکسټایل په پرتله ډیر دوام لري.

4. د سرک غاړو ته د ډیرو میلان لرونکو ساحو څخه د ډبرو د رالويدو د مخنیوي لپاره: No automatic alt text available.
کوم پوښښونه چې د غرونو او یا ډیرو میلان لرونکو تپو تر څنګ جوړیږي کېدای شي د سرک څخه د ګټې اخیستنې په وخت کې د ډبرو، لرګیو او یا ځینو نورو توکو د رالويدو له امله نه یوازې موټر چلوونکي له ستونزو سره مخ شي بلکې د پوښښونو د تخریب سبب هم شي. نو د دې لپاره چې د یادې ستونزې څخه مخنیوی وشي، نو ښه به دا وي چې نوموړې ساحه د جیوګریډ پواسطه وپوښل شي. البته جیوګریډ یوازې او یوازې د هغه ډبرو د رالويدو مخه نیسي چې سایز یې کوچنی وي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*