وروستي

د یخنی له امله د سرک د پوښښ اغیزمن کیدل

د یخنی له امله د سرک د پوښښ اغیزمن کیدل

لیکنه:استادانجینرحمیدالله صدیقي

ناشر:قران سنت ويب پاڼه

د یخنی له امله د سرک د پوښښ اغیزمن کیدل
په هغو ځایونو کی چی د حرارت درجه د سانتی ګرید په کچه له صفر څخه ټیټیږی د ځمکی د پوښښ د پاسنی برخی یخ وهنه یو معمول عمل بلل کیږی، کوم چی د سرک د پوښښ د تخریب سبب ګرځی. نو دا اړینه بریښی چی د سرک پوښښ داسی ډیزاین شی تر څو د یخنی له امله اغیزمن نشی. یعنی د سرک پوښښ باید نه یوازی د ترافیکو د وزن په مقابل کی ډیزاین شی، بلکی د محیطی او اقلیمی شرایطو په مقابل کی هم ډیزاین شی. او کیدای شی چی زمونږ په هیواد کی د سرکونو له وخت څخه د مخکی تخریب یو لا‌‌‌‌مل همدا وی چی د سرک پوښښونه د محیطی او اقلیمی شرایطو په مقابل کی نه ډیزاین کیږی. نو ځکه د اړینه ګڼم چی د یخنی له امله د سرک د طبقاتو او په ځانګړی توګه د سرک د بستر تخریب په اړه یو څه ولیکم، تر څو دی ستونزی ته د سرکونو د پوښښونو د ډیزاین په وخت کی متوجه واوسو.
لکه څرنګه چی د ځمکی د مخ خاوره د یوه اندازه طبعی رطوبت لرونکی ده چی د خاوری تر منځ د خلاوو یوه برخه یی ډکه کړی ده. نو کله چی د حرارت درجه د سانتی ګرید په کچه له صفر څخه ټیټه شی نو نموړی اوبه چی د خاوری تر منځ د خلاوو یوه برخه یی ډکه کړی یخ نیسی. او کچیری د حرارت د منفی درجی ټیټیدل د یو اوږد وخت لپاره دوام وکړی دغه د یخ نیونه ورځ په ورځ ډیریږی. له بله لوری کله چی اوبه له مایع حالت څخه جامد حالت یا کنګل حالت ته بدلی شی نو د مایع حجم زیاتیږی. نو په همدی اساس د خاوری د خلاوو په منځ کی د اوبو حجم اضافه کیږی چی په پایله کی خاوره پرسیږی یعنی حجم یی زیاتیږی. د یخ له امله د خاوری همدغه حجم زیاتیدنه د Frost Heave په نوم سره یادیږی.
د یخنی له امله د سرک د بستر او یا هم د پوښښ د خاوری د حجم زیاتیدنه ددی سبب کیږی چی د سرک د پوښښ ځینی برخی له خپل اصلی حالت څخه پورته شی، یعنی وپړسیږی. دغه پړسیدنه بیا د سرک په پوښښ کی د کوچنیو درزونو او یا چاودونو سبب کیږی. د سرک د پوښښ پړسیدلی ځای له نور پوښښ څخه د چاودونو پواسطه جلا کیږی او په پایله کی د سرک د پوښښ په سطحه کی د کپرک یا غوچوړیو جوړیدو لپاره لاره هواره کیږی، چی د نموړی حالت شیما کولی شی په ورکړل شوی شکل کی وګوری.
د پسرلی د موسم په راتلو سره بیا د سرک په بستر او یا هم پوښښ کی نموړی یخونه چی د خاوری خلاوی یی ډکی کړی وی او د خاوری د پړسیدو سبب ګرځیدلی وو، په ویلی یا اوبه کیدو پیل کوی چی پدی سره د سرک د بستر او نورو طبقاتو د رطوبت اندازه له ټاکلی حد څخه زیاتیږی. دغی پروسی ته د سرک په انجینری کی د پسرلنی ګرمیدل یا Spring Thawing نوم اخستل کیږی. چی په نتیجه کی دغه پسرلنی ګرمیدلو پروسه د سرک د بستر او یا نورو طبقاتو د خاورو غوڅونکی مقاومت او ثبات کموی کوم چی د سرک په پوښښونو کی د دایمی کښیانستلو او یا نشست سبب ګرځی.
د ژمی په موسم کی د یخ وهنی له امله د خاوری د حجم زیاتیدل یا پړسیدنه او بیا د هغی د یخونو د کتلو اوبه کیدلو پروسی ته د سرک په انجینری کی د Spring-break-up اصطلاح کارول کیږی، او کیدای شی د سرکونو د پوښښونو د ګټی اخستنی موده یا Performance Life نیمایی ته کښته کړی.
د یخنی له امله د خاوری د حجم د زیاتیدلو لاملونه په لاندی توګه تشریح کولی شو:
• د سانتی ګرید په کچه له صفر څخه د چاپیریال د حرارت د درجی ټیټیدل د څو پرلپسی ورځو لپاره تر ځو د اوبو د کنګل کیدو لپاره شرایط برابر شی. چی معمولاً د شلو څخه تر دریشو ورځو پوری په نظر کی نیول کیږی.
• د ځمکی لاندی اوبو د سطحی نږدیوالی د سرک د پوښښ بستر او یا هم نورو طبقاتو ته. کچیری د ځمکی لاندی اوبو سطحه د سرک د پوښښ بستر ته نږدی وی نو د صفر څخه ټیټی حرارت درجی په صورت کی د ځمکی لاندی اوبه پورته حرکت کوی (Capillary Rise of water) تر څو ځان یخی هوا ته ورسوی چی په پایله کی د سرک د بستر او یا هم د پوښښ طبقاتو ته رسیږی او هلته په کنګل کیدو پیل کوی او د سرک د بستر او یا هم پوښښ د طبقاتو د حجم زیاتیدو سبب ګرځی.
• د ځمکی لاندی زاوو موجودیت چی له امله یی د خاورو خلاووی د اوبو پواسطه ډکیږی او د ژمی په موسم کی د یخنی له امله د خاوری د حجم د زیاتیدو سبب ګرځی.
• کومه خاوره چی د یخ وهنی تر اغیز لاندی راځی (Frost Susceptible Soil). هغه خاوره چی د نفوذ پذیری اندازه یی کمه او په ځان کی اوبه وساتی، او هم د ژمی په موسم کی د حجم د زیاتیدو سبب وګرځی، د یخ وهنی تر اغیز لاندی خاوری په نوم باندی یادیږی. هغه مواد چی د کپیلری اندازه یی زیاته وی ډیر د یخ وهنی تر اغیز لاندی راځی. لکه سیلټ چی د کپیلری اندازه یی تقریباً 0.9m په یوه ورځ کی ده. پداسی حال کی چی د جغل او لواړ ریګ د کپیلرییټی اندازه تقریباً 0.0009m په یوه ورځ کی ده. یعنی جغل او لواړ ریګ نظر سیلټ ته 10000 ځله کم د یخ وهنی تر اغیز لاندی راځی. څومره چی په موادو کی د 0.02mm غلبیل څخه د تیریدونکو موادو اندازه زیاته وی په هماغه اندازه زیات د یخ وهنی تر اغیز لاندی راځی. او هر هغه خاوره یا جغل لرونکی مواد چی د 0.02mm غلبیل څخه د تیریدونکو دانو اندازه یی له دری فیصده څخه ډیریږی، کیدای شی د یخنی له امله د اغیزمنیدونکی خاوری په صنف کی یی شامله کړو.
نو د هغه پوښښونو په ډیزاین کی کوم چی د ژمی په موسم کی د یخ وهنی تر اغیز لاندی راځی، داسی مواد په نظر کی ونیسو چی د یخنی له امله اغیزمن نشی. د دغی موادو ډبلوالی باید د یخ وهنی د ژوروالی د یونیم چند په اندازه وی. یعنی کچیری په کومه ساحه کی د یخ وهنی ژوروالی 60cm وی، نو د یخنی له امله د نه اغیزمنیدونکو موادو ډبلوالی باید له 90cm څخه کم نوی. البته دغه ډبلوالی د سرک د پوښښ له پورتنی سطحی څخه حسابیږی.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*