وروستي

د چای نا اشنا فایدې

د چای نا اشنا فایدې

ناشر:قران سنت

دچای داسې ګڼې کورنۍګټورې کارونې شته چې نا اشنا بریښي، له هغو څخه :

– د مات نوک په درملنه کې یې په کار اچول دی، په داسې توګه چې د چای یو پاکټ د نوکانو په مزیل(لیری کوونکي) باندې لوند کړي نو سمدستي یې د مات نوک درد کراروي.

– د قالین د نوي کولو لپاره کولی شې، د چای میده شوی پوډر په زوړ ځای و شېنده، د لسو دقیقو لپاره یې پرې پریږده، او تر دې وروسته یې په نور مال ډول جارو کړه، نو چای به زر د قالینې تلف شوی مواد ځان ته کش کړی، لکه څرنګه چې غواړې چې قالینه عطري شي نو د چای میده شوي پو‌ډر چې په یاسمینن او خزامی خوشبویه شوی وي، وکاروﺉ.

– د لرګینو لوښو د جلا او ځلا لپاره د کیماوي پاکوونکو په ځای باید له بورې پرته چای برابر کړه، او بیا یې یخ کړه بیا یوه تکه پرې لمده کړه او لرګین لوښي یې کش کړه؛ ځکه یواځې په چای کې موجود کاربون اکسید لرګي ته ځلا وربښي.

– د دې لپاره چې وریته او کباب غوښه تازه پاتې شي او زر پخه شي، څه وچ چای تر وریته او کباب کولو وړاندې په غوښه وشېنده، نو توپیر به ووینې چې څومره یې تازه ساتي او څومره زر یې پخوي؛ ځکه چای د غوښې به انساجو کې د پروتین د اجزاو په ماتولو کې کاري دی.

– د دسترخوان پر تکه دغوړیو د چاپونو د لیرې کولو لپاره دسترخوان په داسې لوښي کې ښکته کړه چې له بې بورې ګرم چای څخه ډک وي، او بیا یې لس دقیقې په ګرمو اوبو کې ښکته کړه بیا به چې دسترخوان په تړمو اوبو پریمنځې، دومره ده چې سپین د سترخوان بل رنګ ته اړوي.

– د دې لپاره چې سابه ډېر ګټور او د کمکیانو لپاره ډېر خوندور شي کولی شې څو پاکټه چای هغو اوبو سره چې ډیګ کې دې ورعلاوه کړي د بخار په مهال واچوې، د چای دا حال دی چې سبو ته د طبیعي آسیدونو ضد وربښی چې خوندور شي.

– د شونډوو د وچوبیا او چاودیدو د مخنیوي په خاطر، دوه پاکټه عادي چای په یخچال کې د دوو دقیقو لپاره کښږده او بیایې راوباسه او په ګوتو کې لږ وځبیښه چې د یخچال د بخار پرې نښتي څاڅکي ترې بیل شي بیا هغه په خپلو شونډود نیمې دقیقې لپاره ومښه نو ډېر زر به چای د شونډو مړه انساج لیري او تازه به یې کړي.

د المجتمع څخه ژباړه

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*