سعودي عربستان ته د ډونلډ ټرمپ سفر
د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته ډونلډ ټرمپ خپل لومړنی سفر سعودي عربستان ته کړی او هلته یې تود هرکلی شوی دی.
-
AFP
پلازمېنې ریاض ته د ډونلډ ټرمپ له رسېدو مخکې د لویو لارو اوږدو کې د هغه انځورونه ټومبل شوی وو.
-
AFP
د ښار مهمو لارو اوږدو کې د سعودي عربستان او امریکا بېرغونه رپېدل
-
AFP
ولسمشر ټرمپ له خپلې مېرمنې میلانیا ټرمپ سره یو ځای د امریکا د ولسمشر له ځانګړې الوتکې ایر فورس نه د کوزېدو حال کې
-
AFP
د ولسمشر ټرمپ تود هرکلی وشو او سعودي ماشومانو د ګلانو ګېډۍ ورکړې
-
AFP
سعودي پاچا سلیمان خپله د امریکا ولسمشر هرکلي ته راوتلی و. دوه کاله مخکې ریاض ته د پخواني ولسمشر باراک اوباما د سفر پر مهال داسې نه و شوي.
-
AFP
د امریکا ولسمشر به سعودي عربستان ته د خپل سفر بهیر کې د میلیاردونو ډالرو ارزښت هوکړې لاسلیک کړي او د اسلامي هېوادونو مشرانو غونډې ته به وینا وکړي.
-
AFP
د ریاض شاهي دربار کې سعودي پاچا سلیمان امریکايي ولسمشر ته (ارډر اف عبدالعزیز السعود) مډال ورکړ
-
AFP
د ریاض شاهي ماڼۍ دغو مراسمو کې د ولسمشر ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ او زوم یې جیرډ کشنر هم ګډون کړی و
څرګندونه مو لاندې وليکئ