قران سنت ته رالېږل شوي ښکلي عکسونه
قران سنت ته رالېږل شوي ښکلي عکسونه
د انځورونو دا جالب البوم بي بي سي ته له را استول شويو عکسونو جوړ شوی چې “بختور” نومېږي.
-
LYNN FITZPATRICK
لېن فتزپترېک د دې عکس له را استولو سره لیکي: یوه ورځ مې خپلې باغچې کې کار کاوه او دغه درې پاڼې مې پر تختو ولیدې چې ډېرې ښایسته او بختورې ښکارېدې.
-
GARY GILLETTE
ګاري ګېلېت: موږ ډېر بختور یو چې داسې پېر کې ژوند کوو چې که له نورو سره توپير هم ولرو څه ستونزه نه شته.
-
JACK APPLETON
جک اپلتن: زه ډېر بختور یم چې د خپلې لور لیزا له زوکړې وروسته هغو کسانو ته ګورم چې پر ما ګرانې دي.
-
ERIC COOPER
یرېک کوپر: وړاندې تر دې چې اروپا ته ولاړ شم، ملګري مې د هيلۍ دوه هګۍ راکړې. سهارنۍ کې مې چې ماتې کړې، ګورم چې هره یوه یې دوه ژیړي لري، نو ځان مې ډېر بختور احساس کړ.
-
ANANDA RABINDRANATH
اناندا روبندرانت: ما د پوهنتون په جهیل کې دغه مرغان ولیدل چې په کتو یې ډېر خوشحال شوم. پوهېږم چې د دوی احساس به زما په شان نه و خو ما ته ځان ډېر بختور ښکاره شو.
-
KAJETAN KONIECZNY
کاجیتن کونکزېن: ځان ډېر بختور احساسوم چې دا عکس مې په پیترزبرا کې واخیست.
-
ADRIAN JOHN ODELL
ادرین جان اودېل: په نړۍ کې ډېر لږ شیان دي چې د خوشبختۍ احساس درکوي.
څرګندونه مو لاندې وليکئ