په افغانستان کې د قره قل پوستکي او خولۍ صنعت
قره قل د هغه پسه نوم دی چې ډېر ګرانبیه پوستکی لري. د قره قل مېږې له نوزېږي وري دا پوستکی ترلاسه کېږي. افغان سوداګر یو پوستکی له پنځو تر لسو ډالرو پېري. انځورونه د کبرا اکبري دي.
-
BBC
قره قل د هغه پسه نوم دی چې ګرانبیه پوستکی لري.
-
BBC
دا پوستکی د قره قل مېږې له نوزېږي وري ترلاسه کېږي.
-
BBC
د پوستکي د پوستوالي او ښکلي کېدلو لپاره باید څو پړاوونو ووهل شي، چې د کار وړ شي.
-
BBC
دا پوستکی ډول ډول ښکلا لري او بیه یې هم د هغه په کیفیت، ډول او رنګ پورې تړلې ده.
-
BBC
افغان سوداګر د قره قل یو پوستکی له مالدارو څخه له پنځو تر لسو ډالرو اخلي.
-
BBC
افغانستان یو هغه هېواد دی چې د سوېلي اسیا په کچه د قرقل خورا ګرانبیه پوستکي لري.
-
BBC
د دې څاروي له پوټکي، خولۍ، کوټ او چپن جوړېږي، یوه بېلګه یې هم د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ده چې نړیوال شهرت لري.
-
BBC
د دې پوستکي اصلي پېرونکي د فنلېنډ او چین سوداګر دي. له افغان قره قل پوستکي ستر شرکتونه د لباس جوړولو په موډ او فېشن کې کار اخلي.
-
BBC
د افغانستان شمالي ولایتونو؛ لکه کندوز، فاریاب، جوزجان، بلخ او سنمګان کې له ډېر وخت راهیسې ترکمن او ازبک قومونو کې د قره قل پوستکي صنعت دود دی.
-
BBC
سره له دې چې په وروستیو څو کلونو کې د کلتوري یرغل او د موډ او فېشن د بدلون له امله د قره قل خولۍ پسرول کم شوي، خو لا هم خپل ځانګړي مینوال لري.
-
BBC
یوه وخت قره قل په افغانستان کې د درناوي او پېژندنې نښه وه.
-
BBC
دا مهال د قره قل خولۍ مینوال کم دي.
-
BBC
د قره قل خولۍ کاروباریان وايي، د ناامنۍ او د حکومتي ملاتړ نه درلودلو له امله یې بازار له لاسه ور کړی دی.
-
BBC
قره قل خولۍ د افغانستان یو مشهور لاسي صنعت دی.
-
BBC
د قره قل پوستکي د تیارولو بهیر
-
BBC
قره قل خولۍ
څرګندونه مو لاندې وليکئ