وروستي

دمڼې ګټې!

دمڼې ګټې!
لکه څرنګه چې زمونږ په هیواد کې داخبره بیخي مروجه ده چې وایی چې مانې ته زړه سلام کوي، دوی رښتیا وایی په رښتیا چې ډیره ګټوره میوه ده چې لاندې ګټې لري. الله دې وکړي چې ترپایه پورې یی ولولئ او حوصله مو ورته تنګه نه شي.
مڼه په بشپړه پیمانه د(A,B1,B2,PP او C) ویټامینونه لري.قندونه یا کاربوهایدریتونه یی په ځانګړي ډول ګلوکوز او لولوز ويږسربیره پردې معدني مالګې لکه فاسفورس،کلسیوم،منګنیز،پوټاشیم او همداسې نور ګټورفلزات او مرکبات په خپل ترکیب کې لري.مڼه بشپړه خواړه دي، ویټامینونه یی دبدن اړتیا پوره کوي. که مڼه په ونه کې ښه پخه شي،نو خوشالونکي، زړه اواعصاب قوي کوونکې میوه ده.دهاضمې جهاز هم پیاوړئ کوي او په اروایي توګه انسان ډاډمن کوي.مڼه بایدومینځل شي او باید له پوټکي سره وخواړل شي.مڼه قبضیت له منځه وړي او له هاضمې جهاز سره مرسته کوي. که مڼه اومه وشکول شي نو دماع ناتوانه کوي او حافظې ته زیان رسوي.
تروه مڼه او یا دهغوی نچوړ، چې څوک ډیر تږئ کیږي دهغوی لپاره ښه دي. صفراوي نس ناستئ هم دروي، خو دنورو وګړیو داعصابودکمزورۍ لامل کیږي. که د مڼې ګلان دګني له اوبو یاګبینوسره یوځای شي نو داعصابو، دزړه او دعمومي کمزورۍ د درملنې لپاره ډیره ښه ګټه لري.
مڼه دبدن په روغتیا او دپوستکي په ښکلا او تازه ساتلو کې ډیر رول لري. دینې دناروغیو دنقرص، روماتیزم او ډیابیټ دنارغانو لپاره ښه میوه ده.
څرنګه چې دمڼې سلولوز له نورو میوه جاتو څخه لږدي نو ځکه یې دنورو په پرتله جذب او هضم اسان دی. مڼه سږي پیاوړي کوي، نو دتنفسي ناروغیو په درملنه کې ؛ټوره ده. ترنورو خواړو له مخه یی خوړل اورۍ قوي کوي. دمڼې خوټیدلې اوبه دمعدې اوسږو دناروغیو لپاره ګټورې دي. دمڼې خوراک په نهاره ډیره ګټه لري.هغه څوک چې فزیکي کارنه کوي او پرځای قرار ناست وي دهغه لپاره دمڼې خوراک ډیراړین دی.مڼې دصفرا کڅوړې اوپښتورګیو دتیږو په حل کې مهم رول لري او عمراوږدوي.. قلوي مواد لري، نو نو یوریک، کاپروئیک ، فوسفوریک، امیلیک، کالیک، ژرانیول او نور اسیدونه لري. دمڼې په په پوستکي کې انزایمونه او منګانیز شته، چې دخواړو هضم اسانوي.
که څوک دخولې بدبوی لري او خپل ملګري او اڼډیوالان ترې په تکلیف وي، باید ۱۵ دقیقې داڼیا(ګشنیز) وژویي اوبیا یی توکړي او وروسته یوه مڼه ښه وژوویي او ویې خوري، چې دبدبویې په لرې کیدا کې ډیره مرسته کوي.
که څوک روحاّ نا ارام وو او کمزورئ ، عصبي کمزوري ولري او تشویش کوي، نو دمڼې ځوښه دې دګني له ځوښه سره یو ځای کړي، دومره دي وخوټول شي شي چې ټینګ او علیظ شي او دګلاب ګل پاڼې او زعفران دې ورسره یو ځای شي او هره ورځ دې دغه شربت وخوري، ډیره ښه ګټه لري، چې فشار یی له طبعي کچې ټیټ وي، دپرلپسې سر دردیو لپاره که مڼه ښه سپینه شي او له مالګې سره له (۵-۷) ورځو پورې هر ګهیځ وخوړل شي ډیره ښه ګټه لري.

مڼــــــــــه (قرآني بوټي او دهغوئ طبي ګټې(۱۲برخه)
اوبله هم له قرآني میوو څخه مڼه ده ،کیدای شي خلګ خصوصا علماء کرام به راته خواشیني شي چي هلکه! مڼی ته خوپه عربي کي تفاح ویل کیږي چي دمراح الارواح دلوستلو له وخته مو لادغه نوم په یاد دی چي دهغه په خطبه کي راغلي وو (وهو للصبي جناح النجاح وراح رحراح وفي معدته حین راح مثل تفاح اوراح …………..الخ)

نودتفاح توری خوپه عظیم الشان قران کي نشته اوپه دوهمه درجه کي زموږ علماء کرام پاړسي ژبی ته دتقدس په سترګه ګوري نوځکه حافظ شیرازي که هرڅه ویل که رواوو که ناروا دوی هغه ته تاویل ورکوي چي (می ) دتصوف په مسلک په ذکر سلطان کي یاهم په نفی اواثبات کي ځانګړی رنګ لرونکی تجلیات دي ،دحافظ شیرازي موسیقي نی وچنګ اوډول اوسورنا مراقبې دي دپښتانه شاعر اوښکي ،ساندي ،ویرونه ،فریادونه اونورڅه ودوی ته (في کل واد یهیمون) ښکاري نو په پاړسي کي خو دعربي تفاح ته سیب ویل کیږي نوپه دې نامه هم په عظيم الشان قرآن کي شی نشته   اوپښتوژبه خوبیخي ددې وړ نه ده چي دهغې کوم توری دي په عظیم الشان کتاب کي راشي     نوکه دوی ماترداده پریږدي ورته به عرض وکړم چي په عربي فصیحه ژبه کي مڼې ته تفاح ویل کیږي همدا راز ورته قضب هم ویل کیږي دسورت عبس (۲۸) ایت شریف چي لوی رب فرمایي :وَّعِنَبًا وَّقَضْبًا پښتو مفسرینو لکه کابلی تفسیر والا اونورو ورڅخه مڼه ترجمه کړې ده : وقضبًا   ـــ اومڼه   ـــ په پښتو تفسیرونوکي ټول ورڅخه مڼه ترجمه اخلي اودحاضر وخت په شیوخ القرآن نه یم خبر چي دوی ورځني څه شی مراد کړی دی په ځانګړي ډول هغه مفسرین چي قرآن کریم یې په لفظ هم نه دی زده خو ځان ته په تفسیر اوترجمه کي نه تنګیه واوره خوري   اوهغه مفسرین چي دعظیم الشان قرآن سیاسي ترجمه کوي ولاکه په خبر یم چي دوی به څنګه ژباړه کوي   خودپخوانیو تفسیرونوپاڼي مي چي ترکومه ځایه واړولې هغوی مڼه ورڅخه ترجمه اخلي   دلته یوه خبره باید ښه واضح کړم چي هغه له ایمان سره اړخ لګوي هغه داچي جناب رسو ل الله صلی الله علیه وسلم ته چټي خبري داحادیثو په نامه منسوبول خپل ځان دوزخ ته په لوی لاس وراچول اوځان ته په دوزخ کي ځای لټول دي لکه چي درسالت مقام صلی الله علیه وسلم فرمایي : من کذب علیّ متعمداً فلیتبوأ مقعده من النار .   څوک چي پرما باندي په قصد سره درواغ وتړي نوخپل ځای دي په دوزخ کي تیار و ګڼي .

چي ددغه حدیث پرتواتر باندي دټولو محدثینو اتفاق دی نودلته دسیب په ګټو کي پاړسیانو بیخي لاس ایله کړی دی چي بیخي ډېر احادیث یې جوړ کړي اورسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې دهغو نسبت ورکړی دی دلته زه دحضرت امام محمد بن مفلح ابن محمد المقدسي دمشهور اومقبول کتاب (الاداب الشرعیة   والمنح المرعیة) دفصل في خواص السفرجل   والکمثري والتفاح هغه وروستنۍ جملې رانقلوم چي وایي دسفرجل (بهي) په باره کي   چي حدیث امام ابن ماجه راروایت کړی هغه منکر دی اسناد یې مجهول دی اوپه پای کي کاږي دمڼې په باره کي کوم صحیح حدیث مانه دی لیدلی (ص ۳۰)

ایراني آیت الله ګانو پرلړمانه بیخي ډېر زیار ایستلی اوهڅه یې کړی چي هره خبره یې مستنده هم جوړه کړی ددوی یو کتاب دی د(موسوعة الاحادیث الطبیة) په نوم لیکوال یې دمحمد الریشهري په نوم یو چوپانه والادی په دې کي یې په احادیثو کي لغتي داسي بې دریغه وهلي دي چي توبه توبه !

ددې کتاب په دوهم جلد (ج ۲ ــ ص۵۲۴ ) کي عدد( ۱۵۹۲ ــــ ۱۵۹۳ ـــ ۹۴ ـــ ۹۵ ) یم کي ده ورته احادیث ویلي دي داټول موضوعي اوغلط دي البته ځيني احادیث شته چي په هغوی کي دسُرکې صفت بیان شوی وي په هغوی کي که دمڼي دسرکې نوم راغلی هم هغه حدیث نه دی په احادیثو کي دمطلق سورکې صفت اومدح راغلې ده چي (نعم الادام الخل ) الحدیث اونور………. په دیوو کي هم ځینو سورکه پلورونکو له خپلي اشتها سره سم کله دمڼې نوم هم وراضافه کړی وي ،

زه په همدې جنجالي موضوع اخته وم چي دلوی خدای جل جلاله په خاص فضل اومرحمت سره دهمدې خبري دښه رڼیدو لپاره دمحقق صاحب الجرح والتعدیل عبدالرحمن جاسم رساله چي په ځانګړي ډول پر همدې موضوع لیکله شوې بلکه نوم یې همدادی (حدیث کلوا التفاح علی الریق ؟؟! اوهم داراز دمحدث اومحقق اکرم الرائق مقاله چي هغه هم پرهمدې موضوع او( من این لک هذا؟؟) په نامه وه لاس ته راغلې ــ والحمدلله علی ذلک ــ دوی دواړه لیکي ــ هذه الاحادیث موضوعة لااصل لها ص ۱۳ رساله ــ په پای کي لیکي : هذه کلها اکاذیب وقدقال رسول الله صلی الله علیه وسلم :من کذب علی متعمدا فلیتبوأ مقعده من النار ـــ     دغه دواړه مشائخ د(اتحاد المواقع العربیة الکبری ) اعضاء دي لوی خدای جل جلاله دي ژوند ورکړي ـــ آمین ـــ

اوس به هم دمڼې طبي ګتو ته راشم : دمڼې دقوي میوې په اړه امام قزویني رحمة الله علیه لیکي : دکتاب الفلاحه : مصنف امام ابن العوام رحمة الله علیه ویلي دي: کله چي ته وغواړې دمڼې ونه وکرې نوشا وخواورته عنصل «سارایي پیاز ورته ویل کیږي چڼیا ګلان یې دي انجوري هم ورته ویل کیږي » وکره نوددې مڼو په میوه کي بیا چینجی نه پیداکیږي اوکه دمڼې دوني نه دلاندي دسره ګلاب بوټی وکرې نومیوه به یې تکه سره شي .ابن سینا وایي : دمڼې دوني دپاڼونچوړ دزهرو لپاره ګټور دی اودمڼې دوني ګلونه په هیښونکي ډول سره دماغ ته قوت ورکوي ابن سینا وایي دمڼو تل خوړل عصبي دردونه پیداکوي   په ځانګړي ډول پسرلنۍ مڼې اوهمداراز پسرلنۍ مڼې دبدن دداخلي زهریله موادو دتحلیل لپاره   ډېر ي ګټوري دي ځیني حکیمان وایي :دمڼوپه نچوړ سره چي دنقرس دناروغ پښه وروموښي نودردونه یې ارامیږي خوراک اوبویول دواړه یې زړه ته قوت ورکوي که ته غواړې چي مڼې تر ډېره وخته پوري تازه پاته شي اوخوسا نه شي نودزیتون یا انځر په پاڼوکي یې وپیچه اوترځمکه لاندي یې ښخي کړه یایې په ونه پوري راځړیدلي وپیچه نوبیخي ډېره اوږده موده به روغي رمټي اوتازه وي (عجائب المخلوقات   ج ــ ۲ ــ ص ــ ۳۴۶ )

دطبي ماهرانو دڅیړنو اونویو تحقیقاتو دطبي ګټو په لنډو ټکو کي یادونه کوم دوی وایي : مڼه غاښونه، مینځي اواورۍ ټینګوي   په انساني بدن کي کولسټرول لږوي دانسان بدن له داخلي زهرجن نظام نه ژغوري یعني داخلي نظام یې زهر جن کیدو ته نه پریږدي ،

مڼه دخوراک په هضم کي مرسته کوي نو خوړونکی یې دامساک په ناروغۍ نه اخته کیږي ،کوم خلګ چي له روماتیزم اونقرس نه شکایت لري هغوی دي تل مڼه خوري ځکه چي په علاج کي ورسره ډېره مرسته کولای شي که څوک دمڼو اوبه درې ځله په شواروز کي څیښي نوبدن ته یې وایرسونه نه شي ورننوتلای ،مڼه دکولمو لپاره لامده وونکې اوپه جریان کي کولموته ربړ«تکلیف » نه ورکوي   دمڼې خوراک دالتهابي ناروغیو لپاره ګټور دی ،اومڼه دتبو دردونه آراموي ،مڼه : اینې ،بډوګیو اوسپوخڅي ته ګټه رسوي ،ددې یادو غړیولاس نیوی کوي چي دوی خپل ورځني وظائف په ښه توګه سره سرته ورسوي ،مڼه ترټولو میوو له ډولا ډول ویټامینونوڅخه ډکه ده ويټامین أ ـــ ویټامین ب ۲ ـــ ویټامین ث

دمڼې اوبه چي ونښتیځلي شي اوپه ښیښه کي واچولي شي نورفاسد مواد ورسره ګډنه شي یاورکي پاته نه وي ،دغه اوبه ګرسره نه خرابیږي ،تر هره وخته چي پرتې وي ،اودغه اوبه چي څوک کاروي نوپوه دي شي چي بیخي دډېروناروغیو لپاره ټک وپتری ده ، دبیلګي په ډول : دکولمو اوغدو دناروغیو لپاره وقایه ده شریانونه ټینګوي ،دنقرس دناروغۍ لپاره ګټور علاج دی ،دلږویني (فقر الدم ) لپاره دواده ،دمتیازیځ جهاز ( یعني بولي نظام ) درغولو لپاره غوره دواده ،دپوستکي دناروغۍ لپاره هغه که سپیروونی وي ،که بومی ،شینی ،پوست ټپی که کا «خارش» وي اوکه لړمکي ،حساسیت وي اوکه نورڅه دبېلابېلو دغه راز ناروغیو لپاره دواده ،دروماتیزم لپاره یې هم همداغه اوبه دوادي اوهم داراز داعصابو لپاره ښه مرستندوی ثابتي کیدلای شي

یوه خبره یاد ولرئ ! ددې ټولوناروغیولپاره دمڼې اوبه یادنورو بېلابېلو ناروغیو لپاره چي وړاندي یادونه وشوه چي خپله مڼه دهغوی علاج ده نوپه دې کي هم شک نشته چي مڼه اواوبه یې اوروسته به یې دسرکې بیان هم انشاء الله وکړو چي هغه یې هم دبې شمیره ناروغیو علاج ده   خو!

خوراک یې خپله اندازه لري ،خپل وخت لري اونوري بیلابیلي طریقې شته چي په هغه ډول نویې تاثیرهم بشپړ وي اومنفي اثرات یې بیخي لږیا په نشت حساب وي ،ترټولو آسانه لاره داده چي : له دې ناروغیو نه یې دهري یوې لپاره چي یې خوري یانوري میوې چي موږ ذکر کړې یایې ذکر کوو دبې شمیره ناروغیو علاج دی نوچي څوک یې دکومي ناروغۍ لپاره کاروي ! یوخودي لږلږ کاروي ،بل دي : په متداوم ډول سره (تل) کاروي اودریم دي همداټکی په نظرکی ولري چي دده دکومي ځانګړي ناروغۍ لپاره که یې ګټه نه وي کړې : مثلا دی یې دروماتیزم لپاره کاروي خوهغه ورته ګټه نه کوي نوله روماتیزم نه پرته دده په بدن کي بله داسي ناروغي شته چي هغه تر روماتیزم ډېره خطر ناکه ده نودغه دمیوه جاتو علاج یووار دهغي مهلکي ناروغۍ مخنیوی کوي وروسته ددې ستا په نیت کي چي ده ددې دعلاج وار هم ولاړ دی ، رښتیا یوه بله خبره هم درته کول غواړم چي زاړه اونوي طب اوعصري ډاکټریز تحقیقات ټول په یوه خوله داګواهي ورکوي چي په میوه جاتو :غذا ،اوقدرتي بوټو علاج کول هیڅ بل کوم تاوان په بدن کي نه پیښوي داسي نه دي لکه دانګریزي دوایي ګولۍ چي دسر درد،تبه ، یاټوخی یا بل څه که ورسره لږآرام شي خودخوړونکي معده ورته ورسته کړي چي وروسته به بیا دهغې علاج کوي اودهغې علاج کول بیا بله سوړه کوي .

حکیمان وایي :په مڼو کي تر ټولو ښه مڼه سور رنګ والا ده ،په سره کي چي څومره تکه سره وي هغه یې ډېره ګټوره ده ،غالبازموږ په پښتني سیمه کي چي تور کولو،اوګاجه ورته ویل کیږي هم دغه به یې ګټور قسمونه وي ،هم داراز دوی وایي :مڼه باید ووینځله شي اوښه پاکه کړای شي اوله پوستکي سره یې وخوري ځکه چي زیات ښه ګټور خاصیتونه یې په پټوکي پراته دي ،له خوند تېرولو وروسته که یې څپوس توپ کړي نوباک نشته خوپه چاقو ورځیني پوستکی جلاکول دمڼې دقوت ملا ورماتول اوزور یې ورته په آره وهل دي ، اوکه یې پوستکی ورځني جلاکړ نوهم پوستکی دی غورزوي نه بلکه ساتي دي چي وچ کلک شي بیادي واړه کړي چي کله یې پربډوګي دردشي یایې دمتیازو تکلیف وي نویوه چمچۍ دي په یوه ګیلاس اوبو کي لړي اوڅیښي بهترین علاج دی ،اوهم داراز دغه پوستکی یې له وچیدو وروسته دغسي وچ خرپټ کوي هم ګټور دی ،دبدني حرارت اوتندي لپاره هم دغه وچ پټوکی اوپه مجموع کي ټوله مڼه ګټوره ده ، دبډوګي اوسپوخڅي دډبرو لپاره یې یوه بله عجیبه نسخه حکیمانولیکلې ده وایي : مڼه دي ګردۍ ګردۍ یعني په ساره پرې کړي ټوټې ټوټې دي کړي پوستکی دي نه ورڅخه بیلوي بیادي په اوبو کي واچوي اوپنځلس (۱۵) دقیقې دي جوش ورکړي نو دبډوګي اوسپوخڅي دډبري لپاره ښه دواده .

دوی وایي : په مڼه کي لامده بل (رطوبت ) زیات دی دبدن دننۍ تودوخه ټيټوي اوتنده وژني ،په لنډو ټکو کي به دمڼې دمیوې ګټي راخلاصه کړم :بوټي پیژاندي وایي: مڼه لامده بل والا اودکولمو لپاره اسانه هضمیدونکې میوه ده ،دمڼې په هر سل ګرامه کي (۴۰) وحدات ویټامین ب ۱ (۴۰) وحدات ویټامین اي (۲۰) وحداته ویټامین سي (۴) ګرام الباف اودمعادنو (کانونه ) ډېري زیرمي ورکي پرتې دي : پوټاشیم ،کلشیم .فسفور،اووسپنه ورکي شته   مڼې ډېري ګټي لري : دالتهابي ناروغیو لپاره ګټور ي دي دمعدې دغازونواوریاحاتو دتحلیل لپاره ښه علاج دسیب خوراک دی ،دبلغمو دافرازلپاره هم ګټور دی ،دویني دکولسټرول دجګیدو مخنیوی کوي ،ایني ،بډوګیو،اوسپوخڅي ته ګټه رسوي ،دویني خوږه لوړه (شکره) پرخپل عادي حالت ساتي ،اولوړیدواوټیټیدوته یې نه پریږدي ،دامساک (ټمبه توب)اواسهال دواړولپاره ګټور دی ،په تریخي کي که ډبره وي نوهم دمڼې خوړل یې په ویلولو اووړولو کي مرسته کوي ،طبیبان وایي :که څوک په ورځ کي دوې ګرړۍ (دانې) مڼې خوري نوشریانونه به یې سم اوښه فعالیت به کوي ،خویوه ستره دناځوانۍ نخښه هم ورکي شته هغه داچي : حافظه ډېره سخته خرابوي که څوک دحافظې دکمزورۍ په ناروغۍ اخته وي لکه چي نن په سل کي نه نوي ورباندي اخته هم دي   نوهغوی دي مڼې ډېري نه خوري داخبره امام محمد ابن مفلح المقدسي په خپل کتاب کي لیکلې ده اواضافه کوي :امام زهري رحمة الله علیه خپله مڼه نه خوړله اوفرمایل یې چي ذاکره یعني حافظه خرابوي خوپه پای کي لیکي :ځینو ویلي دي چي دحافظې لپاره هغه مڼه تاوان کوي چي تروه وي اوخوږه ډېره بده نه ده   زما په فکر ترټولو ښه خبره داده چي که څوک په داسي ناروغۍ اخته وي چي دمڼې په خوړلویې علاج کیږي دهماغي مخصوصي ناروغۍ لپاره دي پرټاکلې طریقه خوري ،دغسي ایله دمستۍ لپاره اوپه متداوم ډول خوړل یې ښه نه دي   ـــ والله اعلم ـــ اوس به دمڼې دسرکې په اړه بحث وکړو

دمڼې ســـــــــــرکه

پردې موضوع دومره ډېري رسالې اومقالې لیکلي شوي چي سړی ورته حیران پاته کیږي خودمضمون حاصل دګردو سره یوشان دي .

په ټولو کي عمده رسائل دمحقق دکتور اسماعیل الکیلاني د(خل التفاح) په نوم دفوائدالخل په نامه رساله دکتوره ریحانه د(الصحةوالتغذیة ) په نوم رساله دانجینر محمد امجد قاسم الاردني اودالسید فخري رساله د(الخل والصحة) په نوم ډېري جامع اوپه ډېر دقت سره پر سرکه اودهغې پرګټو په هراړخیځ ډول ورکي بحث شوی دی         زه به ددې یادو رسالو اونورو ګڼو مقالو دپام وړ اوګټور ټکي ان شاء الله راچڼ اوپه خپله غیرتمنه ژبه پښتو باندي ولیکم :

سرکه دبدن وقایه کوي اودډېروهغو ناروغیو پروړاندي ددفاع قوت ورکوي کومي چي له بیلابیلو زاویو دبدن روغتیا تهدیدوي ،ځکه چي په سرکه کي هغه عناصر وجودلري چي دبدن لپاره اړین دي ،ددې لپاره چي انساني بدن دخپلو داخلي متضادو اوموافقو قوتونو توازن وساتي ،ددې عناصرو په پیل کي فوسفور ،وسپنه ،کلور ،سدیوم ،کلسیم ،اونور…….. شامل دي ،نوهغه ناروغۍ چي دسرکې په واسطه په ډېره سادګۍ سره تداوي کیږي ځیني یې په انفرادي تفصیل سره دغه ډول دي :

خوتر انفرادي تفصیل وړاندي یوه خبره بله هم باید واضح کړم هغه داچي له خوا وشا یولسو شیانو څخه سرکه جوړیږي لکه مڼه ،انګور ،مالټه،مولۍ،خټکی،توت،شات،خرما، غنم،وربشي،جواري ،پټاټې، نوله هریوه چي سرکه جوړه شي نودهغه اصل شی اثرات به هم ورپکښي وي اودهغه چي کومي طبي ګټي وي هغه به هم ورکي نغښتي وي .

اواوس په انفرادي ډول دمڼې دسرکې ځانګړي طبي ګټي اونسخې :

په عربي ژبه کي د(الذبحة الصدریة) په نوم ناروغي چي موږ په پښتو کي ورته دځیګر خږکی وایو اوهم داراز دسا بندیدل اودځیګر دنلیو خپ کیدل ددې ناروغیو لپاره دمڼې سرکه ډېره ګټوره ده     داستعمال طریقه یې داده چي (۷۰) ګرامه دمڼې سرکه دي په یوه وړوکي ګلاس یخ ماتو اوبوکي واچوي اوغرغره دي کړي ، غرغره دي کړي …….. ترڅویوکوپ اندازه پاته شي     دغه یوه کوپ   اندازه دي غوړپ کړي دوه ځله دي په شواروز کي داسي کوي

اوکه یې ستونی خراب وي ،حساسیت نیولی وي یاپړسیدلی وي ،نودمڼې سرکه دي (۵۳) ګرامه په یوه کاسه اوبو کي واچوي اوهغه ماشومان چي منګ (عمر) یې تر پنځوکلونو کښته وي دهغوی لپاره دي (۲۰) شل ګرامه سرکه په (۱۰۰) ګرامه اوبوکي واچوي اوورسره دي شل ګرامه شات هم ګډوي ورباندي غرغره کوي دي که یې لږلږ ترستوني تیریدل تیریږي دي په دې ډول به یې انشاء الله دستوني ځیګر اونس دډېرو ناروغیو شفاء کیږي ،

که دچا کوم ځای وسوځیږي په اور باندي یابل کوم ډېر تود شی ورسره ولګیږي نودستي دي دمڼې سرکه ورباندي وموښي نوداسي به جوړ شي چي نه به یې آثار پاته اونه به یې داورغارونه اولوړي وژوري معلومیږي هم داسي دي دلمریزو وړانګودسوځیدلي لپاره هم کوي ،داوریو اودخولې دپاکیدو لپاره دي خواوشا (۳۵) ګرامه سرکه په سل (۱۰۰) ګرامه اوبوکي اچوي اوورباندي مضمضه دي کوي اوهمداسي دي مسواک پری لامدوي اوټینګ ټینګ دي وهي ،دبډوګي دهوددالتهاب په ناروغۍ که څوک اخته وي چي نخښه یې داده چي په بولو کي (له مخه حیا) ترادرار پنډژیړمواد وزي نویوګیلاس اوبوته دي دوې وړوکي کاچوغي سرکه ورګډوي اوڅیښي دې .

دهضم لپاره :

که څومره درنه غذا هم وخوري خوکه وروسته یوه وړوکې کاچوغه دمڼی سرکه په تودو اوبو کي واچوي اوورپسي سور یې کړي ټوله به هضم کړي .

دباکیولپاره:

چي لومړنۍ نښي دخوا ګرځېدو راښکاره شي نودجام څلورمه برخه تودې اوبه دي راواخلي اویوه کاچوغه دمڼې سرکه دي ورکي واچوي که خوایې ګرځیده څیښي دي   اوکه بیاهم خواګرځي دوام وکړ بیادي نیم جام اوبه کړي اویوه وړوکې چمچۍ سرکه دي ورکي واچوي ،که له لږخوراک نه وروسته یې خواګرځېده نویوه وړوکې چمچۍ سرکه دي نیم جام (نقیع الملیسا) ته ورواچوي نقیع خوهغه نچوړ ته وايي چي له کوم شي څخه راوایستل شي او(الملیسا) پسي ماډېره پلټنه وکړه چي داکوم بوټی یانبات دی متأسفانه پیدامي نکړ .

دخزندو دچیچلو علاج :

په کوم ځای که خزندې وچیچلې نودرې برخي دمڼې سرکه اوڅلورمه برخه یې دزعتر یاسعتر داوبو چي جوش کړای شي څخه راواخله سره ګډ یې کړه اوپه هماغه ځای یې وموښه زعتر ته په انګریزي کي Thyme ویل کیږي په عربي کي یې زعتر صعتر سعتر نومونه دي په پارسي کي هم ورته سعتر وایي .

دکتوره ریحانه وړاندي لیکي :دعربو پخوانیو حکیمانو دسرکې ګټي اوتاوانونه په بشپړ ډول بیان کړي دي دوی وایي : سرکه پړسیدلي معدې ته ګټه رسوي ،صفرا له بیخه کاږي اونوري دواګاني که څوک خوري یاغذاوي وي چي مضر اثرات ولري نوسرکه دهغو مضر اثرات له مینځه وړي په نس کي چي کوم شیان جمع کیږي سرکه هغه شیان ژر ژر سره تحلیلوي ،سرکه توري ته ګټه رسوي ،معدی ته دباغت اونس ته ځلا ورکوي ،دبدن دننه تنده ماتوي ،اوبدن له دې ساتي چي ورکي پاړسوب پیداشي ،دهر شي په خوراک کي دهضم لپاره ګټوره ده دبلغمو ضدده اووینه پرمعتدله نرمي باندي ساتي اوکه په وینه کي دپنډیدو ناروغۍ پیداشوي وي هغه ختموي .

داؤد الانطاکي په خپل مشهور کتاب التذکره کي لیکلي دي :سرکه دبدن پلې رانیسي «یعني پاډي یې ورټینګوي» معده غښتلې کوي دخوړلولپاره اشتها خلاصوي ،اسهال اونزف قطع کوي ،پاړسوبونه ورک کوي چي له شاتو سره ګډه اوورباندي وموښل شي ،امام ابن بیطار وایي :چي ناولیه وړۍ یااسپنج په سرکه لامده پر پرهار وتړي نوجوړ به یې کړي که دچا نوبې ځایه شوی یادښځي رحم له خپلي کڅوړي ښوریدلی وي نودسرکې په کارولو سره خپل ځای ته کیدای شي ،سرکه غړندي اورۍ ټینګوي چي ورباندي مضمضه کوي اوخوراک یې هم ورته ګټه رسوي ،هغه پرهارونه چي پربدن پیداکیږي اوپسي ډېرېږي سرکه یې مخنیوی کوي ،په تودو اوبو چي یې ګډه کړي اوورباندي غرغره کوي دغاښونوددردلپاره ګټوره ده ،داور دسوځلي لپاره تر هره بله دوا په چټکۍ سره ګټه رسوي ،سورکه که څوک له هګۍ سره خوري پوستکی به یې ورته تر اوتازه اورنګ به یې ورښائسته کړي ،که څوک سها پرتشه خوا په یوه کاسه اوبوکي یوه وړه کاچوغه سرکه اچوي اویوڅه اندازه شات ورګډوي اوڅیښي یې نودخپلي هاضمې جهاز یې له هري بدۍ اوناروغۍ پاک کړ   اوجدیدو طبو داخبره هم اضافه کړې ده چي دسرکې له اوبو سره خوړل دیخنۍ لپاره بهترین علاج اودبدن دداخلي پرهارونو رغولو لپاره غوره دواده ،

که دچاله سترګواوبه بهیږي یا یې دسترګو رطوبت زیات وي نویوه کاچوغه سرکه دي په متداوم ډول سره تر دوواونیو پوري له اوبو سره ګډوي اوله هر خوراک سره دي خوري ،هم داراز دتصلب الشرایین درګونو یعني دزړه دشریانونو دپاکولو لپاره دي هم همداسي کوي ،یاني په دې یوه ډول ددې دواړو نخښو ویشتل کیږي اوکه دوې چمچۍ ورکي اچوي نودغذایی تسمم دمخنیوي لپاره علاج دی

دزیاتو وازګو ختمول :

خلګ اوس په دې کي ډېر پریشانه دي چي خپلي خیټي څنګه کوچنۍ کړي پخوابه پنډوالی خوندورکاوه اودځان دچاغولو لپاره به یې مصارف کول خواوس ورځني تر پوزي دي ،ځکه چي دچاغ سړي نه کیناستل نه ویده کیدل نه مزل نه کار کول بې زحمته وي نواوس ټول دچاغښت دکمولو په لټه کي دي خوهغه په دې توګه چي خوړل هم ورباندي کم نه کړی شي ،عیش اوآرام یې هم په هاغه ډول ،دکوم تکلیفي کار دکولو چي هم نوبت ورته راشي ،ګني :چاغ خلګ که په کال کي درې میاشتي له مجاهینوسره ځي خپله به ورته درک معلوم شي چي وزن یې څرنګه ټیټیږي ؟خو! اِنّا ههُنَا قَاعِدُون     ـــ والا وایي چي تکلیف دي نه وي اووازګي دي لږشي   نودهغوی لپاره دنویو تحقیقاتو په رڼا کي دغه نسخه ترتیب شوې ده ! یوکال دي مسلسل له هر خوراک سره سهار وي که غرمه وي اوکه ماښام چي خوراک کوي نودوې کاچوغي دمڼې سرکه دي په یوه پیاله اوبو کي اچوي اوبلاناغه دي ورسره خوري دخوراک دلږولو هم اړتیا نشته اوداهم نه ده ضروري چي څه شی خوري زیاتي وازګي به یې ختم شي .

دقوبـــــا عـــــــلاج :

مخکي مو دقوبا ناروغي پیژاندلي ده خوپه سُرکه سره یې دعلاج په اړه باید په لنډډول عرض وشي : په شواروز کي دي څلور ځله هغه ټپونه په سرکه موښي اوله خوب نه دراپاڅیدو پروخت هم ،جوړ به شي ان شاء الله

دغاښونو ددرد علاج :

دغاښونوددرد اوداوریو دپاړسوب لپاره هم سرکه ښه ده چي ورباندي مسواک لامدوي اووهي یې یایوه اندازه په اوبوګډوي اوورباندي خوله پریولي اوغرغړه کوي يې ،دغاښونو ددرد اواوریو دپاړسوب لپاره بل ښه علاج دلونګو روغن دي که یې څوک لاس ته راوړي ،له دې پرته یې داغسي په غاښونوژوول یاپه اوبو کي اچول یاایشول اوخله ورباندي وینځل اوغرغره کول ګټور دي دغه دلونګو علاج ډېرساده دی اوهم دبابونج په نوم یوګل دی چي سپیني پاڼي اومنځ یې ژیړوي دغه ګل اوپاڼي یې دغاښونو ددرد اوداوریو دپاړسوب لپاره بهترین علاج دی   دباب دمناسبت له امله مي دغه دوې دلونګو اوبابونجو نسخې هم وراضافه کړې ګني دغه په قرآني بوټوکي نه راځي کیدای شي په سل کي به ایله پنځوس ګټي دمڼې اودهغې دسرکې ذکر شوي وي ټولي یادول یې بشپړ کتاب غواړي همدومره دلته کفایت کوي لوی رب جل جلاله دي ظاهري اوباطني شفاء راکړي

مڼه په خوب لــــــــیدل :

حضرت اما ابن سیرن رحمة الله علیه فرمایي : په خوب کي شنه مڼه دزوی زیری دی سره مڼه دګټي نخښه هم داراز سپینه مڼه هم ګټه خوژیړه اوتروه مڼه دناروغۍ نخښه ده داسي هم له امام ابن سیرین څخه روایت دی چي سره مڼه له وني راشکول دلور دپیداکیدو زیری دی اوسرکه هم په خوب کي نیک اوحلال مال دی هم داغه خبره له حضرت امام ابن سیرین رحمة الله علیه څخه روایت شوی ده .   والله اعلـــــــــــم وعلمه اتم .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*