وروستي

رومي بانجان مو له سرطانه ژغوري

رومي بانجان مو له سرطانه ژغوري/قران سنت وب سایت

رومي بانجان یو له هغو خوړو څخه دی چې هره ورځ په پخه شوې او اومه ډول ډېر زیات کارول کېږي خو دغه خواړه د نورو خوړو خوند زیاتولو سربېره د سرطان یو ډېر مهم او عام ډول څخه مخنیوی هم کوي.

امریکا کې ترسره شوې نوې روغتیايي څېړنې ثابته کړې چې په ورځني ډول رومي بانجان کارول انسان د پوټکي له سرطان څخه چې د سرطان یو ډېر عام ډول دی ژغوري.

د اوهایو په ایالتي پوهنتون کې ترسره شوې دغې څېړنې کې ویل شوې رومي بانجان ته سور رنگ ورکوونکی مواد د انسان پوټکي د لمر د وړانگو له وژونکو زیانونو ژغوري.

دغې څېړنې لپاره یو شمېر موږکانو ته په ورځني ډول د رومي بانجان پوډر د خوړو په توگه ورکول کېده، چې په پایله کې يي د رسولي دانې مخ په ښه کېدو شوې.

د څېړنې پر بنسټ کله چې په انسانانو کې د پوټکي سرطان خپرېږي نو جېنونو له نظره موږکانو ته ډېره ورته وي او درملنه يي ډېره ستونزمنه وي.

څېړنې په جریان کې موږکان له الټرا وېلېټ وړانگو څخه چې په انسانانو کې د پوټکي د سرطان لامل گرځي تېر شول.

له پایلو څرگنده شوه چې د رومي بانجان کارول په حېواناتو کې د وژونکې رسولۍ دانې خطر تر ۵۰ سلنه کمولای شي.

د دغې څېړنې په پایله کې څېړونکو وویل چې رومي بانجان کې شته کېروټين نومې مواد د انسان روغتیا لپاره گټور دي او د رسولۍ دانې چې اکثره په سرطان بدلېږي په له منځه وړلو کې د پام وړ مرسته کوي.

هغوی وویل، له پایلو څرگندېږي چې د رومي بانجان دغه مهمه روغتیايي گټه په نر موږکانو کې لیدل شوې او ښځینه‌و کې نه ده لیدل شوې چې امکان لري په انسانانو کې هم همداسې وي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*