وروستي

وخت / جاويد اختر

وخت / جاويد اختر

ناشر:قران سنت ویبپاڼه 

دا وخت څه دى؟

اخر څه دى دا چې پيوسته تېرېږي

چې تېر شوى کله نه وو،

نو وو چېرې؟

چېرته وو خو،

چې اوس تېر دى،

نو دى چېرته؟

چېرې شته خو،

دى له کومې خوا راغلى چېرته تللى

دا لړۍ ده له څه وخته تر څه وخته

دا وخت څه دى؟

***

دغه پېښې، ټکرونه او نښتې

هر يو غم هره ښادي مو

هر عذاب هره موسکا مو

هره اوښکه هر سرود مو

هر خوږبوى وي،

او که درد وي د زخمونو

که جادو د ښکلولو

که خپل ږغ که ازانګه د چاپېريال وي

جوړېدونکې ورانېدونکې فضاګانې په ذهنو کې

که د فکر زلزلې وي که په زړه کې ټکانونه

احساسات او جذبې ټولې

لکه پاڼې د اوبو پر سر بهېږي

او لامبو وهي،

اوس دلته وي بيا هلته

او بيا پټې شي له سترګو

ښکاري نه مګر څه شته خو،

چې بهېږي

دغه څرنګه درياب دى

او راځي له کومو غرونو

بيا د کوم سمندر لوري ته بهېږي

دا وخت څه دى؟

***

کله- کله چورت وهمه

زه چې ونې له روان موټره وينم

راته ښکاري چې په چپ لوري روان يو

مګر ونې دي ولاړې پر ځاى، نه ځي

آيا دا چېرته کېداى شي

چې دا ونې په پېړيو

ځاى پر ځاى او په کتار کې وي ولاړې

وخت ولاړ وي

او بس موږ ځنې تېرېږو

په دې يکه يوه شېبه کې

شېبې ټولې او پېړۍ وي ټولې پټې

نه راتلونکى، نه ماضي وي

چې څه شوي

چې څه کېږي

چې کېدونکي دي روان دي

چورت وهم، آيا کېداى شي

ريښتيا دا وي

چې موږ واړه په سفر يو

موږ تېرېږو

څه چې موږ ته روان ښکاري

هغه تم دى

چې تېرېږي او که تم دى

سره يو دى که وېشلى

چې کرنګ دى که ويلېږي

مالوم چاته، څوک خبر دى

دا وخت څه دى؟

***

دغه لوى کايينات ګوره

لکه نن چې لا هم نه وي

مطمئن له خپل عظمته

چې شېبه په شېبه ګورې

لا لويېږي او پراخېږي

غزوي لا خپل څانګونه

لا په ګوتو د سپينکو کهکشانونو

ښکلوي تندي د نويو خلاګانو

که ريښتيا وي دا،

نو هيڅ يو تصور نه ور رسېږي

مګر چرته خو ضرور داسې خلا ده

چې د دې کشهکشانونو سپينو ګوتو

لا ښکل کړې چرته نه ده

ها خلا، چې پکې هيڅ لا شوي نه دي

ها خلا، چې اورېدلى يې لا “کُن” له هيچا نه دى

چې لا خداى پکې تر اوسه پورې نه شته

هلته وخت به لا هم نه وي

يوه ورځ به دغه لوى کايينات ښکل کړي

دا خلا چې چا ښکل نه ده

چې په ټول وجود د “کُن” چيغه کړي پورته

نو به وخت هم ترې پيدا شي

که زېږون شته نو مرګ هم شته

چورت وهم،

دا ريښتيا نه دي

چې د وخت چرته نه پيل او نه پاى شته

دا سپڼسى دى اوږد منم خو

سر يې هم چرته موجود دى

اوس انسان پکې را ښکېل دى

زېږېدلى دى د وخت په دې قفس کې

روزل شوى را لوى شوى دى همدلته

خو پوه شوى اوس په دې دى

چې د وخت له دې قفسه بهر هم يوه فضا ده

وړى سوچ دى

او کوي دغه پوښتنه

دا وخت څه دى؟

********************

ژباړه: بارکوال مياخېل

٢٦ جولاى ٢٠١٧م کال

ناشر:قران سنت ویبپاڼه 

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*