وروستي

ملا محمد عمر، طالبان او افغانستان (کتاب+ډاونلوډ)

ملا محمد عمر، طالبان او افغانستان

 

دکتاب پیژندنه
د کتاب نوم: ملا محمد عمر، طالبان او افغانستان
لیکوال :عبدالحی مطمنئ
خپرندوی: افغان خپرندویه ټولنه – کابل 
د چاپ وار: لومړۍ
د چاپ کال: 1396 هجری ملریږ

ناشر: قران سنت ویبپاڼه
د چاپ حقوق له خپرندویه ټولنې رسه خوندي دی

 

دکتاب نه را اخیستل شوی مضامین

ملا محمد عمر، طالبان او افغانستان 
د دغه کتاب موضوعات مي په ډېره تلوسه سر تر نوکه يو په بل پسې ولوستل، کتاب ځکه راته جالب و چي یو خو ډېر لنډ تاريخ پکښي را نغاړل سوی او بل هر څه يې زموږ د اوسني نسل پر وړاندي تېر سوي دي.
ډېري لږي مومضوعګاني يې راته نوي ول، نوري ټولي پېښي يې ما د هغه وخت له راډيو ګانو او انګرېزي تلويزوني شبکو څخه څارلي ول.
د طالبانو د دورې وروستی کال وو چي زموږ لېسې ته د هغه وخت د معارف رئیس راغی، غونډي ته د ښوونځي ټول زده کوونکي را بلل سوي ول، رئیس د افغانستان پر روان وضعیت او د بهرنۍ نړۍ سره د دوی د تحريک پر ناجوړتيا باندي پوره وږغېد. د وینا په جريان کي يې ویل چي زه او زما ملګري (مقصد يې په هرات کي ټول طالبان ول)، خبر یو چي د هرات هر کور ډيش انټينا لري او تلویزونه ګوري. او پوهېږم چي دوی به زموږ له اوسني وضعیت او له نړۍ سره زموږ د اړیکو په باب ښه خبر وي…… خو په رښتیا هم موږ هر څه له بهرنيو شبکو څخه څارل.

د دغه کتاب په مطالعې سره یوازي یو څو ټکي راته نوي ول، نور يې راته تکراري ول، چي دلته يې ځيني یادوم:

– د ډاکټر نجيب الله په وژلو کي طالبان نېغ په نېغ لاس درلود، دا ځيني چي وايي د هغه د وژلو په پلان کي طالبانو چنداني لاس نه درلود او دا پړه يې د پاکستان پر ISI وراچوله.

« .. د نجیب د وژلو مشوره کابل ته تر داخلېدو وړاندي شوې وه چي ملا عبدالرزاق، ملا یارانه، عبدالسلام راکټي او یو شمېر قوماندانان په دې مشوره کي وو. دوی فکر کاوه که نجيب پرېږدي، ښايي نړۍ وال او سيمه ييز فشارونه يې ترې وژغوري، چي دا به د ملت د يو ستر قاتل ژغورل وي». ۱۴۳ مخ.

-د CIA سره د ځينو افغانانو اړیکي چي وروسته د افغانستان د حکومت پر لوړو پوسټونو وګومارل سول، او د هغوی جاسوسي و دې استخباراتي مؤسسې ته.
« ….. هغه افغانان کم نه وو چي له سې آی اې سره يې تړاو درلود او ډېری يې د امريکا له یرغل سره پر کليدي پوستونو واکمن شول، لکه د ستري محکمې پخوانی مشر عبدالسلام عظيمي، خليل زاد، حامد کرزی او لسګونه نور. دغه افغانان څوک د عظيمي غوندي د کمپنۍ (یونيکال) رسمي مامؤرين وو، څوک ناظرين ول او څوک مشاورين وو.» ۱۸۱ مخ.

او نوري نوي موضوعګاني يې ماته د خدام الفرقان د ګوند جوړېدل وو، د معتصم اغا لخوا د طالبانو د امارت پر خزانې (پیسو) خېټه اچول او عیش او نوشول او…

دا چي ليکوال ځان د طالبانو په هر کار کي دخيل ګاڼه، کاشکي يې د کوټي، پېښور اود وزيرستان پر شوراګانو، د دوی او د پاکستان د آی اس آی پر اړيکو او… نورو پېښو یو څه رڼا اچولې وای، ځکه تر دا وروستی کلونو پوري د طالبانو په کړۍ کي یوه مهمه مهره وه(د ده په اند).

ملا محمد عمر ، طالبان او افغانستان ،

په کندهار کې د دولت يوه ځواکمنه پوسته وه ، چې د بدوانو پوسته يې بلله ، له دې پوستې سره کمونستانو په خورا حساس او حاکم ځاى کې ټانک درولى وو ، چې له ګذارونو نه يې مجاهدين ډير تکليف وو ، ډيرو مجاهدينو څو ځله دا کوښښ وکړ چې دا ټانک له منځه يوسي او مجاهدين يې له شره خلاص شي ، خو له بيا بيا هڅو سره سره يې کوم مجاهد په ويشتلو بريالى نشو ، بلاخره د سيمي مجاهدينو د ميوند له سنګسيار نه د مرستي لپاره ملا محمد عمر مجاهد راوغوښت او همدا ټانک مرحوم ملا محمد عمر مجاهد په ار پي جي راکټ په ډير مهارت په نښه او له مينځه يې يوړ ، (او مجاهدين يې له شر نه خلاص شول )
مخ 74

ملا محمد عمر، طالبان او افغانستان

لوستل یې اړین او ګټور دي او له ریښتوني حقائقو مو خبره وي، که چا د عبدالحي مطمئن صاحب کتاب نه وي ترلاسه کړی نو د PDF له لارې يې کتلی شي لاندې لینک څخه يی ډاونلوډ کړئ!

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*