وروستي

اسلام پوره متابعت غواړي

اسلام پوره متابعت غواړي

ليکوال: دادالله (هدايت)

الحمدالله رب العالمين والعاقبة للمتقين والصلوات والسلام علی محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم ، فأعوذباالله من الشيطان الرجيم () بسم الله الرحمن الرحيم () يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ (208) البقرة امابعد !

دوستانو څرنګه چی د اسلام مبارک دين يو کامل او شامل دين دی د انسان د ژوند کولو لپاره دهر څه حل په کښي سته نو غوښتنه يي هم داده چي متابعت يي په مکمل ډول سره وسي او نورو اديانو د پيروي څخه په اصولو او فروعو ټولو کی ډډه وسي او يوازی د اسلام د مبارک دين پيروي وسي او بس ، لکه چی الله تعالی دغه مفهوم په پورته مبارک ارشاد کي موږ ته واضح کړي دي چی ژباړه يې په لاندی ډول سره ده:

ژباړه :اي هغه کسانو! چي ايمان مو راوړي دي ننوځي په اسلام کي په پوره ډول سره او د شيطان د قدمونو(لارو) پيروي مه کوي په تحقيق سره چي هغه ستاسو ښکاره دښمن دي.

علام مودودي (رح) ددي ايات په تفسير کي فرمايي : بي له کومي استثناء څخه خپل ټول ژوند د اسلام لاندي راوله ، ستاسي مفکوري او نظريې ، ستاسو علوم ، ستاسي عادتونه او کړنلاري ، ستاسو چاري او ستاسي د هاند او هڅي لاري ليکي دي په ټوله معني د اسلام تابع وي – داسي دي نه وي چي تاسي خپل ژوند په څوبرخو وويشئ ، په ځينو برخو کښي د اسلام پيروي وکړئ او ځيني برخي د هغه له پيروۍ نه وباسئ. (تفهيم القران ـ ج۱ ، ص۲۰۷)

رشتيا هم انسان په ژوند کي هغه وخت کاميابه کيدلاي سي تر څو د اسلام مکمله پيروي وکړي د ژوند کولو ټول نظام د هغه مطابق عيار کړي ، په هر کار کي د هرڅه څخه مخکي اول د اسلام حکم معلوم کړي چي آيا ددي کار اجازه ماته اسلام راکوي او که يي نه راکوي؟ ،که اجازه راکوي نو شروط يي څه دي ؟ زما لپاره په دي کار کي حدود څه دي؟ چي بايد زه يي مراعت کړم تر څو داسي نه چي د الله تعالي حقوق اويا د بندګانو حقوق پايماله کړم .

بايد د انسان هرڅه د اسلام په چوکاټ کي ترسره سي د انسان مفکوره او نظريه بايد د اسلام د اصولو مطابق وي داسي نه چي لمونځ کوي ، روژه نيسي ، زکات ورکي ولي په سياسي لحاظ بيا مفکوره او نظريه غير اسلامي خوښي .

د علومو په زده کړه کي هم بايد همداسي وي هغه علوم بايد زده کړو چي اسلام يي د زده کړي اجازه راکوي او مسلمانانو ته خير په کښي وي او د ټولو هغه علومو د زده کړي څخه ځان وساتو چي اسلام يي منع کړيده او مسلمانانو ته شر په کښي وي ولي که موږ د علومو په زده کړه کي د جايز او ناجايز لحاظ ونه ساتو بيانو په اسلام کي د پوره ننوتلو له حکم څخه ليري کيږو.

همدارنګه زموږ عادات او د ژوندانه تګلاري بايد پوره د اسلام د مبارک دين مطابق وي داسي نه چي ځيني کارونه مو د اسلام د اصولو مطابق وي او ځيني مو بيا د اسلام د مبارک دين څخه خلاف وي لکه د ازدواج په مسئله کي چي دنکاح مراسم مو د اسلام د مبارک دين مطابق وي ولي په هغه سره د خوشحالي اظهار مو په موسيقي، رقصونو، چکچکو… سره وي ، ځيني کسان دي کارته عجيبه شيطاني دلايل وايي : کله چي ورته وويل سی دا کار ولي کوي دا خو داسلام د اصولو مخالفت دي ، دوي په ځواب کي درته وايي چي په ژوند کي يوه ورځ ده دا ورځ خو هر وخت نه راځي ، ولي دا يي هير کړيدي چي موږ بايد په ژوند کي يوه لحظه هم د اسلام د اصولو له مخالفت څخه ځانونه وساتو ځکه د انسان د مرګ نيټه معلومه نه ده او چي کله اجل راورسيدي بيا نو د هيچا انتظار نه کوي يوه لحظه نه بيا مخته کيږي او نه شاته کيږي ، نو دا به څومره لويه بدبختي وي چي يو انسان ته مرګ په داسي حال کي راسي چي دي د الله تعالي د ناخوښي په کار باندي اخته وي موسيقي شروع وي او رقصونو ته ناست وي، تاسي فکر وکړي چي د داسي کس مرګ به د خوشبختي وي که به د بدبختي وي ؟ ايا کلمه د شهادت به په داسي حال کي دده ذهن ته راسي او که به يي هيره وي؟ ، ولي که موږ په اسلام کي د پوره ننوتلو کوښښ وکړو او په همدي حال کي مرګ هم راته راسي نو بيا خوبه مو مرګ راته ډير سخت نه وي اود شهادت کمله به مو هم ان شا الله په نصيب کيږي.
همدارنګه دکتور وهبه الزهيلي صاحب ددي ايات په تفسيرکي فرمايي : اسلام د ټولو شيانو نوم دي هغه نه تجزيه کيږي، چا چي ايمان راوړي پر هغه باندي د ټولو شيانو منل واجب دي داسي نه چي هغه شيان غوره کړي چي دده خوښ وي او هغه شيان پريږدي چي هغه يي خوښ نه دي او يا دا چي د اسلام او د نورو اديانو شيان سره ګډ کړي. (تفسير المنير ، ج۲ ، ص ۲۴۰)

داسي نه چي لمونځ کوي او روژه نيسي ولي حدود نه تطبق وي ، شراب خوري ، سود اخلي، زکات نه ورکوي. بلکه په اسلام کي بايد په داسي ډول سره ننوځي چي ناسته ولاړه ، خوب ، خوراک ، څښاک ، نظام ، فکر … هر څه د اسلام د مبارکو اصولو مطابق وي .

بايدپه اسلام کي په پوره ډول سره ننوځي ، د ټولو اصولو او فروعو اطاعت يي وکړل سي يوه لحظه هم د هغه له متابعت څخه ونه وځي.

همدارنګه داسي هم بايد ونه سي چي د ژوند اصول مو يو څه د اسلام څخه وي او يو څه بيا د نورو اديانو څخه راخستل سوي وي لمونځ ، روژه ، زکات مراعتوه ولي حجاب او ستر بيا نه مراعتوه ، د ښځو اختلاط يا ګډ اوسيدل او يو ځاي کار کول بيا د نظام يوه برخه بولو او ددي لپاره بيا دليل د نورو غير اسلامي نظامونو څخه رااخلو ، په داسي حال کي چي د اسلام مبارک دين تجزيه نه مني او هر څه په خپل ځان کي لري هيڅ چاته محتاج نه دي. الله تعالی دي دعمل کولو توفيق راکړي . آمين

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*