وروستي

د انسانیت اصل

احمد جنيد مبارز

د انسان کلمه د اُنس (میني، محبت) څخه اخیستل سوې ده، خو که انسان خپل اصلي کرامت له لاسه ورکړي او د انسان صحي نمایندګي ونه کړي انسان تر ټولو بد او ذلیل دی.

د الله تعالی په دې پراخه نړۍ کي انسانان پر دوه ډوله دي یو انسانان دي او بل د انسان او انسانیت پر ضد انسان شکله دي او په معنويت کي داسي انسانان د هیڅ په مانا دي.

په دې نړۍ کي څومره چي د انسانانو څخه د انسانیت تمه کېږي، خو ډېری انسانان بیا د انسانیت خلاف کړني تر سره کوي.

دا هم انسانان دي چي ناحق انسانان قتلوي، دا هم انسانان دي چي نور انسانان په چړې حلالوي، دا هم انسانان دي چي کلي، مساجد، مدرسې، مکتبونه او ښارونه خرابوي خو باوجود دا هم انسانان دي چي وژل خو څه کوې د بل انسان زړه هم نه ازاروي د میني ډک وي او د ټولو انسانانو خیر و ښېګڼه غواړي.

زموږ په ټولنه کي کله- کله د انسانیت ضد کړني موږ افتخارات بولو مثلاً: څوک چي خلک ووژني، څوک چي خلک ډېر ازار کړي موږ یې غښتلی او مېړنی بولو. خو داسي نه ده مېړني او غښتلي هغه څوک دي چي د خلکو ژوند وژغوري، د بېوزلو لاس نیوی وکړي او د خپلي ټولني خیر وغواړي.

لومړی لوی خدای جل جلاله ته د خپل ځان په باره کي د دعا لاسونه لپه کوم چي خدایه، د انسانیت پر لار مو روان کړې!

د انسانیت لار واقعاً د الله تعالی د رضا لار ده او په ټولنه کي که د انسانیت معیارونه ټوله انسانان پر ځان عملي کړي زه باوري یم چي د الله تعالی په ټوله نړۍ کي به د خوښۍ ډک ژوند راپه برخه سي.

د نړۍ ټول تور تاریخونه که وګورو هغه د انسانیت ضد کړني چي ترسره سوي دي هغه د تاریخ بدمرغه وخت بلل سوی دئ

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*