وروستي

د انټرنیټ ګټې او زیانونه وپیژنئ

لیکوال: د. رشید لخضر

ژباړه: عابد محبوب صاحبزاده

لکه څنګه چې پدې خبره کې هیڅ شک نشته چې د ځمکې پر مخ هر نسل د خپل وخت د حالاتو او ضرورتونو مطابق غوښتنې لرلې او ژوند یی کولو، اوسنی نسل په داسې یوه زمانه کی ژوند کوي چی په ډیره لویه پیمانه سهولتونه موجود دي او هر ډول وسایل او تولیدات د خریدارۍ له لارې تر لاسه کولاې شي د نړۍ د یو کونج تولیدات د نړۍ په بل کونج کی په اسانۍ سره تر لاسه کولای شي که په لنډ ډول یی ووایو نړۍ د یو کوچني کلي شکل خپل کړیدی چې دغه حالت ته په عربي ژبه کې د عولمه اصطلاح کارول کیږي، د عولمه هدف دا دی چې نړۍ د یو کوچني کلي شکل واخلي او غالب قوتونه له هر لحاظه په دغه کلي کې په مغلوبینو باندې حکمراني وکړي چې د انټرنټ په لوړه کچه استعمال د عولمه له فکرې سره ډیره ستره همکاري کوي او خلک د نړۍ له مختلفو کونجونو څخه له یو بل سره نژدې کوي، ورستیو علمي څیړنو دا ثابته کړیده چې د نړۍ زیات سلنه وګړي انټرنټ استعمالوي او د نړۍ د ځوانې طبقې اکثریت د انټرنټ په استعمال روږدي شویدي.

نو لکه څنګه چې د نن ورځې ځوانان د سبا ورځې مستقبل جوړونکي دي او پرې لازمه ده چې خپله انرژي او طاقت په داسې مثبتو کارونو مصرف کړي چې سبا خپله او د ټولنې ښه آینده تضمین کړاې شی خو متاسفانه هغه څه چی مونږ یي په اوسنیو وختونو کی لیدونکي یو د هیلو خلاف روان دي او ځوانان مو خپله زیاته انرژې د ټکنالوژۍ په وسایلو په منفي ډول مصرفوي نو غواړم چی دلته ځینې لارښوونې او مشورې د ټکنالوژۍ څخه د منفي ګټې اخیستنې د کمښت په هکله وړاندې کړم.

کله چې انټرنټ په لومړي ځل منځته راغی او د ژوند په مختلفو اړخونو کې ور څخه په پراخه ډول ګټه اخیستنه پیل شوه دا یوه داسې لاسته راوړنه وګڼل شوه چی نړۍ یي تر اوسه کوم بل مثال نه وو لیدلی، دا لاسته راوړنه واقعا هم یوه ډیره په زړه پورې لاسته راوړنه وه او ده چی له ګټو څخه یي هیڅوک سترګې نشي پټولاې، انترنټ مونږ ته هر راز معلومات نږدې کړل او مونږ ته یي معلوماتو ته د رسیدو لارې آسانه کړې، انټرنټ مونږ ته ډیرې اوږدې مسافې را لنډې کړې او د زیات وخت کارونه یي راته په لږ وخت کې ممکن کړل، مونږ یي د نړۍ له مختلفو ولسونو او کلتورونو سره آشنا کړو، په همدې ډول یي مونږ ته ځینې معاملات او راکړې ورکړې آسانه کړې، زمونږ کارونه او یادګارونه یی وساتل او پدې ډول یی مونږ ته بی شمیره ګټې او فایدې را ورسولې…!

مونږ چې دلته د انټرنټ د نه استعمال لپاره کوم وړاندیزونه وړاندې کوو هغه په غیر صحیح ډول د انټرنټ د استعمالولو د مخنیوي لارې چارې دي چې د استعمالونکي شخصیت او زمونږ ټولنې ته د وبا مثال لري، انټرنټ له خپلو ټولو فایدو سره سره لاندني زیانونه هم لری:

ـ په لویه پیمانه قیمتی وخت ضایع کوي: ځنې ځوانان لیدل کیږی چی خپل ډیری وخت په غیر مفید ډول بغیر له دې نه چی کوم خاص هدف ولري په انټرنټ ضایع کوي،

ـ ګوښه نشیني او له حقیقي ژوند څخه لریوالې رامنځته کوي: له داسې خلکو سره به مخ شوي یاست چې له حقیقي ژونده ډیر لرې د انټرنټ په مجازي نړۍ کې د روابطو په جوړولو او پاللو مشغول وي او له خپل واقعي ژوند څخه زیات فکر او پام یی مجازي او افتراضی اړیکو ته وي چی د وخت په تیریدو سره فرد په حقیقی ژوند کی له ګوښه نشینۍ او یواځیوالي سره مخ کیږي او د مجازي نړۍ په روابطو په داسې ډول روږدی کیږي چې بې له شکه به بیا منظم علاج ته ضرورت پیدا کوي.

ـ په انټرنټ زیاتې پیسې مصرفیږي: مخکې لدې نه چي انټرنټ په اوسنۍ بڼه د ټولنې د وګړو تر منځ خپور شي د وګړو اساسي مصارف به په خوړو او لباس متمرکز وو ځوانان او متعلمین به د درسي وسایلو په پیریدلو خوښیدل او له والدینو څخه به یي د درسي وسایلو د پیریدلو غوښتنه کوله، خو پدې ورستیو کی د کورنیو له اساسي مصارفو څخه یو یي په انټرنت مصرف کول دي، پداسې ډول چی لا کله کله ځوانانو ته له لباسونو او درسي وسایلو څخه انټرنټ مهم ښکاري.

ـ د انټرنټ زیات استعمال فرد له ټولنې او کورنۍ سره د اجتماعي روابطو په برخه کې نا غیړۍ ته هڅوي: دا په داسې ډول چی ډیری خلک د انترنټ په مجازي نړۍ په روابطو اکتفاء او بسنه کوي او نشي کولاې چې د خپل ژوند په واقعي چاپیریال کې ملګري او دوستان پیدا کړي او یا له خپلو خپلوانو او د کورنۍ له غړو سره غوره او نېک روابط وپالي چې په نتیجه کې داسې یو شخص د ژوند په واقعي مجالسو کی د شرم او خجالت احساس کوي او شخصیت یی مخ پر ځوړ درومي.

له دې بیا لویه د افسوس خبره خو دا ده چې د یوې کورنۍ هغه غړي چې په یوه کور کې ژوند کوي ځانته جدا جدا مجازي نړۍ لري او ددې پر ځاې چي خپله خوښي، خفګان، لاسته راوړنې او مشکلات له خپلې کورنۍ سره شریک کړي په انټرنټ یی له خپلو مجازي ملګرو سره شریکوي چی له یوې خوا خو ورته کامله همدردي او کمک نه ور رسیږي او له بلې خوا یي روابط په ډیره بده توګه د خپلې کورنۍ له غړو سره زیانمنیږي.

نو بې له شکه د انټرنټ په غیر صحیح ډول استعمال د انسان د ژوند حقیقی اجتماعي او نور اړخونه ډېر سخت زیانمنوي،
نو لازمه ده مخکې لدې څخه چي د انټرنټ په ګتو پوه شو باید له زیانونو څخه یی اګاه او با خبره و اوسیږو تر څو یی په مثبت ډول استعمال کړو او له منفي استعمال څخه یی ځانونه وساتو.

له انټرنټ څخه د غوره ګټې اخیستنې ځنې وړاندیزونه دلته په لاندې ډول ذکر کوم:
* له انټرنټ څخه د استفادې لپاره ځانګړي اهداف لرل: لکه څرنګه چې انټرنټ د لویو لویو مقاصدو او هدفونو د لاسته راوړلو لپاره منځته راغلی دی نو استعمالونکی یی هم باید د انټرنټ څخه د استعمال په وخت واضحه اهداف او مقاصد ولري او وخت نا وخت دې له ځان څخه وپوښتي چی زه ولې او د څه لپاره له انټرنت څخه استفاده کوم؟ چې دغه ډول هدف لرل او له ځان څخه دغه ډول پوښتنه کول د انټرنټ استعمالونکې خپل هدف ته متوجه ساتي او د وخت د ضایع کیدلو مخنیوی یی کوي.

ځکه د انټرنټ د استعمال په وخت به شخص ځانته متوجه وي چې زما هدف د انټرنټ له استعمال څخه څه شی دی آیا د علم او پوهې حاصلول دي؟ که د معلوماتو پلټنه او لوستنه ده؟ او یا په نړۍ کې د نویو لاسته راوړنو او پیښو څخه خبریدنه ده؟
دا ډول هدفونه لرل او پوښتنې شخص د وخت له ضایع کولو څخه ژغوري.

* د انټرنټ د استعمال لپاره د ځانګړي وخت ټاکل: ټول پوهیږو چې وخت سره زر دی او وخت یوه داسې سر مایه ده چې که چیرې مو له لاسه ووتله بیا یی نشو تر لاسه کولاې، او د الله ج له لوري به له مونږ څخه د وخت په هکله پوښتنه کیږي، خو د انټرنټ ‌ډیری استعمالونکي د وخت دغه زرین اهمیت له یاده باسي او په ډیرې بې باکۍ سره له یو سایټ څخه بل سایټ ته اوړي او د یوه اوږد وخت لپاره بې ځایه په انټرنټ کې مصروف پاتې کیږي چې که چیرې دغه بې ځایه مصرف شوي ساعتونه را جمعه کړو ترې به ورځې میاشتې او کلونه جوړ شي چې د انټرنټ په بې ځایه استعمال ضایع شویدي.
نو ددې لپاره لازمه ده چې د انټرنټ د استعمال لپاره وخت معلوم کړو او ځان د وخت په اهمیت وپوهوو.

* یواځې له انټرنټ څخه په اخیستل شویو معلوماتو اعتماد او باور نکول: که څه هم انترنټ د معلوماتو د لرلو او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له خورا زیات اهمیت څخه برخمن دې خو په هیڅ صورت کې امکان نلري چې د یواځنۍ مرجع په توګه دې ترې استفاده وشي، ځکه که په انټرنټ کی له یوه اړخه باوری او مؤثق ویبسایټونه موجود دي له بله اړخه بیا د غیر مؤثقو او بې باوره سرچینو شمیر هم پکې کم ندی، خو که فرض کړو چې یو څوک تل له مؤثقو سر چینو څخه استفاده کوي د نوموړي شخص د معلوماتو او پوهې په زیاتیدو کې خو به دا کار بې له شکه ورسره کمک وکړي خو په هغه علمي څیړنو کې چې باید د مرجع او مصدر ذکر وشي په دې ډول انټرنټي بی مصدره معلوماتو اعتماد نشي کیدلاې.

* له دروغجنو او جعلي ویبسایټونو څخه ځان لرې ساتل: ځنې صفحې او ویبسایټونه چې غواړي د خپلو لیدونکو شمیر زیات کړي په دروغجنو عنوانونو لوستونکي او لیدونکي ځانته را جلبوي چی ویبسايټ ته له داخلیدلو څخه وروسته هلته ټول موضوعات په مکمل ډول د انساني ارزښتونو او یا د مسلمانانو له عقیدې سره په خلاف او ټکر کې وي، او په ځینو ویبسایټونو کې خو بیا د موضوعاتو د لیکلو طرز او طریقه داسې وي چې غواړي مخاطب او لیدونکې په ډیره نرمه بڼه د خپلو مزخرفو افکارو د تاثیر لاندې راولي، پدې صورت کی باید د انټرنټ څخه استفاده کوونکي شخص ځان پخپل واک کې ولري او ددغه ډول منفي نظریو څخه متأثره نشي او په راتلونکې کې دې له دغه ډول صفحو څخه ځان لرې وساتي.

په اخر کې دې نتیجې ته رسیږو چې د انټرنټ استعمال مختلف ډولونه او شکلونه لري، او په هیڅ ډول ممکنه نده چې یو څوک دې په مکمل ډول د انټرنټ له استعمال څخه لاس په سر شي، ځکه انټرنټ د انسانانو هغه قیمتی لاسته راوړنه ده چې ډیر ناشوني کارونه یی شوني کړیدي او ډیر هغه څه چې مخکې به په ډیرو پیسو او ډیر وخت کې ترسره کیدل اوس د انټرنټ پر مټ په ډیرو کمو مصارفو او په ډیره لنډه موده کی تر سره کیږي، خو د انټرنټ له دغه بی شمیره فایدو سره سره باید ټوله ټولنه او په ځانګړي ډول ځوانه طبقه له انټرنټ څخه را ولاړیدونکو خطرونو ته متوجه کړو چی تر څو یی له انټرنټ څخه استفاده مفیده وي او شخصیت ته یی په ټولنه کي زیان و نه رسیږي او له بله طرفه مو ټولنه هم د انټرنټ له منفي تاثیرونو څخه خوندي پاتې شوي اوسي .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*