وروستي

د مېرمنې د وهلو پر ځای د بښنې او پخلاینې تجربه هم وکاروئ

لیکنه: فضل الله ممتاز

په یوه کورنۍ کې چې کله تاوتریخوالي رامنځ ته شي او مېرمن د خپل خاوند له امرونو څخه سرغړونه او نافرماني پیل کړي ؛ نو خاوند ددې ستونزی د حل لپاره له مختلفو طریقو او تګلارو څخه استفاده کوي چې یو لدې طریقو څخه د مېرمنې وهل دي.

شاید ډېروخاوندانو ته دا معلومه وي چې د مېرمنې د اصلاح او خپلواساسي دندو ته دمتوجه کولو په لړ کې درېیمه مرحله د هغوی وهل دي او کله چې له ځینو خاوندانو څخه وپوښتل شي چې ولی خپل مېرمن وهی؛ نو سمدلاسه په ځواب کې وايي چې: اسلامي شریعت ما ته ددې خبری اجازه راکړېده. خو شاید بیا دا مسکین له دې خبری څخه ناخبره وي چې په اسلامي شریعت کې دا وهل خپل خاص او ځانګړي شرطونه هم لري.

له بده مرغه لا تراوسه زمونږ په افغاني ټولنه کې داسې ذهنتونه او باورنه شته چې وايي: ((دا شرم دی چې کوم مېړه خپله ښځه ونه وهي))؛ بلګه ځیني خو د مېرمنې وهل د نارینتوب یوه مهمه نښه بولي.
له همدې کبله غواړو ددې لیکنې په سره کې څو مهمو پوښتنو ته د ګرانو لوستونکو پام راواړوو:

آیا د اسلامي شریعت په رڼا کې د یو خاوند لپاره دا روا دي چې خپله مېرمن په درو ووهي، یا ېې پر مخ په څپېړې یا په بکس او لغتې سره ووهي؟

آیا د مېرمنې د وهلو څخه اساسي هدف د هغوی خپلو دندو ته متوجه کول دي او که د هغوی زخمي کول او وژل او آیا کله مو د وهلو پر ځای د بښنې له تجربې نه هم کاراخستلی دی؟ آیا کله مو په اسلامي شریعت کې دا هم لوستلي دي چې د قرآن کریم ستر مُفسر حضرت عبدالله بن عباس (رضي الله عنه) په دې اړه څه وايي؟

او دوروستۍ پوښتنې په توګه سره باید وپوښتو چې: په اسلام کې معتدل او منځلاری ژوند څه مفهوم لري او څنګه کولی شو چې د اعتدال(moderation) پر بنسټ ولاړ ژوند رامنځ ته کړو؟

د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) د کورني ژوند یوه بېلګه:
بېشکه دا یو منلی حقیقت دی چې په کورني ګډ ژوندانه کې د خاوند له لوري د مېرمنې په حق کې له بښنې، حوصله مندۍ او نرم چلند او اعتدال څخه کار اخستل په حقیقت کې د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) د اخلاقو پخپل ژوند کې راژوندي کول دي، لکه چې امام نِسائي(رحمه الله) په یو حدیث شریف کې چې له أُم المؤمنین حضرت عائشې(رضي الله عنها) څخه ېې روایت کړیدی وايي چې: ((مَا ضَرَبَ رَسُوْلُ اللّهِ – (صلى الله عليه وسلم) – امْرَأَةً وَ لَا خَادِمَاً قَطّ، وَ لَا َضَرَبَ بِيَدِهِ قَط إِلّا فِيْ سَبِيْلِ اللهِ أَوْ تُنْتَهَكُ مَحَارِمَ اللهِ فَيَنْتَقِمْ لِلهِ)). سنن النسائي 5جلد 167 صفحه.

ترجمه: نبي (علیه السلام) نه کومه مېرمن او نه کوم خادم وهلي او نه ېې پخپل لاس سره هیڅکله هم څوک وهلي، مګر د الله تعالی په لاره کې چې کله به الهي حدود او قوانین تر پښو لاندې شول(او د هغې سپکاوې به وشو)؛ نو بیا به ېې د لوي څښتن تعالی لپاره انتقام اخسته.

مونږ چې کله د خپل مهربان او خواخوږي پیغمبر سپېڅلی سیرت خپلې مخې ته کیږدو او په لوستلو ېې پیل وکړو؛ نو جوتیږي چې نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) هیڅکله هم څوک نه دي وهلي، ځکه چې د هغه مبارک حکیمانه کړنلاری داسی وی چې سخت زړونه به ېې نرمول او دېته به هیڅ اړتیا نه پیدا کېدله چې تر څو په وهلو، زور او ناخوښۍ سره د ستونزو لپاره وروستی حل ومومي. هغه(صلی الله علیه وسلم) نه خپلی مبارکې بې بيانی وهلي او نه هم أمهاتُ المؤمنینو کله داسې سرغړونه کړیده تر څو د هغې په نتیجه کې خبره د وهلو تر بريده ورسیږي.

د وهلو ټاکلي شرطونه او حدود:
ګرانه وروره! د غصې پر مهال د ځان کنترولول او خپل اعصاب تر کابو لاندی راوستل یو لړ خاصو مهارتونو ته اړتیا لري؛ نو د وخت په تېرېدو سره هڅه وکړه تر څو آهسته آهسته پخپل ژوند کې د بې ځایه غصې ګراف دې راټيټ کړی، که چیری یو خاوند دومره په قهر شي چې وهلو ته اړتیا حس کړي؛ نو هغه باید پر دې باندی پوه شي چې په اسلامي شریعت کې د مېرمنې وهل ټاکلي شرطونه او معلوم حدونه لري. یو لړ علماء په دې اړه داسې هم وايي چې: (د مېرمنې وهل باید داسی نه وي چې د مېرمنې په نتیجه کې د هغې هډوکي مات شي، یا ېې لاسونه او سر ټپي او د وهلو ــ ټکولو نښې پکې له ورایه ښکاره شي) او نه هم دا وهل باید داسې وي چې په هغې سره د مېرمنې په وجود کې کوم زخم رامنځ ته شي، په سوک(بکس) او لغتې سره ېې وهل ظلم او استبداد دی.

په اسلامي شریعت کې د وهلو د کلیمې سره سم د غیر مُبرِّح (چې شدید او کلک وهل نه وي) کلیمه کارول شوېده او دا هر خاوند ته د همدې ښودنه کوي چې د غصې پر مهال باید له کنتروله ونه وځي او که چیری له غصې وروسته ځان نشي کنترولوی؛ نو هغه ته بیا اصلاً وهل روا ندي چې مېرمن ووهي، ځکه د مېرمنې د وژلو او له منځه وړلو په صورت کې پرې قصاص قائمیږي(که څه هم د فقهاؤ تر منځ دا یوه اختلافي مسئله ده).

د وهلو په اړه د حضرت ابن عباس (رضي الله عنه) څه وايي؟
لکه څرنګه چې مخکې مو هم ددې خبری یادونه وکړه چې وهل خاص حدود او شروط لري، یو مهم او بنسټيز شرط ېې دادی چې: باید شدید او دردونکی نه وي او په دې اړه د حضرت عبدالله بن عباس (رضي الله عنه) نظر دادی چې: دا وهل باید په مسواک سره وي او یا هم هغې ته په ورته څیز (لکه په دستمال سره وي )سره وي.( تفسير القرطبي 3/179).

امام الحسن(رحمه الله) په دې اړه فرمايي چې: وهل باید په داسې اندازه کې وي چې تأثیر لرونکی نه وي( پر وجود ېې نښې پاتې نشي). همداراز په دې اړه زموږ قدرمن پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) فرمايي: ((إنّ لَكُم عَليْهِن أن لا يُؤَطّئَنّ فرشَكُم أحداً تَكرَهونه، فإنْ فَعَلْنَ فاضْرِبُوهُنّ ضَرْبَاً غَيْرَ مُبرِّحٍ)).

ترجمه: ستاسې پر مېرمنو باندی ستاسې حق دادی چې: ستاسې کور ته دې داسې څوک نه راولي چې تاسی کرکه ورسره لرۍ ؛ نو که هغوی داسې یو کار وکړ؛ نو بیا ېې داسی ووهۍ چې دردونکی نه وي. دا پورتنی حدیث د همدې خبری یادونه کوي چې مېرمن دې خپل کور ته داسې یو سړی یا یوه ښځه نه راولي چې خاوند ېې ورسره کرکه لري، ځکه له دې کار څخه منع راغلی ده او په دې منع کې ټول هغه خلک شامل دي چې په راتللو سره ېې د خاوند زړه پری خفه کیږي او د هغه د زورېدو سبب ګرځي.

حضرت مواق وايي: که چیری خاوند ته دا څرګنده شي چې په اغلب ګومان سره ېې مېرمن له کلکو ډبولو پرته نه اصلاح کیږي، بیا هم ورته جواز نلري. دلته چې د کومو وهلو مونږ یادونه وکړه، ټول د همدې ښودنه کوي چې سخت ډبول او شدید وهل سم کار ندی، أما که چیری لږ وهل او خپل مسؤلیت ته متوجه کول وي؛ نو دا کار خو بیا د خاوند لپاره روا دی.

اسلام مونږ ته د همدې کار ښودنه کوي چې داسی وهل هیڅکله هم جائز ندي چې هغه ډېر شدید او دردناک وي، حتې که په دې کار کې د خاوند لپاره ګټه هم وي ولری ولی بیا هم درست کار ندی، ځکه په اسلام کې نه بل چا ته ضرر رسول شته او نه هم د بل چا څخه د خپل ځان لپاره د ضرر قبلول شته.

مېرمنې ته د فزیکي جزا پر ځای ژبنی تهدید وکړئ:
د مېرمنې د بغاوت او سرغړونی پر مهال د فزیکي جزا پر ځای ژبنی تهدید غوره وي، بلکه ستاسی قهر باید یو تهدیدونکی شکل ولري، لکه یو تن چې خپلې مېرمنې ته ووايي چې: که چیری ته د خپلې نافرمانۍ او سرغړونی څخه لاس وانخلی؛ نو د وهلو حقداره ېې، یعنې دا ډول وینا په حقیقت کې د همدې معنا لري چې د خاوند قهر او غصه باید یواځې په ژبې سره وویل شي او په مخ کې د هغې نښې ښکاره شي(او بس)، اما غصه باید د لاس تر سرحده پوری ونه رسیږي(عملي بڼه باید ونلري).

په اصل کې دا چې مېرمن د خاوند خبره نه مني، پدې کار کې ټوله پړه او ملامتي پر مېرمنې ندي اچول پکار، بلکه دا ملامتي تر یو څه حده پوری د خاوند همده، ځکه چې د خپلې مېرمنې زړه ېې لاس ته ندی راوړی او د محبت او صمیمیت داسې چاپېریال ېې ندی رامنځ ته کړی چې د هغې په نتیجه کې مېرمن د خاوند هر امر منلو ته تیاره وي.

محمد طاهر بن عاشور پدې اړه یو په زړه پوری خبره مونږ ته راپه زړه کوي او وايي چې: زما په نظر په اسلامي شریعت کې د مېرمنې د سرغړونې پر مهال د هغې د وهلو حکم یواځې د اباحت (روا والي) ښودنه کوي چې پدې کې د عربي مېرمنو د ځینو خاصو طبقو او یا هم د عربو ځینو ځانګړو قبیلو ته اشاره شوېده چې ټول خلک پدې مسئله کې سره ورته(یو شان) ندي.

ډیری کلیوال خلک د مېرمنو وهل عیب نه ګڼي:
د مثال په توګه: په کلیوالو کې چې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي، د هغوي په منځ کې د مېرمنو وهل کوم عیب ندی او نه د مېرمنې وهلو ته په بده سترګه سره ګوري، جالبه خو لا داده چې په دوي کې پخپله مېرمنې هم دا وهل د ځان لپاره عیب نه ګڼي؛ نو هغه مهال د عربو ځینې قبیلې هم همداسې وې چې په هغوي کې به د سرکشۍ او بغاوت پر مهال د مېرمنو وهل کوم عیب نه ګڼل کیده.

په صحیح البخاري کتاب کې د حضرت عمربن الخطاب (رضي الله عنه) په اړه راغلي دي چې هغه وايي:
زمونږ د مهاجرینو (چې کله مو له مکې څخه مدینې ته هجرت وکړ) حالت داسی ؤ چې مونږ به پخپلو مېرمنو باندې برلاسي ؤ،   ( مونږ پر مېرمنو باندی زورور ؤ او مونږ به پر هغوي امر کاوه او هغوي به پر مونږ امر نه کاوه) ؛ نو کله چې (مدینې ته ولاړو، هلته مو) انصار ولیدل چې( دلته خبره سرچپه ده) د دوي مېرمنې پر دوي برلاسي او زوروې دي؛ نو زمونږ مېرمنو هم د انصارو په څېر ادب زده کړ(د هغوي د مېرمنو خوي ېې راخپل کړ). دا حدیث ډېر اوږد دی چې مونږ ېې لنډه یادونه وکړه.

د مېرمنو اخلاق او عادتونه سره تفاوت لري:
لنډه دا چې: له پورتني مبارک حدیث څخه معلومیږي چې د هرې سیمې او هیواد مېرمنې له نورو سره خورا تفاوت لري، لکه پورته مو ولوستل چې د مکې د مېرمنو اخلاق یو ډول ؤ او د مدینې د انصارو مېرمنو خصلتونه باید بل ډول ول.

دا مونږ ته د همدې ښودنه کوي چې هر خاوند باید د خپلې مېرمنې د عاداتو او اخلاقیاتو څخه باید ځان خبر کړي او د هغوي سره یو مناسب چلند په پام کې ونیسي. له همدې کبله حضرت عطاء بن رباح چې یو مشهور تابعي دی وايي: خاوند دې خپله مېرمن نه وهي، مګر یواځې غصه دې ورته وکړي.

ابن العربي ېې په اړه وايي چې: د دې شرعي حکم په اړه دا د حضرت عطاء(رحمه الله) هغه ښکلی نظر ؤ او اجتهاد ؤ چې د هغه دا صحیح فهم مونږ ته ددې ښودنه کوي چې په قرآن کې د مېرمنې د وهلو له حکم څخه مراد یواځې اباحت(رواوالی) دی او (بس).

په پای کې د یوې مهمې خبرې یادونه کوو او هغه دا چې:
د پورتنیو ټولو خبرو لنډيز دادی چې د خاوند له لوري د خپلې مېرمنې سره زیږ چلند او یا د هغې د وهلو مسئله په هر حالت کې یو شان نده، بلکه دا د خاوند او مېرمنې د حالاتو پورې اړه لري چې یو بل څه ډول پوهولی شي او که چیری خاوند ته د مېرمنې د وهلو اجازه هم ورکړل شوي وي؛ نو د هغې څخه باید د خاوند هدف دا وې چې تر څو مېرمن ېې اصلاح شي او دواړه سره ښه ژوند وکولی شي پر مخ بوځي؛ نه دا چې یو د بل هډوکي مات کړي، ځکه که چیری د خاوند له لوري پر مېرمنې باندی تجاوز، ظلم او تیری وشي؛ نو مېرمن حق لري تر څو خپل شکایت محکمې او قاضي ته وړاندی کړي تر څو دې ستونزی ته یو مناسب د حل لاره وګوري.

شاید ځیني ووايي چې: په اسلامي شریعت کې د مېرمنې وهل خو رواء ګڼل شویدي. مونږ دغو وروڼو ته وایو چې: دپورتنۍ خبری مطلب خو دا هیڅکله هم نشي کېدلی چې یو تن دې دا خبره د ځان لپاره یوه بهانه وګرځوي او چې څنګه ېې خوښه وي، په هماغسې ډول دې د مېرمنې په حق کې له ظلم او تیری څخه کارواخلي.

اسلامي شریعت دا هم ویلي دي چې د ظلم او هغې ته د ضرر رسولو په نتیجه کې به له خاوند سره ټینګه محاسبه او دهغې په اړه پوښتنه هم کیږي. همداراز د وجود په هغو خطرناکو ځایونو چې کیدای شي هغې ته د وهلو په نتیجه کې مرګ ژوبله ورواوړي هم منع راغلی ده، ځکه د دې ټولو څخه هدف خپلو مسؤلیتونو ته د خپلې مېرمنې متوجه کول دي، نه د هغې زخمي کول او وژل.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*