وروستي

خورې ! جهاد دې مبارک

په داسې حال کې چې هيواد مو په نظامي ، کلتوري او اقتصادي توګه د الحادي ملېشيا لخوا اشغال شوی دی او د اشغال تر سيورې لاندې هر ډول اسلام ضد تحرکات په پوره آزادۍ سره روان دي ، فاحش او بې غرته عناصر په پوره جرأت سره فاحشه مډيا او فحاشت خپروي ، سود خواره په پوره جرأت سودي معاملات تر سره کوي ، د کفر او الحاد اجنټان شپه او ورځ د اسلامي اساسات د نړولو کوښښ کوي او بلاخره فساد هرې خوا ته خپور دی د هر طرف څخه د صوت شيطان نارې پورته کيږي .

په همدا ډول سختو فتنو کې ستا خپله چادري او خپل حجاب خپل عفت کلک ساتلی دی او اسلام شعار دی لوړ کړی دی .

خورې ! ستا حجاب د کفر او الحاد او د هغوی د منافقو اجنټانو لپاره اټم بم دی .

ځکه دوی د دغه حجاب لرې کولو لپاره ستر قوت او ډير مال لګولی دی خو هيڅ په لاس ورنه غلل بس يوازې د زړه وينې خوري او د اسلام د دوښمنانو په زړونو دې اور بل کړی دی .

ستا دغه ستر ثبات ، ستر جهاد دې مبارک وي ، الله تعالی دې د مرګ تر ورځې همداسې غزتمنده ، با وقاره او با عفته لره .

او الله تعالی د محشر د ورځې هغه ستر عزت هم نصيب کړه چې د همداسې ښځو لپاره دی

رسول الله صلي الله عليه وسلم  فرمايي: «إذا صلت المرأة خمسها، و صامت شهرها، و حفظت فرجها، و أطاعت زوجها، قيل لها ادخلي الجنة من أي أبوابها شئت» (صحيح الجامع باسناد صحيح)

ژباړه: کله چې ښځه پنځه وخته لمونځ وکړي، د رمضان روژه ونيسي د شرمګاه ساتنه وګړي او د ميړه اطاعت وکړي هغې ته ويل کيږي له هرې دروازې دې خوښه وي جنت ته داخله شه.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*