په ۲۰۱۷ کال کې د افغان کډوالو وضعیت ته کتنه
د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز
تېره اوونۍ په کابل کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشرې ريباکه ټاويرس په ولسمشرۍ ماڼۍ کې يوې غونډې ته وویل، افغانستان په نړۍ کې دويم هېواد دی، چې د جګړو له کبله يې ډېری وګړي بېځایه شوي او دغه راز د بېځایه شوو کورنیو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
له بله پلوه، د ۲۰۱۷ کال له جنورۍ د اګست تر ۱۲مې پورې کابو درې لکه تنه ناراجستر کډوال له ايران او پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دا چې دا مهال په هېواد کې د بېځایه شوو کډوالو شمېره څومره ده؟ په ګاونډيو هېوادونو کې د افغان کډوالو شمېره، وضعیت او د راجستر شوو او ناراجستره کډوالو د بېرته راستنېدلو بهیر څرنګه دی؟ او د دې ترڅنګ په اروپا کې د افغان کډوالو وضعیت څه ډول دی؟ دلته پرې شننه کوو.
په هېواد کې دننه بېځايه شوي
په افغانستان کې خلک د جګړې، اقتصادي او طبیعي آفتونو له کبله په بېلابېلو پړاوونو کې، یا د هېواد دننه بېځایه شوي او یا ګاونډیو هېوادونو/سیمو ته کډه شوي دي.
د شورویانو د اشغال پرمهال هم خلک اړ شول، چې یا ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شي او یا هم د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه، د پلازمېنې کابل په لور ولاړ شي.
دا چې هغه مهال د هېواد دننه په تېره بیا په کابل کې څومره بېځایه شوې کورنۍ او خلک وو، په اړه یې دقیقې او کره شمېرې نشته؛ خو بیا هم د دوو افغان پېژندونکو «نانسي» او «لویس ډوپري» په اند د ثور له انقلاب څخه وړاندې د کابل نفوس تقریباً ۷۵۰ زره تنه و؛ خو د شورویانو له یرغل سره، د افغانستان له لرې پرتو سیمو څخه یو شمېر افغانان کابل ته کډه شول، ترڅو ځانونه د جګړو له تباهۍ وژغوري.
دغه چلند بیا د کابل نفوس دوه برابره کړ (یعنې شاوخوا یونیم میلیون شو). د دې ترڅنګ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم، خلکو تر ډېره د مرکزونو په لور مخه کړه او په مجموع کې یې د هېواد دننه بېځایه شويو شمېره شاوخوا دوه میلیونو تنو ته ورسوله. (وګورئ: شکل-۱)
شکل-۱: د هېواد دننه کډوالي (۱۹۸۴م-۲۰۱۶م)
څرګندونه مو لاندې وليکئ