وروستي

د عربستان د ادارو له لارې قرباني کول

دقران سنت نه په مننه سره يوسوال لرم هيله ده چي راته جواب يي كري په حج كي خلك دجمرات دويشتلو نه وروسته ذبح كوي خو په مكه مكرمه كي بعضي اسلامي بانكونه دذبحي لپاره مشخص شويدي چي دغه بانك دخلكونه دپسه قيمت اخلي او يوه توته كاغذورته وركوي خلكوته وئي چي دلسوبجونه وروسته خپل جان پاك كره أيا دغه جوازلري اوكنه ؟ستاسو دجواب په هيله

محمدنبي دكعبه شريفه نه مننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کله چې حاجي جمره عقبه وولي د هغه وروسته به قرباني وکړي .

څوک چې خپله ذبحه کولای شي مستحب ده خپله څاروی ذبحه کړي که خپله ذبحه نشي کولای د قربانۍ د څاروي سره حاضريدل مستحب دی او همدارنګه که خپله نه وي د قربانۍ د پاره وکيل نيول جايز دي .

د سعودي د ادارو له لارې قرباني کول :

اوسمهال ددې لپاره چې د څاروي د غير منظم حلالولو او د غوښو ضايع کولو او همدارنګه نظافت په نظر کې نيولو په موخه په عربستان کې ځنې ادارې شتون لري چې په ښه شان او لوړ معيار کار کوي او دغه غوښې د حرم شا اوخوا فقيرانو او همدارنګه اسلامي هيوادونو ته استوي .

دغه ادارې د بل د تحويل لپاره د (الراجحی بانک ) په نوم څانګې لري او ددې لارې د قربانۍ کوپونونه خرڅوي چې حاجی او يا د څو حاجيانو نماينده ته اجازت ليک ورکوي هغه به منا ته ځي د ده په حضور کې به قصابان د قربانۍ ذبحه حلالوي چې دا ښه او جايز کار دی او د شک څخه خالی دی .

خو که د حاجي يا د هغه د وکيل په غيابت کې څاروی حلال شي کيدای شي قصابانو څاروی نه وي حلال کړی او حاجی سر وخريي چې په دې صورت کې په حاجي دم لازميږي او نور شکونه هم له ځانه سره لري نو حاجي دې ددې کار څخه ډه ډه وکړي خپله دې په هر طريق چې وي څاروی واخلی هغه دې يا خپله ذبحه کړي يا پر بل کس ذبحه کړي او يا د وکيل په وسيله ذبحه کړي .

معلم الحجاج ص ۲۱۷

فإن كان قصد السائلة بإرسال ثمن الأُضحية إلى من ذكرت للنيابة عنها في شراء الأُضحية لها وذبحها عنها ومن ثم التصدق عليهم بلحمها فهذا جائز لا شيء فيه لجواز التوكيل في الأُضحية، وعدم اشتراط ذبحها في مكان المضحي أما إن قصدت بإرسال الثمن إليهم هو التصدق عليهم بثمن الأُضحية فهذا غير مجزئ عن الأُضحية؛ لأن المقصود إراقة الدم. قال صاحب بدائع الصنائع: ومن شروطها ألا يقوم غيرها، حتى لو تصدق بعين الشاة أو قيمتها في الوقت لا يجزيه عن الأُضحية؛ لأن الوجوب تعلق بالإراقة، والأصل أن الوجوب إذا تعلق بفعل معين أنه لا يقوم غيره مقامه، كما في الصلاة والصوم وغيرهما. انتهى. (بدائع الصنائع علی مذهب امام ابو حنيفة – مرکز الفتاوي اسلام ويب ).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*