وروستي

قرباني د کور پر يوه کس واجبه وي او که پر څو کسانو ؟

که یو سړی ډیری پیسی ولری نو ایا قربانی یوازی پرده باندی فرض ده او که دده په توله کورنی (میرمن او بالغو اولادونو )باندی هم فرض ده؟

عبدالرحمن

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د احنافو په نزد که په کوم کور کې څو کسان مالک نصاب وي په هر يوه ځانته قرباني واجبه ده ، هغه که نارينه وي يا زنانه ، په نابالغو باندې قرباني واجبه نه ده .

قرباني په صاحب نصاب باندې واجبه ده ، که په کور کې يو کس مالک نصاب وي پر يوه کس واجبه ده او که دوه کسان مالک نصاب وي په دوو کسانو واجبه ده .

په دليل د دغه حديث شريف : عن ابی هريرة ان رسول الله صلی الله عليه وسلم قال من کان له سعة ولم يضع فلا يقربن مصلانا

(ابن 16/120ماجه باسناد حسن و احمد ۱۶/۱۲۰ باسناد حسن – صحيح الجامع الألبانی باسناد صحيح ۶۴۹۰  )

يعنې د چا چې وس وي (مالک نصاب وي ) او قرباني و نه کړي نو زمونږ مصلی (عيدګاه ) ته دی نږدی نه راځي .

کفايت المفتي ج ۸ باب الاضيحة

و الله سبحانه وتعالی اعلم

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*