وروستي

د نجات او بریا راز په څه کې دی؟

لیکنه: صالح محمد شهاب

د قرآن قصص داسي نه دي لکه نوري قصې چي یوازي تاریخي، یا تفریحي بڼه لري، بلکي لکه قرآن چي یې خپله راښیي له سره تر پایه د هدایت کتاب دی، په قصصو کي یې هم حکمتونه او لارښووني نغښني دي، د موسی علیه السلام او فرعون قصه دا درس راکوي چي د حق پلویان که د باطل په وړاندي هرڅومره په مادي او فزیکي لحاظ کمزوري او شاته پاته وي، که د کم په اعتبار هرڅومره تر خپل مقابل لوري لږ وي، که څه هم په ټولنه کي د نورو خلګو په اند د خوارو او ذلیلو په صفت پېژندل کیږي، خو په دې وجه چي د حق طرفداران دي، ددې هرڅه سره سره به آخیر بری ددوی په برخه وي.

موسی (ع) نه فوځ درلود، نه ملګري، نه حکومت ورسره وو، نه د بل هېواد اډانه، د بې رحمه او بې عاطفې فرعون د کرغېړن او وحشي نظام پرضد یې مبارزه پیل کړل، په داسي حال کي یې د ظالم د ظلم په وړاندي د مظلوم د مغصوب حق اخیستلو په پار مقابلې ته دوام ورکړ چي د فرعون سره د لس ګونو زرو په تعداد وسلوال ځواکونه او فوځ ملګری وو، خو په وړاندي یې د حق مبارزین یواځي موسی (ع) او د هغه ورور هارون (ع) ولاړ ول.

د مصر د خلګو په نظر موسی او هارون د غلامانو حیثیت درلود، موسی تر څه مودې فراري کېدلو وروسته نور هم منفور شو، خو د موسی ربّ ته دا منظوره وه چي که څه هم موسی یواځي او بې سر او سامانه دی، خو چي د حقې لاري لاروی او د مظلوم لاس نیوونکی دی، د بریا فیصله به دده په حق کي کیږي، همدا د الله تعالی مبارک عادت او د الله تعالی په قانون کي پرېکنده حکم دی.

ومو لیدل چي په یواځي ځان د حق مبارز ځوان د وخت د زبر ځواک د ظلمونو په وړاندي کلک ودرېدی، مظلوم ته یې د مرستي لاس ور اوږد کړ، بالآخر بریالی شو، ددښمن ټولي حربې یې شنډي کړلې، مظلومانو ته یې د ظالم له ظلمه نجات ورکړ.

ایا پوهېږئ چي د ظالم په وړاندي مبارزه له نه لیدونکي لوري حمایه کیږي او له غیبي مرستي برخمنه ده؟

ایا پوهېږئ چي ظالم او زبرځواک قوت د ظاهري کمزوري قوم په مټ هم نسکورېدای شي؟

بلې هو! دا درس قرآن راکوي چي موږ کولای شو چي خپل حالات په خپل لاس سره بدل کړو، د ظالمي طبقې له ظلمه ځان ته نجات ورکړو.

د اسلام ستر لارښود محمد صلی الله علیه وسلّم په داسي حال کي د حق آواز پورته کړ چي په مکه کي یې هیڅ مخالف نه درلود، خپل او پردي د محمد الأمین په صفت پېژانده، کله کله خو به د مکې سردارانو خپلي هغه فیصلې په ده خلاصولې چي دوی به نه سره پر جوړېدل، خو ددې ټول محبوبیت سره سره یې د حق د اعلان کولو سره جوخت ۹۹% مکیانو مخالفت وکړ، چي په رأس کي یې د قریشو سردارانو او ځواکمنې طبقې قرار درلود، ربړول، تهدید، پوچ او ښکنځل یې ورځنی معمول وو، خو دی د هغوی د واک او ځواک په وړاندي تن تنها او یواځي وو، بالآخره دده د مرګ پلان جوړ شو، ده او ملګرو یې د خپل ژوند د مصئونیت او د خپلي سپېڅلې مبارزې د جاري ساتلو په پار خپل کور، کلی او بچیان پرېښودل، بلي علاقې ته ولاړل.

دلته یو څو شیان باید درک کړو.

۱: د حقې داعیې د مبارز او خوځښت په وړاندي به هرومرو مخالفتونه موجود وي، حتّی خپل نږدې خلګ به یې هم مخالفت کوي، خو دی به خپل کار کوي.

۲: د حق داعي به خپله سپېڅلې مبارزه د خلګو د یو او بل قسم تورونو لګولو، زورولو، ستړیاوو، کور پرېښودلو يا نورو مشکلاتو د ډار له وجې نه پرېږدي، حتّی که د مرګ د ګواښ سره هم مخ شي، د ځان د مصئونیت لپاره به بله لاره تعقیبوي، خو د حقې لاري د مبارزینو له قطاره به نه وځي.

۳: که څه هم د مادیاتو او اسبابو په مهیأ کولو هم مکلف دی، خو، د مادیاتو د ظاهري کمښت او عدم کفایت له وجې به د حق په پلوي او مبارزه کي هیڅ نوع تکاسل نه کوي.

۴: د مخالف لوري برلاسي او سطحي موقته بریا ددې نښه نشي کېدلی چي په موقت ډول مغلوب لوری پر حق نه دی، که نه نو باید دوی غالب وای.

۵: د دائمي بریا د لاسته راوړلو لپاره تر ټولو اهم شی استقامت کول او کلک هوډ درلودل دي.

موږ وینو چي هغه له خپل کلي په جبر او زور سره ایستل شوی درې پنځوس کلن د حق داعي او یوڅو ملګري یې له خپلي حقې داعیې، د ظالم د ظلم په خلاف له سپېڅلې مبارزې او له ظالمه د مظلوم د حق د حصول له خوځښته پر شا نشول، خپل هدف ته د رسېدلو په پار یې خپل فعالیت له بل کلي پیل کړ، په داسي حال کي چي مقابل لوری یې په بشپړ فوځي ساز او سامان سمبال وو، خو دوی په کورونو کي د ورځنۍ اړتیاوو د پوره کولو لپاره څه نه درلودل، دښمن یې ددوی په پرتله څو چنده خپله هم ډېر وو، د نورو خلګو ملاتړ یې هم له ځان سره درلود، خو دوی د هغوی په نسبت څو کسان ول، چي له خارجي مرستو هم نه وو برخمن، امّا کله چي یې په ځان کي زغم، استقامت او هوډ پیداکړ، خپلو هغو اهدافو ته ورسېدل چي د سپېڅلې مبارزې په بهیر کي یې تعقیبول.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*