وروستي

د کابل وروستۍ خونړۍ پیښه د ټرمپ د ستراتیژي لومړنۍ پایله

تیره ورځ د کابل ښار په یولسمې امنیتي حوزې د کلای نجارا په امام زمان نومي مسجد باندې د داعشي جګړه مارو د برید په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په شمول خواو شا ۱۳۰ تنه ووژل شول.

تر یاد برید نیږدې دوه ورځې وړاندې په هرات ولایت کې د معارف وزارت اړوند د مجمع مدارس عربي افغانستان اداري د رسمي اعلامیې له مخې امریکايي ځواکونو د علامه تفتازاني پرمسجد او هرات دار العلوم باندې برید وکړ چې له امله یې د همدې مقدسه اماکنو حُرمت پامال اوهلته شته دیني زده کوونکي او ښوونکي سخت وځورول شول.

دغه دواړه بوږنوونکې پیښې دقیقا د امریکايي ولسمشر ټرمپ لخوا د افغانستان لپاره د جنګي ستراتیژي له اعلان سره هم مهاله تر سره کیږي.

له بده مرغه د افغانستان لپاره د ټرمپ جنګي ستراتیژي چې د ګډ حکومت دواړو چارواکو یې په جلا جلا توګه استقبال وکړ د دغسي خونړیو وحشیانه پیښو له دوام پرته د افغانانو لپاره بل هیڅ پیغام نه لري.

ځکه د یادې ستراتیژي تراعلان وروسته رویټرز خبرې اژانس د بګرام له هوايي اډې نه په خپل ورکړي رپوټ کې ولیکل چې هلته میشت امریکايي پیلوټان په افغانستان کې د لازیاتو هوايي بریدونو لپاره د دې په خاطر تیاری نیسي چې په نوې امریکايي ستراتیژي کې ډیر ترکیز د مخالفینو په ضد د هوايي بریدنو په زیاتوالي باندې شوی دی.

هسي هم د ولسمشر ټرمپ له واکمن کیدو راهیسي په افغانستان کې د امریکايي الوتکو بریدونه زیات شوي او د ورکړل شویو ارقامو له مخې د تیر ۲۰۱۶ کال له جنوري څخه د اګست تر میاشتې پوري چې د هوايي بریدونو شمیره ۱۰۷۴ تثبیت شوې وه د سږني ۲۰۱۷ کال د جنورې له لومړۍ نیټې څخه د اګست تر میاشتې پوري هغه ۲۲۴۴ بریدونو ته لوړه شوې چې له امله یې د یوناما په وروستي رپوټ کې د ولسي مرګ ژوبلې ارقام هم تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي دي.

په کابل او هرات کې په مسجدونو باندې دواړې پیښې غیراسلامي ، غیر انساني او د ټولو مقراراتو خلاف وحشیانه پیښې دي چې باید په ترټولو سختو الفاظو محکومې او وغندل شي، خو له بده مرغه چې د هرات پیښه امریکايي ځواکونو د افغان دولتي سرتیرو په ملتیا پر یوه داسې مسجد او مدرسه تر سره کړې چې هغه رسما د هیواد د معارف له وزارت سره ثبت او سجل لري.

نن چې په کندهار ښار کې د یو شمیر دولتي چارواکو لخوا د ټرمپ د جنګي ستراتیژي په تائید کې غونډه جوړه شوې وه ، سبا به حتما د همدې امریکایانو لخوا په کندهار کې همداسې کړنې ترسره کیږي لکه د هرات د مسجد ، د هلمند د دولتي سر تیرو او د هسکې مینې د ولسي وګړو بمبارول چې نه پوهیږو بیا به د امریکايي بدمعاشۍ قربانیانو ته د ګډ حکومت د چارواکو او د کندهارد تائیدي غونډې برخوالو ځواب څه وي؟

کاشکې چې نن د لوی کندهارد غونډې برخوالو د ټرمپ د جنګي ستراتیژي د تائید په ځای له امریکايي چارواکو څخه په هلمند ، کندوز او د هیواد په نورو برخو کې د وژل شویو دولتي سرتیرو ، د ننګرهار په هسکه مینه کې د وژل شویو ماشومانو او یا هم د هرات پر مسجد او دارالعلوم باندې د امریکايي او افغاني سرتیرو د برید په اړه پوښتنه کړې وای چې هغوی دا کړنې ولي او د څه لپاره تر سره کوي ؟

ایا د ګډ حکومت چارواکي او یا هم د هغوی مربوط پارلماني استازي له امریکايي پوځیانو څخه د دا ډول یوې پوښتنې جرأت لري؟!

یادونه: په قران سنت کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ قران سنت کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*