وروستي

چاغوالی مو معلوم کړئ او دا طريقه عملي کړئ

ابو حمزه جوزجاني

لومړی بايد دا وپېژندل شي چي چاغښت څه شی دی؟

موږ چي هر څه خورو دا مو په بدن کي انرژي او توان پيدا کوي چي بيا د همدې انرژۍ په مټ موږ د کار کولو جوګه ګرځو ، که زموږ خوراک زيات او فزيکي فعاليت مو کم شي نو بيا دغه انرژي زموږ په بدن کې د سپيني غوښي په څېر جمع کيږي او وزن مو ډېريږي.

که بالعکس فزيکي فعاليت ډېر او خوراک کم وي بيا نو سپينه غوښه د مصرف په شکل په کار لويږي او له منځه ځي.

د چاغښت اندازې ته يو مقياس د بي ايم آی په نوم جوړ شوی چي په مرسته يې موږ کولای شو د چاغښت اندازه معلومه کړو.

BMI:(body mass index)
د قد لوړ والی د متر په اندازه معلومول او دا عدد په خپل ځان کي ضربول ، وروسته پر تر لاسه شوي حاصل وزن تقسيمول.

مثال: د يو تن د قد لوړوالی ۱.۸ متره دی او وزن يې ۸۱ کيلو ګرامه دی نو آيا دا سړی چاغ دی او کنه؟

۱.۸×۱.۸=۳.۲۴
۸۱÷۳.۲۴=۲۵

اوس چي موږ ته حاصل ۲۵ په لاس راغی دا نو زموږ د بدن بي ايم آی دی مانا دا چي زموږ د بدن چاغښت دومره دی.

* که بي ايم آی د ۲۰ او ۲۵ تر منځ وي نو دا نارمل حالت دی.

* که بي ايم آی د ۲۵ او ۳۰ تر منځ وي نو دا چاغښت بللی شو او که له ۳۰ نه هم زيات وو بايد د مخنيوي لپاره يې جدي هڅي وشي.

وزن څه ډول کميږي؟

راتلونکي چاري مو د وزن په کمولو کي مرسته کولای شي!

* اُرلسټاټ (orlistat) درمل خوړل چي له امله يې په اشتهاء کې کموالۍ راتلای شي او همدا راز د غوړو او انرژۍ له جذبېدو مخنيوی کوي .

* د معدې جراحي عمليات په داسي ډول چي له معدې سره د کوچنۍ کولمې لګېدونکی سر  له سرې غاړي سره وګنډل شي تر څو د خوراک ظرفيت کم شي.

* بل ډول جراحي عمليات چي د معدې غټه برخه ترې لري کيږي او د معدې ظرفيت کميږي.

* د يوې پوکانې په مرسته چې له اوبو ډکيږي او په معده کي ايښودل کيږي تر څو د خوراک پر ځای ذخيره وي. خو دا طريقه چندان دوام نه لري ځکه کله کله پوکانه چوي.

په پورتنيو طريقو سربېره بايد دا هم په نظر کي ونيسو:

* د زياتي انرژۍ او غوړو لرونکي خواړه بايد له لويه سره کم استعمال شي.

* د خوراک تر مخه اوبه وڅېښل شي ، سلات او يا هم يو سېب وخوړل شي تر څو معده ډکه او د خوراک لپاره لږ ځای پاته شي.

* ورزش او فزيکي فعاليت بايد هيڅکله له ياده ونه ويستل شي.

يادونه :

يو ساعت تېزه منډه کولای شي په يوه هفته کې ستاسو يو کيلو وزن کم کړي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*