اې اختره چې راځې زموږ پر کلي
غزل: رحمت الله نړیوال
راشه راشه یوه ښکلا در سره راوړه
د خوږمنو زړو دوا در سره راوړه
اې اختره! چې راځې زموږ په کلي
کونډو رنډو ته خندا در سره راوړه
راشه نور یتیمي اوښکې کړه را پاکې
و پرې شونډو ته مسکا در سره راوړه
دا د ظلم بربریت ټغر کړه پورته
تورتمونو ته رڼا در سره راوړه
د غمونو له انګړ مو را بهر کړه
د خوښۍ ډکه فضا درسره راوړه
ودې غوڅ مړاوي غزل د نړیوال ته
روح پروَر بادسبا در سره راوړه
څرګندونه مو لاندې وليکئ