وروستي

د سترګو ډاکټر اپليکېشن مو موبايل ته ډاونلوډ کړئ

دا چې هره ورځ زموږ او ستاسې هر يو له موبايل کمپيوټر، ټبليټ، تلويزيون او نورو برېښنايي وسيلو سره کار لرو او د همدې يادو توکو سکرينونو ته کتل تر ډېره سترګو ته تاوان لري نو د سترګو د روغتيا او د ليد ځواک د کتنرول په موخه نوی اپليکېشن د Eye Exercises – Eye Care Plus په نامه خپل موبايل ته ډاونلوډ کړئ . دا اپليکېشن به د سترګو د روغتيا او ساتنې په اړه ډېر ګټور معلومات درکړي او د سترګو د ديد د ټېسټ کولو لپاره ۱۲ بېلابېلې طريقې درته وړاندې کړي او د سترګو د سلامتي په اړه نورې ډېرې اسانتیاوې لري.

له ګوګل پلې سټور څخه یې د لاندې لينک په کېکاږلو او يا هم په ګوګل پلې سټور کې د Eye Exercises – Eye Care Plus نوم په ليکلو سره راپیدا او وړيا ډاونلوډ کړئ.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*